دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهپه سپین بولدک او چمن کې سلګونه کسان د لارې پرانیستلو ته...

په سپین بولدک او چمن کې سلګونه کسان د لارې پرانیستلو ته انتظار باسي

تاند(شنبه، د حوت ۷ مه) د افغانستان او پاکستان ترمنځ په سپین بولدک کې د تېرې اوونۍ له جګړې راوروسته سلګونه کسان دواړو خواوو ته بند پاتې دي.

د راپورونو له مخي د پنجشنبې په ورځ / د فبرورۍ په ۲۴ مه / جګړه وروسته له هغه ونښته چې پاکستاني پوځیانو د طالب پوله ساتو له لوري پر دیورند کرښه د ازغن تار د شلولو په غبرګون کې پر طالبانو او نورو خلکو ډزې پیل کړې.

په دې جګړه کې د افغانستان خوا ته دوه تنه ووژل شول او ۲۷ نور ژوبل شول خو پاکستان د خپلو مرګ ژوبلو په اړه له څه ویلو ډډه وکړه.

په سپین بولدک کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سرحدي لار، چې د سیمې اوسېدونکي یې وېش بولي، لا هم بنده ده.

د پاکستان امنیتي چارواکو فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې دا لار نه یوازې د مسافرو بلکې د سوداګرو او تجارتي مالونو پر مخ هم تړلې ده.

د پاکستان یوه امنیتي چارواکي، د نوم د نه ښودلو په شرط فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې د قومي مخورو او مذهبي مشرانو په ګډون یو پلاوی جوړ شوی چې له طالبانو سره خبرې وکړي.

د فرانس پریس یوه خبریال د بلوچستان ایالت اړوند د چمن په سرجدي ښار کې سلګونه کسان لیدلي چې د دوو هیوادونو ترمنځ د تګ راتګ د دروازې پرانیستلو ته انتظار باسي.

په دې لار، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تګ راتګ یوه له دوو سترو لارو څخه ده، د ورځې سلګونه کسان تګ راتګ کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب