یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهتورخم سبا د پاکستاني او ط چارواکو د مذاکراتو کوربه دی

تورخم سبا د پاکستاني او ط چارواکو د مذاکراتو کوربه دی

تاند: ( یکشنبه، د کب اتمه) ‏ټاکل شوې، چې سبا د طالبانو د سوداګرۍ او صنايعو وزير په اقتصادي چارو کې د پاکستاني صدراعظم عمران خان د سلاکار عبدالرزاق داوود په مشرۍ یوه پلاوي سره د تورخم دروازه کې وویني.

خبري سرچینې وايي، چې په دې لیدنه کې به د سوداګرۍ، صنعت، تولید او پانګونې په ن

اړه دواړه لوري سره وغږيږي.

په دې مذاکراتو کې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق خان هم برخه اخلي.

پاکستاني رسنۍ وايي، چې دواړه لوري به په تورخم کې د نقلیه وسايطو تګ راتګ هم له نيږدې وویني.

پر تورخم دروازه د افغان مساپرو په خاص ډول د ناروغانو لپاره اسانتیاوې برابرول، د تګ راتګ د موقتي اسنادو ویش، د ګډو سرحدي ادارو جوړول، په سوداګريزه برخه کې د افغانانو روزنه او افغانستان ته د بشري مرستو اسانه لېږد د دی لیدنې نور مهم موضوعات یاد شوي دي.

د دې ترڅنګ به د پېښور- جلال اباد او کوټې- کندهار تر منځ د بسونو د تګ راتګ په اړه هم خبرې وشي.

په وروستيو کې د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي وويل، چې افغانستان ته د بشري مرستو د لېږد دهليز جوړوي.

مخکې اروپايي ټولنې د ازبکستان په ترمز کې د بشري مرستو د لېږد په مرکز جوړولو هوکړه کړې وه.

ډېری افغانان د پاکستان په نسبت د ازبکستان له لارې د بشري مرستو په لېږد خوښ دي او پاکستان د مرستو په حیف و میل تورنوي.

1 COMMENT

  1. په خواشینۍ سره باید ووایو چې پنجابیان د منافقینو خاصیت لري ، دوی په خپل کړي عهد هېڅکله هم وفا نده کړې . دوی تل ترانزیتي لارې ، بندرونه او په ډیورند کې تر خپل نفوذ لاندې دروازې د افغانانو پرمخ تړلي او د هغوی د ځورولو یا تاواني کولو کوشش یې کړیدی .
    د تورخم دروازه چې پښتو کلمه ده ، په غلطه یې « طور خم » لیکلی دی .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب