یکشنبه, اپریل 28, 2024
Homeخبرونهد طالبانو والي د خپل حکومت تبلیغاتي کمپاین ته سخت ټکان ورکړ

د طالبانو والي د خپل حکومت تبلیغاتي کمپاین ته سخت ټکان ورکړ

تاند (یکشنبه/د حوت ۸مه) — د خوست لپاره د طالبانو د حکومت والي محمد نبي عمري د افغانستان د ملي بیرغ پر ضد په خپل سخت ګواښ سره د خپل حکومت هغه هڅې په اوبو لاهو کړې چې د ولس د زړونو د ورماتولو لپاره یې پیل کړې وې.

د یکشنبې په ورځ د ټولنیزو رسنیو فعالانو د نوي حکومت چارواکي، د کابل او خوست پوهنتونونو په پرانستلو او په ځانګړې توګه په خوست پوهنتون کې د محصلانو د ښه راغلاست په ترڅ کې هغوی ته د ګلانو په ورکولو او په کابل ښار کې د وسلو ټولولو د هڅو له امله، ستایلي وو.

خو دغه ستاینې هغه وخت یو ځل بیا په کرکه بدلې شوې چې ښاغلي عمري په یوه ویډیوي پیغام کې خلکو ته ګواښ وکړ چې درې ورځې وخت لري چې ملي بیرغ له خپلو کورونو،‌ دوکانونو، موټرونو، بایسکلونو… څخه ښکته کړي.

د طالبانو د والي عمري د ګواښ په ځواب کې افغان فعالانو د خپلو ټولنیزو رسنیو پروفایلونه په ملي بیرغ چې په محراب، منبر او طیبه کلمه ښکلی شوی دی، رنګین کړل، د هغه عکسونه یې خپاره کړل او له طالبانو یې وغوښتل چې د افغانستان ملي ارزښتونو ته درناوی وکړي او خپل ګواښ بېرته واخلي.

محمد اکبر وطن دوست په خپله فیسبوک پاڼه د ملي بیرغ له عکس سره لیکلي، «د فيسبوک صفحه مې ۹۵ سلنه د ملي بیرغ پوسټونو نیولې، ځانګړې مننه او کور ودانی له ټولو څخه دا مو ملي وجيبه ده په صداقت يي مخکي وړو. ژوندي دي وي وطن پاله ځوانان.»

بادشاه الهام لیکلي، «ملي بيرغ شاه امان الله خان د ولس پۀ خوښه ټاکلی، د محوې هڅه يې نۀ يوازې گټه نۀ لري شايد ډېرې ستونزې را وزېږوې. د احساساتو لۀ منځه خپل سرې پرېکړې ناوړه عواقب لري. هيله ده د خلکو ارادې ته احترام وشي!.»

احمدګل توتاخېل د ملي بیرغ له عکس سره لیکلي، «تور، سور، زغون بيرغه! سر مې درڅخه قربان دی، تل هسک او رپانده اوسې!»

نجیب الله کاکړ د ملي بیرغ له عکس سره لیکلي، «زموږ هویت زموږ عزت.»

د کابل پوهنتون استاد او د ملي تحریک مشر پوهاند دوکتور محمد اسماعیل یون د ملي بیرغ د کوایفو د تشریح او د طالبانو له خوا د ګواښ په ژبه د خبرو پر وړاندې په خپل غبرګون کې لیکلي، «زموږ ملي بیرغ هم ملي دی، هم اسلامي، د ټولو اسلامي تنظیمونو تر ځانګړو بیرغونو څو ځله زیات اسلامي دی، د بدلون لپاره یې نه دیني توجیهات شته او نه هم تاریخي. ملي بیرغ سره د ملت روح او روان تړلی، هر څوک یې چې پر ضد څرګندونې کوي ، د ملت له کرکې سره به مخامخېږي. نويو چارواکو ته په کار ده چې خپل ملت درک کړي ، د ګواښونو ، اخطارونو او زور کارونې پر ځای باید د ملت ملي ګټې او غوښتنې په پام کې ونیسي. دا متل خو به ټولو اورېدلی وي چې په زور کلي نه کېږي، خو که بیا هم څوک د زور کارول د خپلې خبرې مصداق ګڼي ، نو تر ځان وړاندې زورور دې یو ځل بیاله نظره تېر کړي. د خوست عام ولس ته د ملي بیرغ د ټولولو په باب د درې ورځني مهلت او اخطار پر ځای به ښه دا وای چې پنجابي پوځ ته اخطار ورکړل شوی وای چې په درې ورځو کې باید د ډیورند پر کرښه ټول غځېدلی اغزن تار راټول کړي.یو واکمن ته نه ښايي چې خپل مظلوم ، بې وسلې او بې وسیلې ولس ته د ګواښ کرښه راکاږي. نوي حکومت ته لا ډېر نور کارونه پاتې دي، تر ټولو وړاندې ملي او ولسي مشروعیت دی او تر څنګ یې قانونمندي ده. که چېرې ټولنه قانونمنده شي، هر څوک بیا د خپل صلاحیت په چوکاټ کې خپل نظر څرګندولای شي. ملي بیرغ د خپل پخواني مسیر او ارزښت په تعقیب د خپل وخت یوې لویې جرګې منلی او تایید کړی او یوازې د خپل وخت یوه بله لویه جرګه د دې حق او صلاحیت لري چې د ملي بیرغ په باب قانوني پرېکړه وکړي. که د وخت هر چارواکی د لویو ملي مسایلو په باب له داسې ګواښونو او اخطارونو ډکه ژبه کاروي، نو برخلیک به یې هماغه شان شي چې تر دې وړاندې چارواکي ورسره مخ شول. ګرمه مړۍ د سړي ستونی سوزوي ، یو څه سړه خوړل په کار دي.»

نومیالي محقق او د علومو اکاډمۍ غړي استاد حبیب الله رفیع د یو شمېر نورو افغانانو په څېر د ملي بیرغ په هکله په یوه ویډیو کې خبرې کړي دي.

ویل کیږي چې د یوه هېواد ملي بیرغ د یوه بل هېواد د تجاوز په نتیجه کې بدلول کیږي، خو دا لا معلومه نه ده چې طالبان چې ځانونه مستقل افغانان بولي، په کوم دلیل د افغانستان ملي بیرغ او هغه هم له کومې ملي اجماع، چې په افغانستان کې لویه جرکه ده، پرته بدلوي.

په افغانستان باندې په ۱۳۵۸ کې د شوروي اتحاد د مستقیم او په ۱۳۷۱ کې د پاکستان د غیرمستقیم تېري په نتیجه کې د افغانستان په ملي بیرغ کې دغه ډول بدلونونه رامنځته شوي وو.

طالبانو د روان کال د زمري په میاشت کې د افغانستان د جمهوري نظام له نسکورولو څخه وروسته د ماشومانو په شمول یو شمېر کسان د ملي بیرغ د پورته کولو له امله ووهل او حتي ووژل، خو په عین وخت کې یې خپل یو عسکر چې په تورخم کې یې له یوې پاکستانۍ لارۍ څخه د پاکستان بیرغ ښکته کړی وو د سزا وړ وباله، او له هغه هېواد څخه یې په رسمي توګه بخښنه وغوښتله.‌

4 COMMENTS

  1. د کنړ والی ( حرامی عمری ساب ) د د پاکستان لخوا یوه ویشتلې سوې غوَښَنه او هډوکَنه توغندۍ ده کوم چی د ملی احساساتو او روحیاتو په ګڼه ګوڼه بازار کی ئې اصابت کړئ او معنوی وینی ئې توی کړی دی.

  2. که په بیرغ کې کلیمه ای طیبه وي داخو په ملي بیرغ کې هم شته . هلته د کلیمې ترڅنګ محراب او منبر هم شته . رنګونه یې هم اسلامي دي .
    تور بیرغ هم د اسلام او مسلمانانو سمبول دی .
    سور علاوه پردې چې د وطن او اسلام په دفاع کې د افغانانو د شهادت او پاکې وینې سمبول دی ، په ډېرو نورو هېوادونو خصوصا کله چې له افغانستان او ایران پرته پر ټوله اسلامي نړۍ د عثماني ترکې امپراتورۍ واکمنه وه ، هغوی تر نن پورې سور بیرغ ساتلی دی .
    زرغون د ګران او محبوب پیغمبر د مبارکې روضې ترڅنګ ، د ډېرو افغاني اسلامي تنظیمونو د جنډو رنګ او همدا راز د زراعتی افغانستان نښه هم ده .
    اما سپین په پاکستاني بیرغ کې د غیر مسلمانانو موجودیت نښه ده او د مسلمانانو لپاره یې شین رنګ انتخاب کړیدی .
    د اسرائیلو بیرغ هم سپین رنګ لري .
    نو پدې اساس زمونږ درې رنګه بیرغ تر ټولو اسلامي ، ملي او د ګران افغانستان د ورونو خلکو او اوسېدونکو د وحدت ، قوت او ویاړ نښه ده .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب