سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeخبرونهپه زابل کې څاه ته د لوېدلي ماشوم د ژغورلو لپاره هڅې...

په زابل کې څاه ته د لوېدلي ماشوم د ژغورلو لپاره هڅې دوام لري

تاند (پنجشنبه، د دلوې ۲۸ مه) په زابل ولایت کې ژغورونکي هڅه کوي چې په شوکاک کلي کې هغه ماشوم له ژورې څاه راوباسي چې دوې ورځې وړاندې لوېدلی و.

په شوکاک کلي کې د دغه ماشوم د راایستلو لپاره نن په داسې حال کې د خلکو هلې ځلې روانې وې چې څه کم دوې اوونۍ وړاندې په یوه بل څاه کې د یوه بل ماشوم د ژغورلو هڅې ناکامې شوې او ماشوم مړ شو.

په ټولنیزو رسنیو کې په خپرو شویو ویدیوګانو کې کلیوال او ځايي طالبان لیدل کېږي چې له څاه څخه د حیدر په نوم د ۹ کلن ماشوم د ایستلو لپاره هلې ځلې کوي.

ماشوم د خپل بدن پاسنۍ برخه خوځولی شي.

له پاسه پلار ورته وايي«زویه ښه یې؟ له ما سره خبرې کوه، ژاړه مه. موږ لګیا یوو چې تا راوباسو.»

زوی یې چې په ږغ کې یې مایوسي څرګندېږي، وايي «سمه ده، زه به درسره ږغېږم.»

د ماشوم ږغ د هغې کمرې په وسیله ثبت شوی چې ژغورونکو د پړي په وسیله څاه ته کښته کړی دی.

ځايي مشران وايي چې څاه  ۲۵ متره ژوره ده خو ماشوم د څاه په لس مترۍ کې بند پاتې دی.

د طالبانو د حکومت د ريیس الوزرا د مرستیال ملاعبدالغني برادر سکرتر عبدالله اعظم پر خپله ټویټرپاڼه کښلي چې یو ټیم له امبولانس سره د پېښې ځای ته تللی، دا ټیم اکسیجن او نور ضروري وسایل لري.

ژغورونکي د څاه یو اړخ کیندي چې ماشوم ته ځانونه ورسوي. دې ته ورته هڅه د روانې فبروۍ په لومړیو کې د یوه بل ماشوم د ژغورلو لپاره شوې وه خو هغه ۳۲ متره لاندې لوېدلی و او ژغورل یې ډېر ګرانه کار و.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب