Homeخبرونهظریفې غفاري او ناهید فرید ته د فوربس جایزې

ظریفې غفاري او ناهید فرید ته د فوربس جایزې

تاند(چهارشنبه، د حوت ۱۸ مه) د ښځو د حقونو دوو فعالو افغان ښځو ظریفې غفاري او ناهید فرید ته د سې شنبې په ورځ په ابوظهبي کې د فوربس د ننګونکو  (Changemaker Awards) جایزې ورکړای شوې.

اغلې غفاري د افغانستان یوه له لومړنیو ښاروالانو څخه وه. دا په ۲۶ کلنۍ کې د میدانښار ښارواله شوه او د زوړپالو له سختو مخالفتونو سره سره یې کار ته په بري دوام ورکړای شو.

دې ته د کار په لومړۍ ورځ د مرګ ګواښونه وشول. پلار یې ووژل شو. دا په خپله له څو مرګونو حملو روغه ووته. د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته لوېدیځ ته لاړه خو یوه اوونۍ مخکې بېرته خپل هیواد ته ستنه شوه چې د ښځو د دفاع لپاره خپل ږغ پورته کړي.

د دې له دې اقدام سره ځینو سخت مخالفت وکړ خو ډېرو نورو وستایله.

ناهید فرید د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته له خپلو درو ماشومانو سره له هیواده ووته خو په بهر کې یې د ښځو د حقونو او د ښځو په ګډون د حکومت د جوړېدو لپاره هلې ځلې وکړې.

اغلې غفاري باور لري چې له ۴۰ کاله جګړې وروسته له طالبانو سره د خبرو له لارې په افغانستان کې د سولې او ثبات امکان شته.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...