تاند: ( پنجشنبه ، د دلوې اته ویشتمه)د طالبانو د حکومت استخباراتو ادارې ويلي، چې ځواکونو يې د میدان وردګو په بهسودو ولسوالۍ کې د غیر مسوول وسله وال قومندان علیپور وسلې او مهمات ترلاسه کړي دي.
دغې ادارې په دې اړه يوه ويډيو هم خپره کړې او د نیول شویو وسلو او مهماتو او اندازه یې لسګونه میله ښودلې ده.
قومندان عليپور، چې معلومه نه ده، چېرته به وي په دې اړه څه نه دي ويلي.
طالبانو څو ځلې مخکې هم د دغه نامسووله قومندان د وسلو او مهماتو د څو ډیپوګانو د نیولو خبر ورکړی و.