یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهد تاجيکستان ولسمشر: د افغانستان د وضعیت کنټرولولو لپاره ګډې همکارۍ په...

د تاجيکستان ولسمشر: د افغانستان د وضعیت کنټرولولو لپاره ګډې همکارۍ په کار دي

تاند:(سې شنبه، د حوت ۱۷ مه) ‏د تاجیکستان ولسمشر امام علي رحمان يو ځل بيا د افغانستان وضعیت د اندیښنې وړ بللی او د کنټرول لپاره یې د سیمې د هېوادونو همکاري اړینه بللې ده.

نوموړي په هندوستان کې يوې جوړې شوې انلاين غونډې ته د وینا پر مهال ويلي، د افغانستان له خاورې د امنيتي ګواښونو د مخنيوي لپاره بايد د سیمې هېوادونه لاسونه يو کړي.

تاجیکستاني ولسمشر د خپلو دغو انديښنو نور جزییات نه دي په ډاګه کړي.

د طالبانو له واکمنیدو سره که څه هم طالبانو د سیمې او نړۍ ټولو هېوادونو ته له افغان خاورې د خطر نه پېښېدو ډاډ ورکړی، خو د طالبانو د نیږدې متحد پاکستان په ګډون ډېری هېوادونه د افغانستان له خاورې څخه د ترهګریزو ډلو د فعاليتونو د زياتيدو انديښنه لري.

طالبانو د تاجیکستان د ولسمشر تازه څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو مخکې ېې دغه هېواد د افغانستان په چارو کې په لاسوهنې تورن او خبرداری ورکړی و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب