سه شنبه, اکتوبر 8, 2024
Homeخبرونهطالبانو په خوست کې د ملي بیرغ د پورته کولو پر ضد...

طالبانو په خوست کې د ملي بیرغ د پورته کولو پر ضد خبرداری ورکړ

تاند (شنبه/د حوت ۷مه) په خوست ولایت کې طالبانو خبرداری ورکړ چې هیڅوک نه شي کولی چې له درې ورځو وروسته د افغانستان ملي بیرغ په خپل کور، دوکان، موټر، بایسکل … باندې ولګوي.

دا خبرداری یوه طالب مشر چې ویل کیږي د خوست لپاره د طالبانو والي دی، په یوه ویډیويي پیغام کې ورکړی دی، خو دا لا معلومه نه ده چې آیا مرکزي حکومت ورسره یوه خوله دی که نه دی.‌

د افغانستان درې رنګه بیرغ چې تور، سور او زرغون رنګونه لري په ۱۹۲۸ کې د غازي امان الله خان له وخت راهیسې د افغانستان ملي بیرغ دی چې په محراب او منبر ښکلی شوی او د پخواني ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ پر وخت لویې جرګې طیبه کلمه هم پرې ورزیاته کړه.

ویل کیږي چې د یوه هېواد ملي بیرغ د یوه بل هېواد د تجاوز په نتیجه کې بدلېږي خو دا لا معلومه نه ده چې طالبان په کوم دلیل د افغانستان ملي بیرغ او هغه هم له کومې ملي اجماع، چې په افغانستان کې لویه جرکه ده، پرته بدلوي.

طالبانو د روان کال د زمري په میاشت کې د زور له لارې د افغانستان د جمهوري نظام له نسکورولو څخه وروسته د ماشومانو په شمول یو شمېر کسان د ملي بیرغ د پورته کولو له امله ووهل او حتي ووژل، خو په عین وخت کې یې خپل یو عسکر چې په تورخم کې یې له یوې پاکستانۍ لارۍ څخه د پاکستان بیرغ ښکته کړی وو د سزا وړ وباله، او له هغه هېواد څخه یې په رسمي توګه بخښنه وغوښتله.‌

8 COMMENTS

  1. ابوبکر متقي یې وايي چې اساسي قانون پخپل ځای دی او څوک یې د بدلولو صلاحیت نلري او یوازې د جمهور ریس او پارلمان اړوند مواد یې معطل دي خو دا ښاغلی یې پر ملي بیرغ بندیز لګوي ۔ ابۍ ټول بۍ ۔

  2. همدا تش په نامه ملي بیرغ د سقو د زوی په وخت کې بدل نشو؟ د داود خان په وخت کې بدل نشو؟ همدا ملي بیرغ د ثور د کودتا څخه وروسته بدل نشو؟ همدا ملي بیرغ د کارمل په وخت کې بدل نشو؟ همدا ملي بیرغ د نجیب په وخت کې بدل نشو؟ دا بیرغ رباني بدل نکړ؟ طالبان هم حق لري چې بیرغ بدل کړي. نران شئ واک په زور ونیسئ او بیا خپل بیرغ ورپوئ. بیرغ خو د قران آیت نه دی چې نه بدلېږي. د دې څخه مغرضین لویه مسئله جوړوي. نور ډېر مهم مسائل دي چې باید پاملرنه ورته وشي. ملي بیرغ ښه دی که اشغال او د لنډغرو شتون؟ امنیت ښه دی که دا احساساتي حرکات چې هله ملي بیرغ داسې شو او هغسې شو. ټول چټیات او چټیات، خدای مو خوار کړه بې احساسه خلکو۰

  3. چي د تور، سور، او زرغون بیرغ سپکاوی هر څوک کوي رب المتعال به یې خوار، نابود او ذلیل کړي، که طالبان غواړي چي امارت یې دوام وکړي نو د ملي بیرغ درناوی دي وکړي چي اسلامي او ملي احساس یې قوام او دوام پیدا کړي، طالبان یو ملي افغاني تحریک وو خو افسوس چي دوی د بل په لمسون د ملي بیرغ سره د کمونیستانو په څېر چلند کوي، والسلام مع الإكرام

  4. In order to destroy the Identity and even existence of a nation, at least 3 steps need to be taken:
    1.Alter, reduce or eliminate the name such as Emarat
    2. Replace the identity symbol of a nation which is the flag.
    3. Reject the fundamental concept of a nationhood, completely subsiding universal legitimacy concept of one vote per one adult

  5. “محمد
    همدا تش په نامه ملي بیرغ د سقو د زوی په وخت کې بدل نشو؟ ”
    Please think DEEPER:
    you are referring to the shape and colors of the flag which is normal
    The concept now is changing the nationhood flag to ideological flag. it is 2 different concepts!

  6. اسلامي امارت
    اسلامي امارت دې يوځلې خپله ملي – اسلامي صبغه جوته کړي. پاکستان چې دوی يې له 1990 څخه راوزېږول چې په هغه وخت کې به نصيرالله بابر او حميد ګل د شپې راتلل او په اکوړي مدرسه کې به يې له مولوي سميع الحق سره پټې پټې خبرې او د شپې مجلسونه کول او د طالبانو په نوم حرکت يې شروع کړ چې طالبانو ته په هغه وخت کې به هر چېرې چې تلل راتلل، نو د بس کرايه به ورته نيمايي وه. دا يې هغه وختي د هګيو راټولو او شاربلو وخت وو. له هغه وروسته بيا طالبان په کندهار کې راپيدا شول او د نصيرالله بابر کاروان چې هغه وخت کې بې نظيره ترکمنستان تلله او له ځان سره يې د پاکستان محصولات په تېره بيا امونه وړل او دا کاروان بايد له بې نظيرې د ورتګ سره سم او يا له هغې مخکې وررسېدلی وای چې طالبانو هغه د کاروان د ساتنې دنده درلوده.
    د ښاغلي کرزي پلار لا ژوندی وو او کرنيل امام هغه ټکي ته پخپل کتاب ((د افغانستان د جهاد داستان)) کې هم اشاره کړې ده.
    طالبان د پنجاب پيداوار دی چې له دې هېڅ ځان نه شي خلاصولی او په اصل کې د برتانيا د جيک سټرا https://en.wikipedia.org/wiki/Jack_Straw پيداوار دی.
    د رئيس الوزراء په لومړي پيغام کې چې کړی يې وو دا خبره شته او هلته يې ويلي وو ((موږ خو داسې انګېرله چې موږ به د واک د ترلاسه کولو وروسته له خلکو او نړيوالو په پراخه کچه تقديريږو او خلک به مو ښه راغلاست ووايي، خو له بده مرغه چې هېڅ ونه شو او ان تر دې چې دې خپلو اسلامي ملکونو خو موږ پېژندلی وای.))
    که دوی هماغه پاکستان ته د مسلمان په توګه منظور وای، نو له شل کلنې ساتنې سره چې وسله او کارتوس، البسه، روزنه او پيسې يې ورکولی او د جهاد په نوم يې افغانستان ته رالېږل، نو که دوی ورته مسلمانان ښکاري، نو نن خو دې يې په رسميت وپېژني.
    ولې يې نه پېژني؟
    دوی دې خپله مسلماني او اسلاميت يو ځلې له هماغه مردار پاکستان سره ثابت کړي او جروبحث وکړي بيا دې ملي بيرغ په تړاو سوچ وکړي. دوی ته چا رايه ورکړې او چا انتخاب کړي دي؟ که ولس، نو ولس خو رايه نه ده ورکړې او له رايه پرته خو مشروعيت ثابتولی نه شي. او که ټاکنې مشروع نه بولي، نو دوی خو هم د مشروع ليارې نه، بلکې له نامشروع او د زور او هغه هم د يوې دوکې په صورت کې چې ان هغه د کودتا حکم کې هم نه راځي، نو څنګه مشروعيت ثابتولی شي. بيا له هغه وروسته حق لري چې قانون بدل او له قانون سره سم ملي بيرغ بدل او خپل پنجابی بيرغ ودروي. پنجابی بيرغ خو موږ نه منو.

  7. ستاسو ښځی غی خرکُسو. هغه بیرغ چی آی اس آی ور څخه ویره لری، هغه بیرغ چی د پښتونو غورزنګ یی ځان سره لیږده وی هغه بیرغ کله دوی د هیرا منډی تولیدات زغملی شی. ستاسو ښځه غی لا له سپین بیرغ سره.

  8. دو ګوناه نیشته
    دو ته خبل بادار امر کوړی دی، ددو بادار پنجوب دی، دوی دپنجوبیانو نوکران،
    دو شورم نو لری، دوی غیروت نو لری، دو انسونا نه دی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب