Homeخبرونهد ط رینجرو د يوه ډاکټر په ګډون ۲ تنه وژلي

د ط رینجرو د يوه ډاکټر په ګډون ۲ تنه وژلي

تاند:(چارشنبه، د حوت ۱۸ مه) ‏‏د‌ طالب موټر چلوونکو د بې احتياطۍ له کبله پرون (سې شنبې) په کابل او دایکنډي ولایتونو کې پر خلکو د طالبانو د دوو رینجرو د ورختو له کبله د يوه ډاکټر په ګډون دوه تنه وژل شوي دي.

د راپورونو پر اساس له دې پېښو څخه يوه یې د کابل ښار په لویدیځ، دشت برچي سيمه او بله یې د دایکنډي ولایت په مرکز نیلي ښار کې شوې ده.

په کابل کې د محمد اديب په نوم يوه کس رسنيو ته ويلي چې پلار یې د دشت برچي په ۲۰ متره سړک روان و چې د طالبانو تيز رینجر موټر پرې ختلی او وژلی یې دی.

سرچينې زياتوي چې د دايکنډي د مرکز د «شهرک جدید ـ بازار کهنه» کې بیا د طالبانو یو رینجر موټر د يوه ډاکټر پر موټر سايکل ختلی او وژلی یې دی.

ويل شوي چې په دې پېښه کې رینجر چلوونکی طالب هم ټپي شوی.

د دایکنډي امنیه قوماندان صدیق الله عابد ویلي چې د رینجر دا ټپي شوی ډریور په امنیه قومندانۍ کې د ځانګړې قطعې قوماندان دی.

د طالبانو له واکمنیدو سره د افغانستان په مختلفو سيمو کې ورته پېښې څه نا څه زیاتې شوي چې طالبانو يې د عاملانو د مجازاتو ژمنې کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...