Homeخبرونهملا برادر: په ۷۶ میليون افغانیو د بريښنا شرکت جنراتورونه ترميموو

ملا برادر: په ۷۶ میليون افغانیو د بريښنا شرکت جنراتورونه ترميموو

تاند:(چار شنبه، د حوت ۱۸ مه) ‏‏د طالبانو د رياست‌الوزراء لومړي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند د اقتصادي کمېسيون په نوبتي غونډه کې د ۷۶ ميليون افغانيو په لګښت د برښنا شرکت د MTU, CAT, Perkins جنراتورونو د ترميم امر کړی.

د ملا برادر اخند د دفتر په یوه اعلامیه کې راغلي، چې ملا برادر اخند د تدارکاتو ملي ادارې ته په دې برخه کې د جدي کار لارښوونه کړې ده.

په اعلامیه کې همداراز راغلي: «همدارنګه د اقتصادي کمېسيون لخوا د سوداګرۍ او صنعت وزارت ته دنده وسپارل شوه، څو په افغانستان کې د بهرنيو پانګوالو د پانګونې لپاره يوه منظمه او شفافه طرحه جوړه او اقتصادي کمېسیون ته یې د ارزونې لپاره وړاندې کړي.»

د‌‌ يادو موضوعاتو په اړه طالبانو نور جزییات نه دي ورکړي.

په وروستيو کې د بریښنا شرکت طالب چارواکو د عوايدو د زياتوالي او د بريښنا د ضايعاتو او غلا د کمیدو خبر ورکړی، خو خلک ادعا لري چې طالبانو د عوایدو د زیاتوالي لپاره پر دوی فشار زیات کړی او د بریښنا له اصلي مصرف څخه د ډېرو لګښتونو پیسې ورڅخه اخلي.

بريښنا شرکت بيا په دې تړاو ادعاوې ناسمې بللي دي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...