دوشنبه, اکتوبر 7, 2024
Homeخبرونهچين سفير او متقي په چین کې د افغانستان په اړه پر...

چين سفير او متقي په چین کې د افغانستان په اړه پر کیدونکې غونډې خبرې وکړې

تاند:(سې شنبه، د حوت ۱۷ مه) ‏‏د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي نن په کابل کې د چین له سفیر وانګ سره په چین کې د افغانستان په اړه د کیدونکې غونډې په تړاو خبرې وکړې.

د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد ویلي، په دې کتنه کې د دواړو هیوادونو په ژورو اړیکو، سیاسي او اقتصادي موضوعاتو، همدارنګه د روانې میاشتې په پای کې په چین کې د سیمې د بهرنیو چارو وزیرانو د ناستې او پکې د ګډون په اړه خبرې وشوې.

مجاهد زیاتوي: «متقي صاحب په چین کې د جوړیدونکې غونډې په اړه وویل چې ګډون به په کې کوي او هیله لري چي د افغانستان لپاره به یې نتیجې ډیرې ښې وي.»

له چین څخه مخکې په ایران کې هم د افغانستان په اړه د سیمې د بهرنيو چارو وزيرانو غونډه شوې وه، چې یادو هېوادونو پکې له افغانستان څخه د ورپېښو انديښنو او د طالبانو د حکومت د په رسميت پېژندلو په اړه خپل شرایط وړاندې کړي وو.

معلومه نه ده، چې په مشخص ډول په دې غونډه کې د کومو سیمه ییزو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران برخه اخلي؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب