دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهامنیتي ځواکونو د ملا تره خېل په کور کې ډېره وسله موندلې

امنیتي ځواکونو د ملا تره خېل په کور کې ډېره وسله موندلې

تاند (شنبه، د حوت ۷ مه) عيني شاهدان وايي، چې د ط. البانو سرتېرو پرون د ولسي جرګې د پخواني غړي ملاتره خېل محمدي په کور چاپه اچولې او پايله کي يې ګڼې وسلې ترلاسه کړي دي.

د ط. البانو حکومت تراوسه پورې د ملاتره خېل له کوره د ترلاسه شويو وسلو د اندازې په اړه څه نه دي ویلي.

ط. البانو له تېرې ورځې راهيسې د کابل په ګڼو سیمو کې چاڼيز عمليات پيل کړي چې موخه يې د جنایي جرمونو په تور د تورنو کسانو نيول ياد کړي دي.

د طالبانو د حکومت ویندوی ذبیح الله مجاهد په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو او د ملي امنیت (استخباراتو) ځواکونو د دې ګډو عملیاتو قومانده د دفاع وزارت د مرستیال ملا فاضل مظلوم په غاړه ده.

د ښاغلي مجاهد په وینا د دغو عملیاتو هدف د هغو برمته ګرو، مجرمانو او اشرارو نیول او له منځه وړل دي چې مخکې تر مخکې د طالبانو له لوري پېژندل شوي او تر تعقیب لاندې دي.

مجاهد دا هم ویلي چې له ډېر احتیاطه به کار اخیستل کېږي چې د عملیاتو په ترڅ کې عام ولس ته زیان وانوړي.

ملاتره خېل د کابل په ختيځ پلچرخي سيمه کې اوسېده چې د راپورونو له مخې د جمهوريت پرمهال يې ګڼې دولتي ځمکې غصب کړې دي او په نورو ناقانونه کړنو کې يې لاس درلود.

تره خېل د ملي شورا د ولسي جرګې په پنځلسمه دوره کې د کوچیانو استازى و.

5 COMMENTS

  1. لنډغراان، زورواکی او د ځمکو غصب کوونکی به په هر ځای کی خپله سزا وینی، دطالیبانو دا کار د ستاینی وړ دی.

  2. دغه کوچی سپږن وحشي لڼډغر د اشغال د ناسور زخم یو پړسیدلی جراسیم دی باید د خلکو له وینو تش شي سزا ورکړل شي. د غني بوین جمبوریت کی خو غله لوچکان لڼډغه غر وکیلان د خلکو مالکان او کورنه وسله کوټونه وو .
    ط یی باید د پښتون تاجک هزاره اوزبک بل ټرټ ولغت لڼډغر فرق ونه کړي، ریښي یي وباسي ددوی نسل و غ

  3. باید لکه الله ګل مجاهد د کمرو مخی ته دی خره ته سزا ورکړل شی. ډیر ظلم یی هم کړی. وایی د موټر د پلیټ نمبر کی یی د ۳۹ عدد وو کوم چا وویل چی د تره خیل موټر هم ۳۹ دی وایی چی هغه کس یی د خلکو تر مخ د ښار منځ کی په مرمی شهید کړ. دا حرامی له ۳۹ هم بدتره دی. په دولسمی ناحیه یی فیرونه وکړل، د احمدشاه بابا مینی کی په دوم چهاراهی کی په سلګو غرفی د سړکونو غاړې ته یښی په خپل زور او په کرایه یی ورکړی. د ناحیی ښار والی ونشو کړای چی دا غرفی لری کړی. غرونه او دشتی یی چور کړی هر څوک چی د پل چرخی له ساحی له غره څخه تشږه وباسی بس د تره خیل نفر ورته نیغ ودریږی چی واچوه پیسې.

  4. موږه او تاسو غله او غاصب مفسد وکیلان لکه حاجی ظاهر الله ګل او ملا تره خیل او نور ملامتوو او وایو چی حکومت مفسدو . ورڼو راځئ لږ انصاف وکړ نو وکیل خو دخلکو له خوا انتخاب کید وزیر به دولسمشر له خوا ټاکل کید شورا تایید کاو ملامتی یی په ولسمشر راتله خو وکیل د خلکو له خواو نو داسی ښکاری چی هم ملت چندان ملت نه و بی خبره او پټې سترګی و او هم دولت دکار نه و د دواړو مزه ګی نه وه ، وکیلان او ملی شورا د ملت هینداره وی . دا ملا تره خیل د پلچرخی او ارزان قیمت دخلکو هنداره وه او الله ګل د ده سبز او اوتخیلو اوس یی نو قضاوت وکی. دایکندی، غرب کابل او بامیان ډیر پاک او هوښیار سړی وکیل کړی و هغه رمضان بشردوست نومید. خپه مشئ حقیقت به وایو حکمت سم نه و خو موږ هم چندان دکار نه یو .

  5. وحید وروره: د افغانستان مظلوم او بی وسلی اولس او خلک ځکه ملامته نه دی، چه د سلو خواو محاصره، عاجزه او بی توانه وه. حکومت او امریکایانو به د طالب، داعیشی، دهشتګر او په نورو ورته نومونو نیول بیا به یی شکنجه، زندانی او قتلول. آو پدی اخیرو کلونو کی افغان امریکایی ډوله وحشی د صفر 1.2.3. او 4 په نوم نامعلومه مخ پټو کمانډو عسکرو خو هره شپه د بی ګڼاه خلکو په کور داسی بی رحمه وژنی شروع کړی چه سپینګیری، ماشوم او زنانه به یی بی پوښتنی وژل.
    همداسی طالیبانو، داعیشیانو او پنجابیانو به د کافر، افغان عسکر، مامور، محصل او ژورنالیست په نوم وژل.
    ملت ځمونږ محاصره وه، ملت ځمونږ بی اسلحی وه، ملت ځمونږ د وکیلانو او زورواکانو لخوا تهدید او وژل کیدل. او هغه ملت چه سرمایه داره وه هغوی خپل ځانونه بهر ته وویستل.
    رمضان بشر دوست ته په کابل کی د ټولو ولایاتو خلکو رایه ورکړیده، نه ځانته هزاره ورونو.
    هزاره ورونو په کابل کی غلام حسین ناصری ته د وکیل کیدو رایه ورکړه، وکیل ناصری د خپل دوربین داره ټوپک او علی پور سره هزاره جات ته ولاړه او هلته یی کوچیان او د کوچیانو څاروی وویشتل. پارلمان کی کوچيانو چغی پورته کړی چه برحاله وکیل سره د خپلو لنډغرانو دبی ګڼاه کوچیانو ماشومان او څاروی په رڼا ورځ په بی رحمی سره وژنی او څوک یی مخه نه نیسی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب