Homeخبرونهمجاهد: ښځې دې مشروع حقونه وغواړي، موږ یې ساتنه او دفاع کوو

مجاهد: ښځې دې مشروع حقونه وغواړي، موږ یې ساتنه او دفاع کوو

تاند:(سې شنبه، د حوت ۱۷ مه) ‏د ښځو نړيواله ورځ نن شاوخوا دوې لسيزې وروسته په داسې مهال خورا تته نمانځل کيږي چې د ښځو د حقونو په چحڼي کولو تورنو طالبانو د ښځو د شرعي حقونو د ورکړې ژمنه کړې ده.

‏د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې دوی د ټولو افغان ښځو د شرعي حقوقو ورکړې ته ځان ژمن بولي.

مجاهد په یوه لنډ پیغام کې ویلي چې د ښځو نړیواله ورځ یو ښه فرصت دی چې افغان میرمنې په کې د خپلو مشروع حقونو غوښتنه وکړي.

نوموړي زياته کړې: «موږ د خپلو افغان میرمنو له حقوقو څخه ساتنه او دفاع کوو.»

طالب وياند دا لنډ پیغام په داسې مهال خپور کړی چې په افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسېدو سره د ښځو چارو وزارت لغوه او ټول دفترونه یې د ښځو د حقونو په ډېر نقض د طالبانو تورنې ادارې (امر بالمعروف وزارت) ته وسپارل شوې.

نن ډېرو نړيوالو بنسټونو د ښځو د ورځې په مناسبت په خپلو پیغامونو کې د افغان ښځو پر وضعيت انديښنه ښودلې او د دوی د زده کړو، کار او نورو اساسي حقوقو د تامین لپاره یې پر طالبانو د فشار راوړلو غوښتنه کړې ده.

طالبانو له محدود شمېر ښځو چې د روغتیا او امنیت په برخه کې ورته اړتیا لري، نورو ته اجازه نه ده ورکړې چې کار ته حاضرې شي. دوی د اصلاحاتو په پلمه د نجونو لږترلږه نیمايي تعلیمي کال ضایع کړ.

2 COMMENTS

  1. په داسې حال کې چې خپلو افغان خویندو او میندو ته د دې نړیوالې ورځې په مناسبت مبارکي وایم ، دوی ته د ژوند په ټولو برخو کې آسانتیا ، د حقوقو برابري ، خوشحالي او سوکالي غواړم .
    د ښځو چارو په نوم تش په نوم وزارت یو بې ګټې او غیر مثمر وزارت وو ، پدې نوم په نورو هېوادونو کې داسې فورمالیتې ادارې نشته . بنا د یو اضافي او بې ګټې ادارې له موجودیت نه ، نه موجودیت ښه دی .
    افغانانو ! ښځو ، خویندو او اولادونو ته د تحصیل زمینه برابره کړئ ، که په یوه کور کې یو هلک باسواده شي ، نو یواځې هغه به باسواده وي ، اما که تاسو یوه نجلۍ باسواده کړه ، هغه به خپله ټوله کورنۍ باسواده کړي .
    افغانستان یو جنګ ځپلی ، کم نفوسه هېواد دی ، په دې اساس مونږ د خپل وطن آبادي لپاره د ټولو هېوادوالو ، خصوصا د ښځو انرژي ته ضرورت لرو . دوی کولای شي په دفترونو ، ښوونځیو ، روغتونونو او نورو مختلفو ساحو کې برخه واخلي .
    د نړۍ په اکثرو هېوادونو کې دفتري کارونه د ښځو له خوا په ډېر دقت سره اجرا کیږي ، لکه پاسپورت ، تذکرې ، رنګارنګ اسنادو ، آرشیف ، احصائې ، روغتونونو ، ښوونځیو کې د ښوونکو په حیث دندې پرمخ وړی .
    برعکس نارینه بیا په درندو او شاقه برخو کې لکه عسکري نظام ، کور جوړولو ، سرک جوړولو ، فابریکو او ثقیله صنایعو برخو کې مصروف وي .

  2. د جولا ځویه: مشروع حقوق آیا کار، زده کړه، تحصیل، صحت او امنیت مشروع حقوق ندی؟ ښځی کار غواړی تاسی حکومت یاستی ورته یی مهیا کړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...