جمعه, مې 10, 2024
Homeخبرونهد سپین بولدک - چمن لار بېرته پرانیستل شوه

د سپین بولدک – چمن لار بېرته پرانیستل شوه

تاند(یکشنبه، د حوت ۸ مه) د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سپین بولدک – چمن لار چې د پنجشنبې په ورخ د دوو خواوو د پوله ساتو ترمنځ د نښتې له کبله بنده شوې وه، نن بېرته پرانیستل شوه.

په چمن کې د پاکستان د ملېشه ځواک ویندوی فرانس پریس خبري اژانس ته وویل:«پوله د هر راز تګ راګ او فعالیت لپاره بېرته پرانیستل شوې ده.»

یوې امنیتي سرچینې وویل چې د چمن – سپین بولدک لار وروسته له دې بېرته پرانیستل شوه چې د کندهار د والي او پاکستاني چارواکو ترمنځ خبرو نتیجه ورکړه.

د کندهار د والي ویندوی محمود عظام د سپین بولدک – چمن د لارې خلاصېدا تایید کړه.

تر دې مخکې پرون د پاکستان یوه امنیتي چارواکي، د نوم د نه ښودلو په شرط فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي و چې د قومي مخورو او مذهبي مشرانو په ګډون یو پلاوی جوړ شوی چې له طالبانو سره خبرې وکړي.

د پنجشنبې د ورځې په نښته کې د افغانستان په خاوره کې دوه تنه ووژل شول او ۲۷ نور ژوبل شول خو پاکستان د خپلو مرګ ژوبلو په اړه له څه ویلو ډډه وکړه.

د راپورونو له مخي د پنجشنبې په ورځ / د فبرورۍ په ۲۴ مه / جګړه وروسته له هغه ونښته چې پاکستاني پوځیانو د طالب پوله ساتو له لوري پر دیورند کرښه د ازغن تار د شلولو په غبرګون کې پر طالبانو او نورو خلکو ډزې پیل کړې.

په سپین بولدک او چمن کې سلګونه کسان د لارې پرانیستلو ته انتظار باسي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب