تاند: ( شنبه، د کب اوومه) د غزني د مرکز عشرت سیمه کې د طالبانو د حکومت ځواکونو یو انسان تښتوونکی نېولی.
د طالبانو په يوه اعلاميه کې راغلي، چې د دغه تښتونکي له منګولو یې یوه کوژدن شوې جلۍ آزاده کړې ده.
سرچينې په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.
څه موده مخکې د غزني په اندړو ولسوالۍ کې هم يوه تښتول شوې نجلۍ د تښوونکو له منګولو ازاده شوې وه.
د طالبانو له واکمنیدو سره په افغانستان کې د انسان تښتونې پېښې زیاتې شوي، خو طالبانو یې د ګڼو عاملانو د نیولو خبر هم ورکړی.