سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeخبرونهد بشري حقونو څار سازمان د ط عمومي عفوه د ببرک کارمل...

د بشري حقونو څار سازمان د ط عمومي عفوه د ببرک کارمل عفوې سره تشبيه کړه

تاند: ( پنجشنبه ، د دلوې اته ویشتمه)‏ د بشري حقونو د څار سازمان د اسيايي برخې مرستيالې مېرمن پاتریشیا گاسمن په هالنډ کې د جنګي جنايت په تور د افغانستان د څرخي پله زندان د يوه پخواني قومندان عبدالرزاق عارف محاکمې ته په اشارې سره ويلي، چې ببرک کارمل هم له واک ته رسېدو وروسته د طالبانو په شان عمومي عفوه اعلان کړې وه.

نوموړې ويلي، چې له دغه اعلان سره بیا هم ببرک کارمل او حکومت یې خپل سياسي مخالفين زنداني کول او وژل، چې بدې خاطرې او یادونه یې تر اوسه پاتې دي.

دغې بشري فعالې په کنايوي ډول دا پوښتنه هم کړې، چې دا پېښه اشنا نه ښکاري؟

مېرمن گاسمن په وروستيو کې د طالبانو له لوري د بشري حقونو د نقض ادعاوې په کلکه نقدوي او غندنه ېې کوي، خو طالب چارواکي دا ادعاوې بې بنسټه ګڼي.

طالبانو پر افغانستان له بيا واکمنیدو سره سم اعلان وکړ، چې خپلو مخالفانو ته یې عمومي عفوه کړې ده، خو ملګرو ملتونو او یو شمېر نړیوالو بنسټونو بيا دوی تورن کړي، چې خپل مخالفین یې نیولي، وژلي او لادرکه کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب