پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهط په لومړي ځل د معلمۍ ۲ زره بستونه ازادې سيالۍ ته...

ط په لومړي ځل د معلمۍ ۲ زره بستونه ازادې سيالۍ ته وړاندې کړل

تاند:( سې شنبه، د حوت ۱۷ مه) ‏‏د پوهنې وزارت وايي، چې نن يې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې په همغږۍ د کابل ښار او د دغه ولایت د ولسوالیو د ښوونځیو لپاره د ښوونکو ۱۸۹۳ بستونه آزادې سیالۍ ته وسپارل.

د دې وزارت په يوه اعلاميه کې راغلي، د دغو بستونو له جملې څخه ۲۷۵ یې ښځو ته ځانګړي شوي دي.

دا لومړی ځل دی چې طالبان پر افغانستان له دویم ځلي واکمنۍ وروسته د ښوونکو دومره بستونه ازادې سيالۍ ته وړاندې کوي.

د طالبانو چارواکو ويلي، چې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کميسيون یې بیرته فعاله کړی، خو ځینې خلک نیوکه کوي چې طالبانو د دې مسلکي ادارې په مهمو برخو کې هم خپل ملایان ګومارلي دي.

څه موده مخکې د طالبانو د پوهنې وزارت په يوه فرمان کې د وزارت اړوند تر درېيمو بستونو پورې ټول لوړپوړي مامورين له خپلې ډلې وټاکل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب