Homeخبرونهپه غور کې پر يوه ماشوم جنسي تېری شوی او پر يادګاري...

په غور کې پر يوه ماشوم جنسي تېری شوی او پر يادګاري عکس بندیز لګېدلی

تاند:( سې شنبه، د حوت ۱۷ مه) ‏د افغانستان لويديځ ولايت غور نن د بېلابېلو خبري پېښو شاهد و.

يوه پېښه په پسابند ولسوالۍ کې د خوب پر وخت د يوه نيکه او لمسي وژل کيدل و، چې انګېزه يې شخصي دښمني ګنل شوې ده.

په غور کې د طالبانو يوه وياند ویلي چې په دې پېښه کې د لاس لرلو په تور یې یو کس نیولی‌ دی.

په دې ولايت کې د طالبانو د امنيه قومندانۍ وياند عبدالرحمن بدري ویلي چې د تيوره ولسوالۍ په قوچي کلي کې پر يوه ۸ کلن ماشوم جنسي تېری هم شوی او يو تن يې په تور نیول شوی دی.

په ورته وخت کې، له غور څخه راپورونه وايي، چې د طالبانو د امر بالمعروف ادارې په یوه حکم کې د ږیرې کمول او خرېیل او یادګاري عکسونه منع کړي دي.

دې ادارې ويلي چې د « غير ضروري» يادګاري عکسونو له خپرولو څخه دې خلک ډډه وکړي.

په ولايتونو کې د طالبانو د امر بالمعروف ادارې ورته ګڼ حکمونه ورکړي، خو د لګول شويو بندیزونو له امله رسنۍ د داسې موضوعاتو او اقداماتو په اړه راپورونه نه شی خپرولی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د الرسالې پر دوهمه ګڼه | ذبیح الله شفق

" په کوم زړه کې چې د بنده‌گانو مینه نه وي، هغه زړه د خدای له میني هم خالي وي. " د " الرسالې "...