جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهچین: افغانستان له ګډوډۍ څخه د نظم په لور روان دی

چین: افغانستان له ګډوډۍ څخه د نظم په لور روان دی

تاند(شنبه، د حوت ۵ مه) د چین د بهرنیو چارو وزارت وویل، چین به له افغانانو سره همکارۍ ته دوام ورکړي او په نړیواله ټولنه کې به د افغانستان له بېرته یوځای کولو او د دغه هیواد له پرمختګ سره مرسته وکړي.

د چین د باندنیو چارو وزارت ویندوی وانګ وینبین دا خبره پرون (جمعه) په پیکینګ کې یوې خبري غونډې ته د افغانستان د سوله ییزې بیارغونې په اړه د چین د دریځ په تړاو د یوې پوښتنې په ځواب کې وکړه.

ده زیاته کړه: «افغانستان له ګډوډۍ څخه د نظم لور ته د تګ په یوه حساس پړاو کې دی.ِ»

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویندوی همداراز وویل چې افغانانو ته یو تاریخي فرصت برابر شوی چې خپل برخلیک په خپل لاس کې واخلي او د پرمختګ داسې لاره خپله کړي چې د دوی له ملي واقعیتونو سره سمون لري.

ده دا هم وویل چې افغانستان په اوس وخت کې له بشري، اقتصادي، تروریریزم او حکومتولۍ په شان ننګونو سره مخامخ دی چې لا ډېر نړیوال ملاتړ ته اړتیا لري.

وانګ وویل، چین به د تل په شان د افغانستان د خلکو په اړه دوستانه پالیسۍ ته دوام ورکړي او د افغانستان خپلواکۍ، ملي حاکمیت او مځکنۍ بشپړتیا ته درناوی کوي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویندوی د خپلو خبرو په پای کې وویل چې هیواد به یې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي.

د سیاسي چارو د کتونکو په باور چین د اقتصادي ګټو په خاطر د نورو هیوادونو په د نظامونو او ایدیالوژیو کار نه لري او نه ورته مهمه ده چې په کوم هیواد کې د بشري حقونو سرغړونه کېږي او که نه کېږي خو له دې سره سره چې اوس د نړۍ دوهم ستر اقتصاد دی، د لوېدیځو هیوادونو په شان له نورو هیوادونو سره په خلاس لاس مرسته نه کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب