شنبه, اپریل 27, 2024
Homeخبرونهحقاني: د ښځينه او نارينه محصلينو د زده کړو وخت مې بېل...

حقاني: د ښځينه او نارينه محصلينو د زده کړو وخت مې بېل کړی دی

تاند: ( یکشنبه، د کب اتمه) ‏د طالبانو د لوړو زده کړو وزير مولوي عبدالباقي حقاني هرات ته د سفر پر مهال ويلي، چې د نجونو او هلکانو د زده کړو وختونه يې سره بیل کړي دي.

نوموړي له ځايي چارواکو او دیني عالمانو سره په ګډه د هرات پوهنتون د زده کړو د بيا پيل په مراسمو کې ګډون او دا څرګندونې کړي دي.

د نوموړي په وينا، ښځينه محصلانو ته د سهار او هلکانو ته د ماسپښين له لوري د زده کړو د بيا پيل اجازه ورکړل شوې ده.

د هرات پوهنتون مرستيال ډاکټر سلطان احمد تره کي له محصلينو غوښتي، چې زده کړو ته حاضر شي.

د هرات والي مولوي اسلام جار له ځوانانو وغوښتل، چې د عصري زده کړو تر څنګ دیني زده کړې هم وکړي.

د طالبانو له واکمنیدو سره په افغانستان کې څو مياشتې پوهنتونونه تړل شوي وو.

طالبانو پرون په دې شرط د دغو زده کړو د بيا پيل اعلان وکړ او ويې ويل، چې د اسلامي اصولو او حجاب له مراعتولو سره به محصلین زده کړې کوي.

د طالبانو د يادې پريکړې هرکلي ترڅنګ خلکو د دوی پر نويو اصولو اعتراضونه هم کړي او ويلي، چې د اسلامي اصولو او حجاب په نوم د تحصيلي نظام لپاره بايد خنډونه رامنځته نه کړي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب