دوشنبه, مې 6, 2024
Homeخبرونهسرچينه: ط د ولسي حساسیتونو له وجې په تورخم کې له پاکستان...

سرچينه: ط د ولسي حساسیتونو له وجې په تورخم کې له پاکستان سره اقتصادي غونډه لغوه کړې

تاند:(چار شنبه، د حوت ۱۸ مه) ‏‏د طالبانو د حکومت يوې باوري سرچينې تاند ته ویلي، چې د طالبانو د رياست الوزرا په امر په تورخم کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ په لوړه کچه پلان شوې اقتصادي غونډه څه موده مخکې لغوه شوې ده.

تاند د روانې کب مياشتې په اتمه د پاکستاني رسنيو په حواله خبر خپور کړ چې د کب په نهمه به په تورخم کې د طالبانو د سوداګرۍ او صنايعو وزير په اقتصادي چارو کې د پاکستاني صدراعظم عمران خان د سلاکار عبدالرزاق داوود په مشرۍ له یوه پلاوي سره د تورخم دروازه کې وویني.

تمه کيده چې په دې لیدنه کې به د سوداګرۍ، صنعت، تولید او پانګونې په تړاو دواړه لوري غږيدلي وای.

اوس تاند ته د طالبانو د حکومت یوې سرچينې ويلي، چې ياده غونډه د طالبانو د رياست الوزرا په غوښتنه لغوه شوې ده.

د پاکستان مشهور خبریال طاهر خان هم د يادې غونډې د لغوه کیدو پریکړه د طالبانو اړوند ګڼلې او ويلي چې د طالبانو د سوداګرۍ او صنايعو وزير په ياده غونډه کې د ګډون لپاره ننګرهار ولايت ته رسیدلی و، چې د رياست الوزرا په حکم بیرته کابل ته ستون او پلان شوې دغه غونډه لغوه شوه.

شنونکي د دې غونډې د لغوه کیدو اصلي دلیل په تورخم کې له يادې غونډې سره د افغانانو حساسيت او دغه راز پر طالبانو د پاکستان د پراخ نفوذ په اړه زيات شوی ولسي مخالفت ګڼي.

په وروستيو کې د افغانستان په استازيتوب د پاکستاني چارواکو زیاتې شوې څرګندونې او په کابل کې د پاکستان د سفیر منصور احمد خان فعالیتونه او د افغانستان په چارو کې پراخه لاسوهنه د افغانانو سخت غبرګونونه پارولي دي.

طالب وياندويانو د پاکستان سره د لغوه شوې يادې غونډې د دلايلو په اړه څه نه دي ويلي.

تورخم سبا د پاکستاني او ط چارواکو د مذاکراتو کوربه دی

1 COMMENT

  1. پاکستان خبيث خو د طالبانو د اورتې ميړه ده. دوۍ کله تورغري پنجابي په توره ټڼډه ځواب ورکولای سي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب