پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeخبرونهاوکراین د خبرو لپاره د پوتین وړاندیز رد کړ، خارکیف ښار یې...

اوکراین د خبرو لپاره د پوتین وړاندیز رد کړ، خارکیف ښار یې بېرته ونیوه

تاند (یکشنبه، د حوت ۸ مه) د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي د بیلاروس په پلازمېنه مینسک کې د خبرو لپاره د روسیې د ولسمشر ولادمیر پوتین وړاندیز رد کړ، ویې ویل چې بیلاروس په جګړه کې له روسیې سره ولاړ دی.

ده نن (یکشنبه/ د فبرورۍ ۲۷) په یوه ویدیويي پیغام کې زیاته کړه:«موږ سوله غواړو، غواړو چې درسره ووینو، غواړو چې جګړه پای ته ورسوو. وارسا، بوداپست، استانبول، باکو مو روسیې ته وړاندیز کړي. کېدای شي د کوم بل هیواد هر ښار وي خو په هغه خاوره کې خبرې نه کوو چې له هغه څخه زموږ پر خاوره راکټونه راورول کېږي.»

په عین حال کې راپورونه وايي چې روسي ځواکونه خارکیف ته ننوتي او د ښار په ګڼو برخو کې له اوکرایني ځواکونو سره په سخته جګړه کې ښکېل دي.

د اوکراین د دوهم ستر ښار خارکیف والي وايي چې روسي ځواکونه په خارکیف کې ځپل شوي دي.

د خارکیف والي سینګوبوف په ټولنیزو رسنیو کې په یوه پیغام کې ویلي چې «خارکیف په بشپړ ډول زموږ په لاس کې دی؛ وسله وال پوځ، پولیس او نور دفاعي ځواکونه په تصفیوي عملیاتو بوحت دي. ښار د دښمن له وجوده په بشپړ ډول پاکېږي.»

د روسیې د حملې په وړاندې د اوکراین د ملاتړ لپاره جرمني او ۷ نورو هیوادونو اعلان کړی چې اوکراین ته وسلې لیږي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن د خپل هیواد د بهرنیو چارو وزارت ته ویلي چې د ۳۵۰ ملیون ډالرو په ارزښت اوکراین ته نورې وسلې ورکړي.

اوکراین د روسي الوتکو په وړاندې د سټینګر توغندیو او دغه راز د جاولین ټانک ضد راکټونو غوښتنه کړې ده.

پر اوکراین د روسیې د حملې په غبرګون کې د امریکا او کاناډا د الکولي څښاک یو شمېر پلورنځیو د روسیې پر ودکا بندیز ولګاوه او ویلي یې دي چې نور به ودکا ونه پلوري.

له بلې خوا پرون امریکا، کاناډا او بریتانیا اعلان وکړ چې د روسیې د مرکزي بانک شتمنۍ کنګل کوي.

اټکل کېږي چې د روسیې شاوخوا ۶۳۰ ملیارد ډالره شتمني له دغه هیواده دباندې ده. بندیز به د دې سبب شي چې روسیې له خپلې بهرنۍ اسعاري زېرمې بې برخې او په راکړه ورکړه کې له جدي ستونزو سره مخامخ شي.

ملګري ملتونه وايي چې تراوسه پورې ۳ لکه ۶۰ زره اوکراینیان کډواله شوي دي.

د ملګروملتود کډوالو د لویې کمیشنرۍ پر اساس، اکثره اوکراینیان پولنډ او نورو ګاونډیو هیوادونو ته تښتېدلي دي.

په پولنډ، چک جمهوریت، سلواکیا، هنګري او د ختیځو اروپا په نورو هیوادونو کې خلک د اوکراینیانو لپاره پیسې، خواړه او جامې ټولوي. یو شمېر عامو خلکو تیاري ښوولې چې اوکرایني کډوالو ته په خپلو کورونو کې ځای ورکوي.

د اوکراین حکومت وايي چې د روسیې له لوري د یرغل له پیل تراوسه لږترلږه ۲۱۰ ملکي وګړي وژل شوي او تر ۱۱۰۰ ډېر نور ژوبل شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب