جمعه, مارچ 29, 2024
Home+د افغان او انګرېز لومړۍ جګړې لاملونه او پايلې

د افغان او انګرېز لومړۍ جګړې لاملونه او پايلې

پوهنیار سيف الله غروال

سريزه 

له زرګونو کلونو راهيسې هغه سيمه چې اوس افغانستان نوميږي د يرغلګرو او امپراتورانو د یرغلونو مسير، د سوداګريزو لارو ارتباطي شبکه، د کلتورونو د را زرغونیدو او يو ځای کېدو مرکز پاتې شوی دی. دې هېواد د آسيا د لويې وچې په تيره بيا د هند او چين د لويو تمدنونو او د هغو لويو سوداګريزو لارو يو ځای کېدو نوم ګټلی چې له دې خاورې تيريږي. تاريخ پوه آبوير دغه سيمه په دې ډول راپېژني:«په لرغونو زمانو کې هيڅ سيمه هم پر هر لوري دومره سره متقاطع نه وه او بې له شکه د جغرافيې له اړخه هيڅ کومه بله سيمه دومره ښه نه وه، چې د ختيځ او لويديځ تر منځ د وصل کار ورکړي»(11:96 ). 

د پورتنيو ځانګړتياو په درلودلو سره دا هېواد د تاريخ په اوږدو کې د بېلابېلو يرغلګرو له خوا د جګړې ډګر پاتې شوی دی. فارسانو، يونانيانو، عربانو، مغولانو، صفويانو، انګرېزانو، روسانو او نورو هر يو په خپل وار د خپل عروج پر مهال په دې خاوره کې د بخت ازموينه کړې ده او زوال يې هم له همدې خاورې پېل شوی دی.

د تيموري لړۍ تر ختمېدو وروسته افغانستان په شپاړشمې او اوه لسمې پېړيو کې د صفويانو، د هند مغولانو او ازبکانو له خوا په بشپړ ډول تجزيه شوی و؛ افغانانو د خپلواکۍ لپاره تقریباً (۲۵۰) کاله مبارزې وکړې، تر هغو چې په ۱۷۴۷م کال کې د احمدشاه بابا په واکمن کېدو سره دا تجزيه پای ته ورسېده او افغانستان په سيمه کې په نوې سياسي بڼه راښکاره شو او يوه لويه افغاني امپراتوري جوړه شوه؛ خو د مړينې وروسته يې په کورنۍ کې د واک په سر لانجې پېل شوې، يو ځل بيا ګاونډيان ځواکمن شول، په ځانګړي ډول د افغانستان په شمال او ختيځ کې د روس او انګرېز استعماري موخې تعقيب شوې او افغانستان يې په خپله جوړه کړې ستره لوبه (Greet Game) کې راګير کړ. په نولسمه پېړۍ کې انګرېزانو د هند د ساتلو په موخه پر افغانستان يو لوی نظامي یرغل تر سره کړ، چې په پايله کې د افغانانو له سخت مقاومت سره مخ شول، په لنډه موده کې يې يوه سخته ماتي په برخه شوه او په دې سره هغه لويه امپراتوري ولړزېده چې لمر يې په قلمرو کې نه ډوبېده. دا مقاله د همدې موضوع لپاره ځانګړې شوې ده، ترڅو وليدل شي چې د کومو لاملونو له مخې د افغان او انګرېز لومړۍ جګړه پېل شوه او څه پایلې يې درلودې.

د افغان او انګرېز لومړۍ جګړې لاملونه  

د افغانستان د تاريخ دا برخه په مستقيم ډول په نولسمه ميلادي پېړۍ کې د انګرېز ښکېلاک له مستقيم تيري څخه پېل کيږي. پوښتنه دا ده، چې ولې انګرېزانو پر افغانستان مستقيم تيری وکړ؟

ډاکټر نبي مصداق د «افغانستان، سياسي کمزوري او بهرنۍ مداخلې» تر عنوان لاندې اثر کې دې پوښتنې ته په دې ډول ځواب ويلی دی: «انګرېز منصبدار ارترکانولي(Arthor Conoly)، چې د مرکزي آسيا په برخه کې د ستراتېژيکو اطلاعاتو د راغونډولو په موخه هغې سيمې ته استول شوی و، په ۱۸۳۱م کال کې د قراقروم او د ايران د لارې په هرات او کندهار کې له تېرېدو وروسته، په هند کې انګرېزي مقامات پر هند باندې د روسيې د حملې له نيت څخه خبر کړل او ورته يې وويل، چې روسان پر هند باندې د حملې لپاره دوه لارې لري. لومړۍ به خيوا نيسي بيا به بلخ ته راځي، د مقدوني سکندر په څېر به له هندوکش تيريږي او کابل ته به ځان رسوي. له هغه ځايه جلال آباد او د خيبر له لارې به پېښور ته ځي او له اباسين څخه په پورې کيدو هند ته به رسيږي. کانولي ليکي چې دا يوه ستونزمنه لاره ده چې پوره درې کلونو جګړو ته اړتيا لري، تر څو روسان هند ته راورسيږي. کانولي وايي دوهمه لاره چې روسي جنرالانو ته خلاصه ده، هغه دا ده چې هرات به نيسي، د پوځونو د راټولو وروسته به کندهار ته ځي، د بولان درې له لارې کوټې او بيا به پر هند يرغل کوي.

کانولي وايي چې کيدای شي چې روس په دې موخه کې ايران د ځان ملګری کړي، د وچې يا د کسپين سمندرګي له لارې استرآباد او بيا به هرات رارسيږي. د لته به خپل پوځونه ديره او پر هند باندې د يوې لويې حملې لپاره به ځان تيار کړي. کانولي زیاتوي، چې هر يرغلګر له همدغو دوو لارو کولای شي په هند يرغل وکړي؛ خو په وړاندې به يې تل يو لوی خنډ پروت وي، چې هغه افغانستان دی.کانولي وايي چې افغانان له روسانو د خير تمه نه لري، له شر يې ويره لري او د هغوی له متحد ايران سره ډير سخت مذهبي تعصب لري. 

کانولي دا خبره څه باندې يوه نيمه پېړۍ پخوا کړې وه او هغه وخت دی پنځه ويشت کلن ضابط و، څه چې ده يې هغه وخت وړاندوينه کړې وه، لږ وروسته سل په سلو کې رښتيا شوه. دی وايي، که افغانان د يو ملت په توګه له يرغلګرو سره د مقابلې کولو پريکړه وکړه نو غليمان به يې له درنو ستونزو سره مخ شي، دوی به د وينې تر وروستي څاڅکي وجنګيږي، د غرنيو مرکزونو څخه به پر روسي کتارونو پرلپسې حملې کوي، د هغوی د خوراکي موادو زخېرې به تباه کوي، د اړيکو خطونه به يې پرې کوي او بلې حملي ته د تیاری په موخه به ژر غرو ته شاتګ کوي. برعکس که افغانان سره متحد نه وي، نو روسان به يې مشران په خپلو کې سره اخته کړي او په ډيرې آسانۍ سره به پر مخ ولاړ شي. په داسې وخت کې د بريټانيې ګټه په دې کې ده، چې افغانان د کابل تر ادارې لاندې بيرته سره متحد شي او يوه قوي او مرکزي اداره رامنځ ته شي.

کانولي خپلو مشرانو ته د هرات واکمن کامران سدوزی هم په ګوته کړی و او غوښتنه يې کړې وه چې هغه دې د کابل په تخت کښينول شي ځکه چې بريټانيا له هغه سره په دې موضوع کې مشترک نظر لري، چې نه غواړي هرات د ايران لاسته ورشي او له بلې خوا هغه له انګرېز سره د لاس د يو کولو هيله لري. که چيرې هغه په هرات کې پرېښودل شي، چې يوازې له خپله ځانه دفاع وکړي؛ نو هرات به له سقوط سره مخ شي او د روسانو لپاره به د هند لاره خلاصه شي.

کانولي ډېره پر ځای وړاندوينه کړې وه، خو ده بايد د روسانو په عوض د هر پردي په اړه دغه راز وړاندوينه کړې وای، ځکه هغه چې روسانو ته په افغانستان کې يوه نيمه پېړۍ وروسته پېښ شول، د انګرېزانو پوځ ته دده د وړاندوينې يوازې لس کاله وروسته پېښ شول او ددې نېستمن هېواد په غرونو کې يې داسې شرمونکي ماتي په برخه شوه، چې په تاريخ کې يې نه وه ليدلې»( 2:235- 255).

د پورته مطالبو څخه دې پايلو ته رسيږو چې د افغان او انګرېز د لومړي جګړې لوی لامل د هند ساتل وو، په دې اړه مارتين ايوانس (Martin Ewans) ليکي: « هغه وخت د انګرېزانو سياست دا و چې د روسانو د یرغل له احتمالي خطر څخه د هند ساتنه وکړي(12: 18).

د افغان او انګرېز د جګړې يو اړخ په افغانستان کې دننه ستونزې او اختلافات دي، چې د يو لوی عامل په توګه بايد ورڅخه يادونه وشي.

د تيمور شاه د مړينې وروسته د قدرت پرسر کورنيو اختلافاتو د هېواد سياسي حالت له شديد بحران سره مخ کړی و، دا بحران داسې حالت ته ورسېد چې ورور د ورور، پلار د زوی او زوی د پلار وژلو او ړندولو ته مټې راونغاړلې. د افغانستان همدغه سياسي بحران پرديو ته د لاس وهنې زمينه برابره کړې وه، تر هغه چې ګاونډيان يې د مخامخ تيري کولو جوګه وګرځول. په ۱۸۱۸م کال کې د شاه محمود له ماتي سره د سدوزيو د کهاله ټغر ورټول شو او د پاينده خان اولاده يا محمدزي وروڼه په هېواد واکمن شول؛ خو د دوی تر منځ هم د قدرت پر سر شخړې راپورته شوې او دې حالت تر ۱۸۳۴م کال پورې دوام وکړ، چې هېواد يې د بشپړ تباهۍ، ټوټه کېدو او وروسته پاتې کېدو سره مخامخ کړ. تر هغه چې سردار دوست محمدخان د ځان په ځواکمن کولو سره قدرت ته د رسيدلو لپاره زمينه برابره او د کابل په عيدګاه جومات کې يې د امارت اعلان وکړ او د اميرالمومنين په توګه يې په نامه خطبه ولوستل شوه.

امير بې له ځنډه په افغانستان کې خپل ټول زامن په مختلفو سیمو کې په لويو دندو وګمارل؛ خو رنجيت سنګ د افغانستان له کورنيو شخړو ګټه واخيسته پنجاب او پيښور يې ونيول. امير د پيښور په راګرځولو کې پرلپسې هڅې وکړې او پر سکانو يې يرغلونه وکړل مګر کومه غوڅه پايله يې تر لاسه نه کړه او رنجيت سنګ په همغه شان په پېښور او د هغه اړوند ځايونو ولکه ټينګه کړه او ددې وېره وه چې رنجيت سنګ به له خيبره راتير شي( 3: 305-305).

دا وخت امير دوست محمد خان په هند کې د انګرېز شرق الهند کمپنۍ مشر لارډ اکلنډ ته مکتوب وليږه چې په هغه کې يې د سکانو په وړاندې د مرستې غوښتنه کړې وه. اکلنډ هغه ته د مکتوب په ځواب کې وليکل کې چې بريټانيه د خپلواکو هېوادونو په داخلي چارو کې لاس وهنه نه کوي او هند ته يوازې د سوداګرۍ د پراختيا په پار راغلي دي، اکلنډ ليکلي وو چې د سوداګرۍ د پراختيا او سوداګريزو مسايلو د حل په موخه به يو استازی کابل ته دروليږل شي. (2: 257).

امير په دغه مکتوب سره د انګرېزانو له خوا مايوس شو او پوه شو چې بريټانيه له ده سره د دوستۍ پر ځای د سکانو دوستۍ ته ترجيح ورکوي او پریکړه يې وکړه چې د بريټانيې د وضعيت د تغير په موخه له سياسي موازينې او د خپلو ګاونډيانو له رقابت څخه کار واخلي. په همدې موخه يې د ايران پاچا او د روس زار ته ليکونه وليږل. د ايران پاچا يې تشويق کړ، چې د سکانو په وړاندې ورسره مرسته وکړي او که داسې ونه شي؛ نو سیکان به د ايران ځمکې هم تهديد کړي. د روس زار ته يې وليکل: دا چې د ايران پاچا د ستاسو دوست دی او زه هم د ايران د پاچا دوست يم؛ نو خپل ځان د روس د زار دوست بولم. په لیک کې يې د سک مسئله، له هغوی څخه د انګرېزانو پلويتوب او دا چې د امير د ماتي په صورت کې به د بخارا سوداګري پرې شي هم اشاره کړې وه(6: 89).

په اصل کې له افغانستان سره د انګرېزانو پايداره سوداګرۍ رامنځ ته کېدو څرګند دليل دا و چې له دې لارې د هند خوا ته د روسانو له احتمالي نفوذ څخه مخنیوی وکړي(14: 203).

په دې ډول امير دوست محمد خان د انګرېزانو دوښمنان په دې مسئله کې راوبلل؛ خو امير داسې فکر نه کاوه چې دده دا کړنه به له ډير سخت غبرګون سره مخ کيږي. په ۱۸۳۷م کال کې اکلنډ خپل سوداګريز استازی په (اصل کې سياسي استازی) الکساندر برنس کابل ته ولیږه او په همدغه وخت کې د روس استازی وتيکوويچ هم کابل ته راورسېد او امير ته يې د زار ليک وړاندې کړ، چې له دې سره د کابل سياسي فضا کړکېچنه شوه. انګرېزان د امير له دې کار څخه چې روسيې ته يې مخه کړې ده سخت په ويره کې شول او يوه لويه غوغا يې راپورته کړه، چې له کلکتې څخه تر لندنه او بيا تر کابله يې غوږونه کڼول، چې ګويا امير دوست محمد خان روسان رابللي دي چې پر هند یرغل وکړي. 

اکلنډ لندن ته په جدي ډول وليکل چې که دوست محمد خان له واکه ګوښه نه شي، لرې نه ده چې د افغانستان څخه دې د هند لمنې ته اور واچول شي. په دې اړه په لندن کې ډيرې خبرې وشوې، بلاخره لندن اکلنډ ته اختيار ورکړ او هغه هم خپل سياسي مامور مکناټن مرستې ته راوغوښت. میکنانټن وکولای شول چې د ۱۸۳۸ م کال د جولای په ۲۵ نېټه په لاهور کې له رنجيت سنګ او جلاوطنه شاه شجاع سدوزي سره درې اړخيز تړون چې د لاهور د مثلث تړون په نوم ياديږي لاسليک کړي. له تړون وروسته د همدې کال د اکتوبر په لسمه انګرېزانو د سملې اعلاميه خپره کړه چې په هغه کې يې امير دوست محمدخان د انګرېزانو دوښمن او شاه شجاع يې د افغانستان د خلکو او انګرېز لپاره يو مهم شخص ښوولی و(9:60).

د افغان لومړي جګړې پيل او جريان

د سملې تر اعلاميې وروسته د جګړې لپاره عملي ګام پورته شو، مکناټن، برنس او د انګرېز لښکر له شاه شجاع سره روان شول، د ۱۸۳۹م په اپريل کې کندهار ته ورسيدل، هلته يو بل تړون په شاه شجاع لاسليک شو. د کندهار څخه تر کابله اولس د انګرېز لښکرو سره پاشلې جګړې وکړې؛ خو انګرېزان کابل ته ورسيدل. د همدې کال د اګست په ۱۷ نېټه شاه شجاع د کابل په تخت کيناست او امير دوست محمدخان بخارا ته وتښتيد(9: 59-  61).

افغان ملت په دې پوه شو، چې هېواد يې انګرېزانو نيولی دی، د محلي پاڅونونو لړۍيې راونښلوله، معرقې او غزاوې پيل شوې. مجاهدينو د کابل په زړه کې د غازي عبدالله خان اڅکزي، نايب امين الله خان لوګري په مشرۍ د جهاد يو پياوړی قيادت جوړ کړ(5: 44 )، له بې وسي پاچا شاه شجاع سره نفرت، نرخونو لوړيدل، پر عوامو د اضافي مالياتو تپل او د خلکو ناخوښي نور عوامل وو، چې خلک يې د يو لوی پاڅون لپاره تيار کړل. کله چې ملي پاڅون پيل شو خلکو د کابل کندهار او کابل جلال آباد لويې لارې د انګرېزانو پرمخ وتړلې او په کابل کې د انګرېز ضد حرکتونه په ډاګه شول. ملي مشرانو د انګرېزانو په ضد جبهو کې منظمې ادارې او سوق کولو په خاطر ۱۲ نفري شورا جوړه کړه، چې په دې شورا کې نواب زمان خان مشر او امين الله خان لوګری يې د مرستيال په توګه وټاکل شول. دغه پلان د عبدالله خان اڅکزي په کور کې جوړ شو او د همدې شورا په قيادت په ۱۸۴۱م کال د نومبر په مياشت کې عمومي پاڅون وشو، خلک په تش لاس پر انګرېزانو ورغلل، برنس يې وواژه او د هغه کور ته يې اور ورکړ. کپتان کمبل له يوه غونډ سره حمله وکړه؛ خو ناکام شو او توپونه يې د غازيانو لاس ته ورغلل. ملي پاڅون کوونکو د کابل په ښار کې برياوې تر لاسه کړې. په همدې مناسب وخت کې امير دوست محمد خان هم له بخارا څخه د هېواد شمال ته راستون شو، اوزبکان ورسره يو ځای شول او په سمنګان کې له انګرېزانو سره وجنګيد، انګرېزانو ته يې ماتي ورکړه، ورپسې کوهستان ته راغی، د کوهستان او کوهدامن خلکو له پاڅون سره چې مشری يې ميرمسجدي خان کوله، يو ځای شو او د هغوی په ملاتړ يې د همدې کال د نومبر په دويمه نېټه انګرېزانو ته سخته ماته ورکړه. امير دوست محمد خان ددې برياوو سربيره کابل ته راغی او ځان يې مکناټن ته تسليم او هغه هم هند ته تبعيد کړ(8: 39-40).

(۱) ګڼه انځورـ امير دوست محمدخان مکناټن ته تسليمیږي. (https://www.britishbattles.com)

د امير د داسې يو ګام د پورته کولو اصلي دليل څه و؟ هغه سره ددې ويره وه چې که چيرې خلک د انګرېزانو په وړاندې بريالي شي، کيدای شي هغه يوې خواته کړي او پر ځای يې بل څوک و ګماري. همدا ډول امير په عين حال کې په شمال کې له دې ويره درلودله چې د هغه ملګري به ورسره خيانت وکړي، ځکه انګرېزانو ۲۰۰ زره روپۍ د هغه د سر د راوړلو په سر انعام ټاکلی و. انګرېزانو په خلکو کې د هغه د محبوبيت له ويرې، له تسليميدو لس ورځې وروسته هند ته وليږه او د کال ۲۰۰ زره روپۍ يې ورته معاش مقرر کړ (13: 354).

په همدې حال کې د امير زوی وزير محمد اکبر خان له بخارا څخه راستون شو او د مبارزينو مشر محمد زمان خان ورته خپل ځای پرېښود او په دې سره د ملي مبارزينو مورال نور هم پياوړی شو(8: 38- 40).

د برنس تر وژلو وروسته د کابل په ښار کې جګړو نور هم زور واخېست تر هغه چې مکناټن د مجاهدينو د بېلولو او له منځه وړلو دسيسه جوړه کړې وه، د ډسمبر په ۲۳ نېټه د وزير محمد اکبر خان له خوا د مذاکراتو په غوڼده کې ووژل شو او شاه شجاع هم چې له وطن سره يې خيانت کړی و د ۱۸۴۲م کال د اپريل په دريمه نېټه د خپل عمل په جزا ورسيد او ووژل شو.  

(۲) ګڼه انځور- د وزير اکبر خان له خوا د مکناټن وژل کيدل (https://www.britishbattles.com)

د انګرېزانو اولس زره (۱۷۰۰۰) عسکر په جنوري کې له کابل څخه تر جلال آباده د مجاهدينو له خوا له منځه لاړل [ يوازې ډاګټر برايډن په نيم ژوندي حالت کې ځان جلال آباد ته ورساوه ](5: 44).

دا د افغان او انګرېز لومړۍ جګړه وه چې انګرېز ته يې لويه سياسي خساره ډالۍ کړه او د انګرېز منصبدار د اترکانولي هغه وړاندوينه چې د روسانو په حق يې کړې وه د انګرېزانو په ماتي سره رښتيا شوه.

په ۱۸۴۲ م کې څه وخت چې انګرېزان په افغانستان کې مات شول، لندن په هند کې اکلنډ له واکه ګوښه او د هغه پر ځای يې النبرو ګورنر جنرال وټاکه. نوموړي امير کلکتي ته وغوښت او د بيرته تګ زیری يې ورکړ. النبرو زياته کړه چې د انګرېز بنديانو د خوشي کېدو او د نورې وينې د توېدو څخه د مخنېوي لپاره تاسو بايد خپل زوی وزير اکبر خان ته ليک وليږئ. امير چې په هند کې تنګ شوی و او د قدرت بيرته تر لاسه کولو په نشه کې ډوب شو، خپل زوی ته يې لیک وليږه، تر څو د هغه د راتګ زمينه برابره او د انګرېزانو پاتې ځواکونه او بنديان په امنيت کې له  افغانستان څخه خارج شي(9: 66)

(۳) ګڼه انځور- ډاکټر برايډن په نيم ژوندې حالت کې (https://www.britishbattles.com)

انګرېزانو د امير دوست محمدخان د بيرته راتګ لپاره لاندې شرطونه کېښودلي وو: 

  • وزير اکبر خان به په افغانستان کې د انګرېزانو په وړاندې له جګړې څخه ژر تر ژره لاس اخلي او د خپلو ځواکونو سره کابل او د هغه اړوند سيمې پريږدي او شمال ته به په څټ کيږي.
  • امير به خپل زوی وزير اکبر خان ته امر وکړي، چې د ملي مبارزينو رهبران خواره واره کړي. 
  • بايد داسې زمينه مساعده چې مات شوي انګرېز يو ځل بيا د کندهار، پېښور او جلال آباد له لارې په کابل ورپريوځي، ترڅو د بريتانيې امپراتورۍ پرسټيج پر ځای پاتي شي. 
  • هغه انګرېز بنديان چې شمېر يې درې سوه کسانو ته رسيږي، د کوم قید او شرط پرته آزاد شي( 1: 52).

په لیک کې پورتنيو ټولو شرایطو څخه يادونه شوې وه، چې وزير اکبر خان يې په لوستلو ډير حيران شو، ځکه له هغه سره ټول ملي مبارزين ملګري و، او د بنديانو په بدل کې يې ډير امتيازات تر لاسه کولای شول، نو د يو څه وخت لپاره د امير امر عملي کيدل وځنډيدل. چې په دې کار سره انګرېزان وارخطا شول او په ګواښونو يی پيل وکړ. د هند ګورنر جنرال لارډ النبرو، وزير اکبرخان ته خبر ورکړ، چې که چيرې د امير امر ونه منل شي نو امير به له خپلې ټولې کورنۍ سره چې په هغوی کې د اکبرخان ښځه هم وه لندن ته واستوي او بيا به ګيله نه وي(9: 66).

له دې امله وزير اکبر خان او د هغه ملګري مجبور شول چې پورتنيو شرایطو ته غاړه کیږدي.

د امير تر راتګ پورې په کابل کې يو کړکيچن سياسي حالت رامنځ ته شو. د شاه شجاع د وژل کېدو وروسته سياسي خلا رامنځته شوه او نواب زمان خان له فرصت څخه په ګټه اخېستنې غوښتل چې ځان واک ته ورسوي، خو وزير اکبر خان تر دې مهاله په جلال آباد کې مصروف و، نايب امين الله خان او نورو ملي مشرانو د وزير اکبرخان تر راتګ پورې د هغه مخه ونيوله، د مصلحت او د حالت د کابو کولو لپاره يې له هغه وغوښتل چې د شاه شجاع زوی فتح جنګ پاچا شي. خو د هغه وخت لوی روحاني ميرحاجي چې د شاه شجاع د کورنۍ سخت مخالف و، ددې خبرې مخالفت وکړ. فتح جنګ هم حالت د ځان لپاره مناسب ونه باله نو د انګرېزانو په مرسته يې له هېواده پښې سپکې کړې. په دې پسې انګرېزانو د شاه شجاع پر بل ځوی شاهپور فشار راوستو او هغه دا غوښتنه ومنله. د سراج التواريخ په قول د کار د پيل په غونډه کې يې په ډيرې سپين سترګی وويل: « که څه هم د افغانستان پر خلکو باور په کار نه دی، خو پر ما د انګرېز د دولت مشرانو خاطر ګران دی او دا کار د هغوی د غوښتنې په خاطر او د خپل موروثي حق له امله منم». ورپسې د امير دوست محمد خان د راتګ د شرایطو په اساس جنرال پالک په بيړه کابل ته راغی، د چارتي بازار يې وسوځاوه چې هلته د مکناټن مړی ځړول شوی ؤ، استالف کلی يې هم وسځاوه چې هلته ملي مبارزين اوسيدلي وو او بیایي په غزني کې د سومنات دروازه چې محمود غزنوي له ځانه سره راوړې وه يووړه او په بيړه بيرته له خپلو پاتي کسانو او بنديانو سره له افغانستان نه ووتل. د هند ګورنر لارډ النبرو جنرال پالک ته درانه مراسم نيولي و او د خپلې ترخې ماتي د پټولو په پار يې په وینا کې وويل: « د هندوستان خلکو! زموږ فاتحو سرتيرو له ډير وخت وروسته د سومنات دروازه له افغانستان څخه راوړه او اوس يې تاسو ته سپارو، بايد زموږ يوالی تل پاتي شي» (9: 64- 64).

  د افغان او انګرېز لومړۍ جګړې پايلې

دا جګړه د انګرېزانو لپاره د ماتي او بريا ترکيب بلل کيږي، داسې چې دوی ونه توانيدل چې د افغانستان واک خپلو دوستانو ته وسپاري، خو په دې وتوانيدل چې په هرات کې د فارس له مخکې تګ او د هند خواته د روسيې د نفوذ مخه ونيسي. همدا ‌ډول دوی په افغانستان کې د آسيا په کچه يوه لويه نظامي ماتي وخوړه، ډير معنوي او مادي زيانونه يې وليدل(7: 216). 

په مادي تاوانونو کې يې د کابل جلال آباد د لارې د وژل شويو لښکرو په شمول ۳۰ زره انګرېز لښکر ووژل شو او ديرش کروړه هندي روپۍ يې تاوان وليده(9:63).

په معنوي اړخ کې له دې هم له لوړو او نه جبرانيدونکو تاوانونو سره مخ شول، په دې پېښې سره د هند لوی حاکم اکلنډ له دندې ګوښه کړل شو، د استعمار مرکز لندن سخت ولړزيده، حیثيت يې په سيمه او نړۍ کې خوار او زليل شو( 7: 217).څه چې انګرېزانو ته په افغانستان کې څه ورپيښ شول هغه د بريتانيې په تاريخ کې داسې يو ناورين او تراژيدې وبلل شوه، چې په ياد يې د هر انګرېز ويښتان نيغیدل. انګليسي مؤرخينو ليکلي دي، چې «هيچا ددې تخمين نه شو کولای چې لويه برتانيه به د آسيا په يوه واړه هېواد کې له دومره تريخ برخليک سره مخامخ کيږي»(4: 165). په افغانستان کې د انګرېزانو ماتي د هند د خلکو د خپلواکۍ روحيه نوره هم پياوړې کړه، ان تردې چې د هند خلکو په ۱۸۵۷م کې د انګرېز استعمار په وړاندې پاڅون وکړ او دا لرې نه وه چې هلته انګرېز استعمار په ګونډو شي؛ خو د پاڅون کوونکو په منځ کې د اختلافاتو په اچولو سره يې ددې لوی خطر مخه ونيوه.(9 : 64)

دا د افغانانو يوه لويه تاريخي بريا وه چې د استعمار پرمخ يې يوه زروره څپيړه ورحواله کړه. انګرېزان اړ شول چې په افغانستان کې خپل سياست ته بدلون ورکړي او په هند کې تبعید شوی واکمن امير دوست محمدخان يې بيرته خو په مشروط ډول د افغانستان امارت ته راوليږه او مخکې له مخکې يې د هغه یاغي بڼکې وکښلې او دا يې ورپيچکاري کړه چې که يې له انګرېز سره بيا مخالفت وکړ، نو له سختو سرګردانيو سره به مخامخ شي.

د افغان او انګرېز د جګړې پایلې افغان ملت ته ډيرې درنې تمامې شوې، او پایلې يې سراسر منفي وې. افغانانو لوی مادي او معنوي زیانونو سره مخامخ شول چې په لاندې ډول ترې يادونه کولای شو:

 د انساني ضایعاتو له نظره يو ډير شمېر ځوانان په شهادت ورسيدل. د مادي تاوانونو له نظره ډير شمېر ښارونه او کلي وران شول او يو شمېر ارزښت لرونکي تاريخي اثار له منځه ولاړل. له اقتصادي اړخه ډيری آبادې ځمکې شاړې شوې او خلک له کسب او کار څخه پاتې شول او تر ټولو بده پايله يې داوه چې خلکو له اروپايي تمدن، پرمختګ او عصريت سره شديد نفرت پيدا کړ، په هغوی کې د انزاو غوښتنې حس پیاوړی شو. د روحانيونو، خانانو او فیوډالانو نفوذ نور هم پراخ شو او له دې امله د يوه ځواکمن مرکزي دولت د راتګ په وړاندې چې داخلي اصلاحات او سمونې رامنځ ته کولای شي، مخنيوي وشو( 10: 293 ـ 294)، چې قيمت يې کلونه کلونه وخت ونيوه او تر هغه يې دوام وکړ، کله چې افغانانو په ۱۹۱۹م کې له انګرېزانو څخه سياسي خپلواکي تر لاسه کړه. څه چې انګرېزانو د جګړې له لارې تر لاسه نه کړل، د چل او سياسي لارو يې وکولای شول چې په افغانستان کې خپلې لاسته راوړنې خوندي کړي. ومو ويل چې اميردوست محمد خان په مشروط ډول له تبعيد څخه راوګرځيد او څه چې انګرېزانو ورته ويلې و، يو په يو او سیستماتيک ډول عملي کړل. دا شرطونه په لاندې ډول وو: 

  • کله چې امير واک تر لاسه کړي، هيڅ وخت به بيا د انګرېزانو په وړاندې توره نه پورته کوي.
  • هغه پراخې افغاني سیمي چې اوس د انګرېزانو په لاس کې دي، انګرېزانو ته پرېښودل شي او هيڅ کله به د هغوی بيا تر لاسه کولو لپاره ګام نه پورته کوي.
  • د افغانستان د پرمختګ لپاره به هيڅ کله کوم ګام نه پورته کوي.
  • په بهرنيو سياسي چارو کې به بشپړ ډول د انګرېز مقاماتو متابعت کوي. 

پورتني شرایطو د امير دوست محمد خان په دوهمه دوره حکومت کې چې (۲۰) کاله يې دوام وکړ ګام په ګام عملي شول(1: 52).

پايــــــــــله 

د افغان او انګرېز لومړۍ جګړه د افغانستان په معاصر تاريخ کې يوه ډېره مشهوره او مهمه جګړه ده. کله چې امير دوست محمدخان د لومړي ځل لپاره واک ته ورسيد، حکومت يې له نظامي او اقتصادي اړخه ډير کمزوری و او د هېواد په ډيرو برخو کې ملک الطوايفي حاکمه وه او کومې جګړې يې چې له سيکانو سره د پېښور په سر وکړې ناکامې شوې، له دې امله اړ شو چې د له ګاونډيو هېوادونو سره د سياسي اړيکو د پيدا کولو له لارې له سیکانو څخه پېښور راوګرځوي. دا چې انګرېزانو له سيکانو سره هغه وخت ښې اړيکې درلودلې، نو امير ته يې رد ځواب ورکړ، بيا امير ايران او روسانو ته لاس ور اوږد کړ. دا چې روسانو تل هيله لرله چې هند تر لاسه کړي، امير سره يې د مرستې وعده وکړه. کله چې انګرېزان له دې څخه خبر شول، نو سخت په ويره کې شول او دا سياسي اړيکې يې د ځان لپاره ډيرې خطرناکې وبللې. له دې امله يې پريکړه وکړه چې دوست محمد خان لرې او د هغه پرځای فراري شاه شجاع چې په هند کې د انګرېزانو تر ملاتړ لاندې اوسيده، بيرته د کابل په تحت کښينوي، او د هغه تر نوم لاندې يې د افغانستان د نيولو لپاره پر افغانستان یرغل وکړ، امير دوست محمد خان يې لرې او د هغه پر ځای شاه شجاع په تخت کښېناوه. خو د افغانستان غيور ملت د تل په څېر په مقاومت لاس پورې کړ او انګرېزان يې له هېواد څخه وشړل. په دې جګړه کې نه يوازې دا چې انګرېزانو ته لوی مالي او ځاني تاوانونو ورسيدل، حيثيت او پرسټيچ يې هم د نړيوالو په وړاندې له خاورو سره خاورې شو. 

جګړه د زيان نوم دی، افغانستان هم په دې جګړه کې ډير مالي، ځاني او اقتصادي زيانونه وليدل. د تاوانونو برسيره افغانانو ونه شوای کولای چې له دې بريا څخه سياسي پورته کړي. که څه هم انګرېزانو په جګړه کې ماتي وخوړه، خو خپلو سياسي موخو ته ورسيدل او خپلې موخې يې د امير دوست محمد خان په بيا ځلې واک ته رسولو سره تر لاسه کړې او افغانستان په بهرني سياست کې په بشپړ ډول د انګرېزانو ترلاس لاندې راغی.

له دې تاريخي جګړې دا پايله تر لاسه کيږي چې افغانانو تل په نظامي ډګر کې لوی امپراتوران مات کړي دي، خو د خپل مینځي تربګنيو او د يوه قوي سياسي رهبرۍ د نه شتون له امله تل په سياسي ډګر کې له ماتي سره مخامخ شوي دي او له لويو نظامي بريامو مو پوره سياسي ګټه نه ده اخيستي. د تاريخ د بيا تکرارېدو د تيورۍ له مخې موږ بيا هم تر يوه بريده له ورته حالت سره مخامخ يو. که چېرې په خپلو کې يوالی ونه کړو، او غوره سياسي رهبران ونه ټاکو، نو موږ به له تاريخ څخه عبرت نه وي اخيستي. په دې سره به يو ځل بيا هېواد له يو بل ناورين سره مخامخ شي او داسې به له پښو غورځيدلي يو چې بيا به هيڅ کله راپورته نشو. 

ماخذونه 

  1. پامير، کريم پيکار.( ۱۳۷۹). افغانستان از شاه شجاع ته ببرک کارمل. پيشاور: انتشارات پګاه.
  2. جهاني،عبدالباري .(۱۳۸۰).هرات، پښتانه او ستره لوبه. کوټه: صحاف نشراتي مؤسسه.
  3. حبيبي، عبدالحی .(۱۳۸۲). د افغانستان لنډ تاريخ. ژباړن: عبدلروف بنيوا، پېښور : دانش کتابتون.
  4. خيبري، غوث. (۱۳۹۴). د لوی افغان تاريخ. کابل : دانش خپرندويه ټولنه.
  5. رفيع، حبيب الله .(۱۳۸۸).د افغانستان لنډکی تاريخ. جلال آباد: ګودر خپرندويه ټولنه.
  6. رشتيا، سيد قاسم .(۱۳۸۴). افغانستان در قرن نزده.کابل: بنګاه انتشارات ميوند.
  7. زماني، خيرمحمد. (۱۳۹۲).تاريخ روابط خارجی افغانستان(۱۷۸۳- ۱۸۷۸). جلد اول، کابل: انتشارات رسالت.
  8. صالحي،ثناءالله.(۱۳۹۴). د افغانستان د نويو او معاصرو پيړيو تاريخ . جلال آباد : سلام خپرندوينه ټولنه .
  9. عطايي، محمدابراهيم.(۱۳۸۹).د افغانستان پر معاصر تاريخ يوه لنډه کتنه. کابل: ميوند خپرندويه ټولنه.
  10. فرهنګ، ميرمحمدصديق.(۱۳۷۱). افغانستان در پنج قرن اخير. جلداول و دوم، تهران: موسسه مطبوعاتی اسماعیلیان.
  11. مصداق، نبي.(۱۳۸۹). افغانستان سياسي کمزوري او بهرني مداخله. ژباړه ،نثاراحمد صمد.علامه رشاد خپرندويه ټولنه.
  12. Ewans, Martin. (2005). Conflict in Afghanistan: Studies in asymmetric warfare. London: Taylor & Francis Group.
  13. James, Atikinson. (n.d.). The Expedition in to Afghanistan Note and Sketches during the Campaign of 1839 & 1840. London: The Naval and Military Press.
  14. The Cambridge History of British Foreign Policy, 1783- 1922 (Vol. 11). (1932). London: Cambridge University press.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب