یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهپه بلخ او وردګ کې د شرې او خوار ځواکۍ ۵ زره...

په بلخ او وردګ کې د شرې او خوار ځواکۍ ۵ زره پېښې ثبت شوي

تاند:( سې شنبه، د حوت ۱۷ مه) ‏د میدان وردګ ولایت د عامې روغتیا رییس ډاکټر محمد زرک ځیرک وایي چې په تېره یوه میاشت کې یې ۲ زره ۶۰۰، ۴۶ ماشومان او امیدوارې مېرمنې، چې په خوارځواکۍ اخته شوي، ثبت کړي دي.

له بلې خوا، ‏په بلخ کې په تېرو درېیو میاشتو کې څه د پاسه ۳۰۰۰ ماشومان په شري اخته شوي دي.

په اروزګان، کندهار، غزني او زابل کې هم د شري ناروغي ډېره خپره شوې او د اروزګان روغتیايي مسوولان وايي چې لسګونه ماشومان له شري مړه شوي دي.

د طالبانو د واکمنۍ له بيا پيل سره په افغانستان کې روغتيايي خدمتونه د امکاناتو د نشتوالي له کبله سخت ځپل شوي او د لا کميدو وېره یې شته.

نړيوالې ټولنې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ د نه په رسميت پېژندلو له کبله تر ډېره خپلې مرستې درولي دي.

طالبانو له نړيوالو مرستندويانو غوښتي چې خپلې مرستې بيرته پیل کړي.

خوار ځواکي، شری، کرونا او ورته نورې ناروغۍ په افغانستان کې بالقوه زياتيدونکي ناروغۍ دي، چې خلک ډېر شکايت ورڅخه لري.

د افغانستان زرګونه روغتیايي مرکزونه، چې بهرنيو مرستندويانو تمویلول، د مرستو د دریدو له کبله تړل شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب