یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد افغانستان بانک: بانکونه بايد څه باندې دوه نیم سوه میلیونه افغانۍ...

د افغانستان بانک: بانکونه بايد څه باندې دوه نیم سوه میلیونه افغانۍ ولري

تاند:(چار شنبه، د حوت ۱۸ مه) ‏‏د افغانستان بانک چارواکي وايي چې د بانکي اصولو او ترکيب په اساس بايد په ټولو داخلي او خارجي بانکونو کې د شته افغانيو اندازه ۲۶۳ میلیونه ۳۱۳ زره افغانۍ وي.

د باختر اژانس په حواله، دا څرګندونې د بانک چارواکو پرون د دغه بانک د موخو، دندو او پالیسیو د پېژندنې تر عنوان لاندې یو ورځیني ورکشاپ کې وکړې.

سرچینه زیاتوي: په ۲۰۲۱م کال کې په بانکي سکتور کې د بانک د ډول له پلوه د شتمنیو ترکیب داسې دی:

په دولتي بانکونو کې ۸۲ میلیونه ۸۶۲ زره افغانۍ، په خصوصي بانکونو کې ۱۶۲ میلیونه ۹۰۴ زره افغانۍ، د بهرنیو بانکونو په نمایندګیو کې ۱۷ میلیونه ۵۴۷ زره افغانۍ او د دغو ټولو شتمنیو اندازه ۲۶۳ میلیونه ۳۱۳ زره افغانۍ کېږي.

چارواکو نه دي ويلي، چې اوس څومره افغانۍ په بانکونو او بازار کې موجود دي او یاد شوي اصول تر کومې کچې عملي شوي؟

له څه مودې راهيسې د افغاني بانک نوټونو د زړښت او کمښت شکايتونه زيات شوي، خو د افغانستان بانک لپاره د طالبانو ټاکل شويو چارواکو یې په اړه څه نه دي ويلي.

دا په داسې حال کې ده، چې په له څه مودې راهيسې افغانستان ته د نقدو ډالرو د مرستو له نسبي زياتوالي سره د ډالرو پر وړاندې د افغانيو ارزښت بیرته په لوړیدو دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب