جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهيوې مېرمنې په يو نيم ميليون افغانۍ يو جومات جوړ کړ

يوې مېرمنې په يو نيم ميليون افغانۍ يو جومات جوړ کړ

تاند:(سې شنبه، د حوت ۱۷ مه) ‏‏د بدخشان په دشت فراخ ولسوالۍ کې یوې مېرمنې په يو نيم ميليون افغانيو يو لوی جومات جوړ کړ.

د ځايي چارواکو په خبره، په دې جومات کې په يوه وخت تر ۵۰۰ پورې لمونځ کوونکي لمونځ کولای شي.

د نوموړې زوی قاري محمد اسماعيل سائيس وايي، چې دا جومات يې د پلار لخوا په ۱۳۵۵ کال کې جوړ شوی و، خو د لمونځ کوونکو له زیاتیدو سره خلکو د جومات د پراخېدو غوښتنه لرله.

د هغه په وينا، پر جومات یې د مور د یو نیم میلیون افغانیو د لګښت تر څنګ ځايي خلکو په فزیکي کار کې اشر (حشر) کړی دی.

سرچینه زیاتوي، جومات په ۴۰۰ متره اوږدوالي کې پر يوه جريب ځمکه نيم پوخ ډول جوړ شوی دی.

د طالبانو ځايي چارواکو د جومات جوړيدو په مراسمو کې د ګډون ترڅنګ د يادې مېرمنې دا اقدام ستایلی دی.

د افغانستان ډېری جوماتونه خلکو خپله جوړ کړي، خو د تېر جمهوري نظام پر مهال د ولسمشر غني په خاصه پاملرنه تر زرو پورې پاخه او اساسي جوماتونه د حکومت له لوري جوړ شول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب