یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهکابل کې د کورونو د پلټنې دوام، د ناقانونه وسلو د سپارلو...

کابل کې د کورونو د پلټنې دوام، د ناقانونه وسلو د سپارلو غوښتنه وشوه

تاند: ( شنبه، د کب اوومه) ‏‏‏د طالبانو کورنيو چارو وزارت په کابل ښار په کې د کور په کور پلټنو له دوام سره هم مهاله، د یادو عملیاتو په اړه وضاحت ورکړی.

د‌ وزارت د اعلامیې له مخې، په کابل ښار کې د خلکو د خونديتوب په موخه تصفیوي عملیات روان دی.

طالبان وايي دا عملیات د ګذر د وکیل او د جومات د ملا امام سره په مشوره او د هغوي په حضور کې ترسره کيږي.

طالبانو خلکو ته په ورکړي پیغام کې ویلي:که احیانا ستاسې کور ته د ګذر د وکیل او ملا امام له حضور پرته څوک د مجاهد په نوم درغلل‏د کورنیو چارو وزارت د امنیت داخلي د قطعې سره فورا اړیکه ونيسئ.

سرچينې دغه راز ویلي، چې که د چا سره ناقانونه وسله وی مخکې له دې چې ورسره ونیول شي همدې شمیرو ته دې زنګ ووهي او وسله دې ورته وسپاري.

دا څرګندونې په داسې حال کې دي، چې په کابل ښار کې پیل شوي دغه عمليات له مختلفو غبرګونونو سره مخ شوي دي.

ځینو خلکو د عملياتو هرکلی کړی او د جرمونو او نا امنۍ په مخنيوي کې یې ګټور ګڼلی، خو ځینو نورو بیا په عملياتو کې د طالبانو د ناوړه چلند او خلکو ته د سپکاوي ادعاوې کړي دي.

ورسره، طالبانو بيا د ځینو ښځينه امنيتي ځواکونو عکسونه خپاره کړي او ټینګار کوي، چې عمليات یې د هغوی په همکارۍ پیل کړي دي.

په ځینو راپورونو کې د دغو عملياتو پر مهال د طالبانو لاسته د پریمانه وسلو د ورتلو خبر ورکړل شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب