پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد ټاپي پروژې کار تر نامعلومې مودې وځنډېد

د ټاپي پروژې کار تر نامعلومې مودې وځنډېد

تاند(سې شنبه، د حوت ۱۷مه)  له افغانستان څخه پاکستان او هند ته د ترکمنستان د ګازو د نللیکې پروژه یو وار بیا له نامعلوم برخلیک سره مخامخ شوه ځکه چې اسیايی پراختیايي بانک حاضر نه دی چې دې پروژې ته پیسې ورکړي.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، اسیايي پراختیايي بانک ویلي چې د دې پروژې ټولې مالي چارې تر هغو ځنډوي چې د طالبانو حکومت د افغانستان د مشروع دولت په توګه د ملګروملتو او سترو اقتصاد لرونکو هیوادونو له لوري په رسمیت نه وي پېژندل شوی.

جیونیوز تلویزیون او دي نیوز ورځپاڼې نن (سې شنبې) د خپل هیواد د انرژۍ وزارت د یوه جګپوړي چارواکي په قول ویلي، اسیايي پراختیايي بانک، چې د دې پروژې د تسهیلوونکي او همږغوونکي په توګه عمل کاوه، د ټاپي چارې ځنډولي دي.

دغه پاکستاني چارواکي، چې نوم یې نه دی څرګند شوی، ویلي؛ د دې لپاره چې د نللیکې لویه برخه د افغانستان له خاورې تېرېږي اسیايی پراختیايی بانک حاضر نه دی په هغه هیواد کې پانګونه وکړي چې نړۍ یې په رسمیت نه پېژني.

ده دا هم وویل چې په دې اړه په اسلام اباد کې د ترکمنستان او پاکستان د جګپوړو چارواکو ترمنځ خبرې شوي دي.

د ټاپي ګاز نللیکه به د جوړېدو په صورت کې ۱۶۸۰ کیلومتره اوږدوالی لري او د کال به د ترکمسنتان ۳ ملیارده او دوه سوه ملیون مترمکعب ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او هندوستان ته لېږدوي.

پاکستان د انرژۍ له سخت کمښت سره مخامخ دی او د ټاپي جوړېدا ته سخته اړتیا احساسوي. د پاکستان لپاره دا نللیکه له دې کبله هم مهمه ده چې هند به هم له ترکمنستان څخه د همدې نللیکې له لارې ګاز ترلاسه کوي.

ټاکل شوې ده چې دا پایپ لاین د افغانستان له هرات، فراه، هلمند او کندهار ولایتونو تېر شي، په بلوچستان ایالت کې ژوب، بیا د خیبرپښتونخوا له ډیره اسماعیل خان څخه د پنجاب تر ملتان او د هند تر پولې وغځېږي.

په دې پروژه کې د اسیايی پراخیتايی بانک نه لېوالتیا د دې سبب کېږي چې دا پروژه یو وار بیا تر نامعلومې مودې پورې وځنډېږي.

پاکستاني رسنۍ وايي چې اسیايی پراختیايی بانک هم تایید کړې چې د ټاپي پروژې کار یې ځنډولی او تر هغو به پر دې پروژې پانګونه ونه کړي چې د افغانستان دولت په نړیواله کچه په رسمیت نه وي پېژندل شوی. تر دې پخوا د افغانستان د رسمیت پېژندل شوي دولت په مهال اسیايی پراختیايی بانک له لېوالتیا سره سره په دې خاطر پر دې پروژې پانګونه نه کوله چې طالبانو د حکومت پر ضد جګړه کوله.

2 COMMENTS

  1. د حمارت وزیر خو ویلی دی چی دا پروژه به د حمل په میاشت کی په افغاسنتان کی خپل کار شروع کړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب