استاد گلزمان خپلې اوښکې تویول بند او خپل غږ له ځان سره یووړ
د استاد گلزمان د هنري ژوند زېرمتون ته که سر ورښکاره کړو، هلته لېدل کېـږي چې د ده د وطني یا ملي ترانو تله ډېره درنه ده. گلزمان توانیدلی دی چې د همدې ملي ترانو له لارې د خپلو هېوادوالو، په تېره د نوي نسل د ذهن په کرونده کې د وطن د مینې زړی وکري، هغوی ته د وطن ارزښت تشریح او د وطنپالنې درسونه وړاندې کړي، نو بېځایه به نه وي چې وویل شي: استاد گلزمان د حماسي او وطني سندرو تر ټولو برلاسی او مخکښ سندرغاړی و.
(آصف بهاند)
————————————
د بېشمېره ستاینلیکونو او گڼشمېر مډالونه گټونکی هنرمند، هغه څوک چې کوراکور یې خوښي ویشله او هر زړه ته یې ارامتیا ورکوله، نور نو نه پر خپل غربت باندې اوښکې تویوي او نه هم له کوم چا نه د ده په حق کې د کړو جفاگانو شکایت کوي، گلزمان خپلې اوښکې بندې او د شکایتونو پیټی له ځانسره واخیست او د خدای دربار ته ورروان شو. میډیا د سندرغاړي، مصنف او کمپوزیتور استاد گلزمان د مړینې خبر خپور کړ.
د استاد گلزمان د هنري ژوند زېرمتون ته که سر ورښکاره کړو، هلته لېدل کېـږي چې د ده د وطني یا ملي ترانو تله ډېره درنه ده. گلزمان توانیدلی دی چې د همدې ملي ترانو له لارې د خپلو هېوادوالو، په تېره د نوي نسل د ذهن په کرونده کې د وطن د مینې زړی وکري، هغوی ته د وطن ارزښت تشریح او د وطنپالنې درسونه وړاندې کړي، نو بېځایه به نه وي چې وویل شي: استاد گلزمان د حماسي او وطني سندرو تر ټولو برلاسی او مخکښ سندرغاړی و.
استاد گلزمان پښتو فولکلوریکي موسیقۍ ته دومره کاروکړ چې ډېرې ښکلې او هېرې فولکلوریکې سندرې یې په داسې انداز کې وویلې چې له مړینې یې وژغورلې او د تل لپاره یې د افغانستان او نړۍ د سندرو په ارشیف کې یو ځانگړی ځای ورته پیدا کړ.
دا لاندې لنډۍ هسې نه ده تخلیق شوې، د استاد گلزمان په غږ او هنر کې همدومره قوت او ښکلا شته وه چې کومې پښتنې پېغلې به دا لنډۍ د زړه د اواز په توگه تر خولې ورته راایستلې وي:
زه په رادیو میینه نه یم
زه د رادیږ په گلزمان میینه یمه
موږ د استاد گلزمان ترمړینې پورې نه وو توانېدلي چې د خپل وطن د هنر او فرهنگ د دې حقداره نومیالي او د سندرو د دنیا د دې بلبل بیوگرافي په میدیا کې خپره کړو او د ده د پرباره ژوند اړخونه روښانه او د گڼو هنرونو د ارزښت په باب یې څه ووایو، د نورو دې کور ودان وي چې په فارسي ژبه یې د استاد گلزمان ډېره لنډه او گوډه ماته بیوگرافي په ویکیپېدیا کې خپره کړې ده، دا یې متن دی:
«گلزمان
از ویکیپدیا، دانشنامهٔ آزاد
گلزمان در سال ۱۳۱۸ در ولایت پکتیا زاده شد. او آوازخوان مشهور ولایت خوست است. علاوه بر آهنگسرایی نوازنده و آهنگ ساز نیز است. در سال ۱۳۴۳ با رادیو کابل همکاری را آغاز نمود. گل زمان در سال ۱۳۶۱ جایزه آهنگسرای درجه دو در سال ۱۳۶۲ جایزه آهنگساز درجه یک را در افغانستان بدست آورد. گل زمان بیشترین آهنگهای پشتو را در رادیو افغانستان خوانده است. به صدای او بیش از ۸۵۰ آهنگ در آرشیو موسیقی رادیو افغانستان و بیش از هشتاد آهنگ در آرشیو تلویزیون ملی افغانستان موجود است.»
د همدې کرښو د لیکلو په ترڅ کې د استاد گلزمان له یوې لنډې بیوگرافۍ سره مخ شوم چې د پوهاند صاحب دودیال په قلم تازه لیکل شوې او د ده د مړینې په پار پر لیکه شوې ده. دا بیوگرافي به هم د استاد گلزمان هنري خدمتونو په پار او د دې مقالې د لا غنا په پاره راواخلم:
د استاد ګلزمان لنډ ژوندلیک
ارواښاد استاد گل زمان په ۱۳۱۶ ل.= ۱۹۳۷م. کال کې د خوست د اوسنی ولایت دعلیخیلو د ولسوالی د “چینه ” کلی سیمه کې نړۍ ته سترګی پرانیستی او وروسته بیا په ۱۳۴۳ل. کال کابل ته راغی. هغه له ځلمیتوب څخه ټنګ- ټکور سره مینه لرله ، په څوارلس کلنۍ کې یې له خپلو دوو مشرانو وروڼو؛ امان الله او مشعل سره په خپله سیمه کی هنری فعالیتونه پیل کړل. مشرانو ورڼو یی یوه طبله او بل باجه(هارمونیه) غږوله. په دې ډول سره د دوی هنری ډله پوره وه. کله یې چې راډیو ته مراجعه وکړه، دخپل ښه استعداد له مخې ومنل شو. په کابل راډیو کې یې لومړنی ثبت شوی محلی سندره داسی ده:
آی ! غونډې منډې – دا تورې زلفې جوړی که په ټنډې – له باغه ګلان راوړه
وروسته ترهغه یی دافغانستان په راډیو او تلویزیون کې تر ۸۵۰پورې سندری ثبت او ضبط شوی دي. په ملی تلویزیون کې یې همدا اوس ۸۰سندرې شته. له ثبت شویو سندرو سره یی ټولی ۲۰۰۰سندری ویلی دی. یعنی ټولی د رادیو ارشیف کی نشته، بلکی تر نیمایی لږ کمی یی د ثبت او ضبط په بڼه لرو.
استاد گل زمان په ۱۳۶۱ل. کال کې په سندرو ویلو کې دوهمه درجه جایزه ترلاسه کړه او په ۱۳۶۲ل. کال یی دسندرو په کمپوز کولو او طرز جوړلو کی دوهمه درجه هنری جایزه ترلاسه کړی ده. د رادیو افغانستان ټولو هنرمندانو ورته ډیر درناوی درلود. زیاتره یی د شاګردی حیثیت لری او د دوی زیات شمیر سندری یی کمپوز کړی دی. له پخوانیو هنرمندانو برعلاوه؛ نوي نسل هنرمندانو ته هم ډیر ګران و او ورته درناوی یې درلود. آریانا سعید څه موده وړاند ی د خپل فیسبوک په پاڼه باندې داسې لیکلی و : ” یاد استاد گل زمان تا ابد از طریق آهنگ و خدماتش در موسیقی، زنده خواهد ماند”.
اوس یی د هنری فعالیت شپیته کاله کیږی. دغه موده کې یی زموږ د ملی فوکلور او ولسی سندرو په ژوندی ساتلوکی ډیر زیار ګاللی دی. هغه د افغانی ملی کلتور او فرهنګ دمعرفی او بهرنیو هیوادو کی د کنسرت ورکولو په موخه د افغانستان نورو هنرمندانو سره ډیر بهرنی سفرونه کړی و. نوموړی د چمبې( دایری) په برخه کی یواځنی هنرمند بلل کیږي، اما د هارمونیی استاد یی هم بولي. غږ یی ډیر سندریز او زړه ښکونکی و او حماسی سندرو کې بی جوړی و.
د ده د وینا له مخې: نوموړی د ځوانی په عمر، د سیمی څو مشرانو کابل راډیو ته معرفی کړ. هغه وخت یی ورور ورسره باجه غږوله، وروسته یی ورور وفات شو. نوموړی یوه خاطره کې ویلی و چې زموږ معاش هغه وخت ۶۰۰ افغانی و. لومړنی بهرنی سفر یی تاجکستان او بیا ازبکستان ته و. وروسته یې هندوستان، ایران، پولند، روسیی، منګولیا او آلمان ته هم رسمی سفرونه کړی دی، چې له غوره مډالونو او ستاینلیکونو سره راستون شوی و. دهیواد دننه یی دسروزرو، سپینو زرو او ژیړو(برنج) مډالونه ترلاسه کړی دی. دکوزې پښتونخا دپښتنو او بلوڅو د اوسیدو بیلابیلو سیمو کې ګرځیدلی لکه:
وزیرستان، واڼه، دیر اسماعیلخان، کوهاټ، کُرمه، کوټه، سوات او د خټکو علاقه. دافغانستان تقریباً ټولو ولایتونو ته تللی او خلکو یی ډیر ټود هرکلی کړی دی.
دموسیقی په برخه کې یې ټول ۴۱شاګردان روزلی دی. دهیواد دننه هنرمندانو څخه برعلاوه یې، د کوزې پښتونخوا هنرمندانو؛ میرمن ګلنار بیګم او هدایت الله ته یې هم کمپوز کړی دی. ده له محمددین زاخیل سره په راډیو کی د دیری او حجری مجلس هم تنظیم کړ. “دطاووس بڼکه” رادیویی پروګرام پروډیو سری هم کړی ده.
د ده یوه محلی خوږه سندره داسی ده:
شنه شنه دی خالونه
خیالی اوربل دی جوړ کړه ولونه ولونه
ځان درسره جوړکړه – دچم ژڼي توتیان نجونه بلبلی …
د کاکړی غاړی یوه بیلګه یی دا ده:
توره شپه ده، توره خونه
شین خالی نده معلومه
توره شپه به خدای سبا کړی
شین خالی به خدای پیدا کړی
دغه سندره یی د هر افغان په ژبه ده:
دا وطن ودان وطن دا د هر افغان وطن
دا پرمونږه ګران وطن
خاوره د غیرت ده زلزلی لری توفان لری –غرونو کی بازان لری
دا پرمونږه ګران وطن
ارواښاد استاد ګلزمان لس کاله مخکی د ملا په درد اخته شو، ترطبی جراجی اوعملیات څخه وروسته لږ څه روغ شو، خو بیا یی د لویدو له امله پښه ماته شوه، نو ځکه وروستیو کلونو کی په لکړه ګرځید.
استاد پنځه ویشت کاله مخکی د حج فریضه ادا کړی وه، تل به یی لمونځ کاو او جومات ته به ته. په ولس کی یی ډیر محبوبیت درلود، هیڅوک ورڅخه بده خاطره نه لری، یو بی آزاره ، متواضع او په ملی فرهنګ سمبال شخص و. استاد ګلزمان په وروستیو کې ناروغ و، د جمعی په ورځ چې د۱۴۰۰ل. کال د کب د میاشتی له شپږمی سره برابره وه، په کابل کی د۸۴کالو په عمر وفات شو(انالله وانا الیه راجعون). پاک پروردګار دی فردوس جنت ورته نصیب کړی.»
د استاد گلزمان پر مړینه باندې د ځینو برېښنايي پاڼو پیامونه، رپوټونه او د فرهنگیانو څو نظرونه او د خوا خوږۍ پیامونه:
«نامتو هنرمن استاد ګلزمان وفات شو
خبریال:
taand
فبروري 26, 2022
تاند (شنبه، د حوت ۷ مه) د افغانستان نامتو سندرغاړی استاد ګلزمان، چې له یوې مودې راهیسې ناروغ و، د ۸۴ کلونو په عمر وفات شو.
استاد ګلزمان په ۱۳۱۶ لمریز کال په خوست ولایت کې زېږېدلی او لومړی پلا یې په ۱۳۴۳ لمریز کال د افغانستان په راډیو کې سندرې پیل کړې.
د ده لومړنۍ سندره (غونډې منډې دا تورې سترګې جوړې کړې په ټنډې) وه.
ویل کېږي چې د افغانستان په ملي راډیو – تلویزیون کې د استاد ګلزمان نژدې ۹۰۰ سندرې ثبت شته.
ده کمپوزونه هم جوړول او ګڼ کمپوزونه یې نورو سندرغاړو ته هم جوړ کړي دي خو ډېر شهرت یې د فولکلوریکو سندرو او حماسي ترانو په خاطر ترلاسه کړی و.
ګلزمان په خپل ژوند کې د ډېرو نورو افغانانو په شان ډېرې لوړې ژورې ولیدې. د مجاهدینو له واک ته رسېدو او د خپلمنځي نښتو له پیلېدو وروسته پېښور ته لاړ خو د حامد کرزي له واک ته رسېدو وروسته بېرته کابل ته راغی خو په نوې دوره کې د دې لپاره چې حکومت د پخوانیو دورو په شان د هنرمندانو ملاتړ نه کاوه، ګلزمان له سختو اقتصادي ستونزو سره مخامخ و.
د استاد ګلزمان په مړینه ډېرو افغانانو خواشیني ښکاره کړې ده.»
افغان جرمن پورتال:
«د خواخوږئ او تسلیت پیام
په خواشینۍ سره مو د خپگان دا خبر تر لاسه کړ چې د افغانستان د موسیقۍ د بڼ یو بیساری بلبل استاد گلزمان له دې فاني نړۍ څخه کډه وکړه.
انالله و اناالیه راجعون
استاد گلزمان د افغانستان په موسیقۍ کې ځانگړی دریځ او خپل سبک درلود، ده سندرې ویلې، تصنیفونه یې جوړول او په کمپوز جوړولو کې یې ځانگړی مهارت درلود.
گلزمان په اوسني فرهنگي بهیر او په ځانگړي ډول د افغانستان په معاصره موسیقۍ کې د حساب وړ کارونه وکړل او شتمنه فرهنگي زېرمه یې نویو نسلونو ته د میراث په ډول پرېښوده.
موږ د استاد گلزمان مړینه، د افغانستان فرهنگي ــ هنري کړیو ته لویه ضایعه گڼو او په دې نظر یو چې دا تشه به تر ډېرو پورې ډکه نه شي.
افغان جرمن کاري تیم د استاد گلزمان له کورنۍ، لارویانو او د هنر له مینوالو سره په دې لوی ویر کې ځان شریک گڼي، استاد ته جنتونه او کورنۍ ته یې د لوی زغم هیله کوي.
افغان جرمن پورتال کاري ټيم»
نعمان دوست:
د کابل په شاه شهید کې د دوستانو یوه ورکشاپ کې ناست وم. یو کوریايي کرولا ډوله موټر راغی. عینکو والا سړی ترې راښکته شو، سترګو ته مې اشنا ښکاره شو او چې ښه مې یقین راغی؛ نو مخې ته یې لاړم. ما ویل:
استاذ ګل زمان؟
موسک شو: بلې.
ستړي مشي مو وکړل، ورته ویل مې: ستا غږ مې ډېر خوښیږي.
پر وچو شونډو یې لنډه موسکا ونڅیده او دې موسکا د ټولو هغو محرومیتونو کیسې وکړې، چې دلته یې دغه شان بې ازاره خلک لري.
خبر دی چې نن دغه شان یو محروم خو د سُر او تال شتمن انسان له دې بې قدره خلکو وکوچید او د تل لپاره یې پر خوله لاس کېښود.
له ده به څه پاتې شي، بس د هغه امریکایي شاعر *خبره؛
سندرې یې زمزمه کړې او کلونه وروسته به هم د ملګرو پر شونډو نڅیږي
ده،
غشی و نه ویشت چې د کومې تنکۍ څېړۍ په سینه کې ښخ پاتې شي.
الله دې وبخښي
——————
*
Henry Wadsworth Longfellow (February 27, 1807 – March 24, 1882)
مشهور شعر
Arrow and song»
مزمل هوتک:
«په افغانانو کې د ليکوال، څېړونکي، ښوونکي، هنرمند او بل هر فن کار او کسبګر قدر ډېر کم ليده شي.
په ژوند يې هيڅوک هم لاسنيوی لاڅه، چې خبرو ته يې نوبت هم نه ورکوي او کله، چې په ابدي سفر وکوچيږي بيا د هغه د فن کاری او ښه شخصيت نغارې غږوي حال دا، چې د کفن او خيرات پيسې به يې ډېرې په تکليف له ګاونډيانو پور کړې وي او د قبر کيندلو لپاره به يې يو متر ځمکه ټوله شين کمر وي او يا به د خوړ (سای) تر غاړه خاورو ته سپارل کيږي.
ښه مې په ياد دي، چې په دا وروستيو کې د ارواښاد ګلزما د ژوند ښه کولو لپاره ډېرې چيغې او سورې وشوې؛ خو د هنر مند ګلزمان دمه هيڅ راسه نشوه او ژبه يې هيڅ لمده نشوه.
موږ يې د دعا پوروړي يوو، نور لاسنيوی به يې هغه چا کاوه، چې نن په نورو لوبو سر دي.
روح يې ښاده
جنت يې ځای»
عبدالغفور لېوال:
د دېرې مجلس مالګه او د حجرې مجلس ډېوه نوره نشته.
د یوه نسل د خاطرو غږ،
اې وطنوالو!
تبریک مو ازادي شه
یا:
دا وطن ودان وطن
دا د هر افغان وطن.
او
وه وړې لیلو…
یو داسې سړی ولاړ، چې خوښي یې ویشله!»
عصمت قانع:
پښتانه دموزيک داوازونو ،غږونو او سورونو هر نالايق اولايق هستونکي ته ډم وايې
ډمتوب ورته کچه توب ښکاري
ډمتوب ورته ګناه ښکاري اوډم ورته بې حيا ښکاري
خونن يوهرمند وفات شو 88 کاله يې ژوند وکړ
نه يې مځکه غصب کړه او نه يې دپوډرو سودا ګري وکړه ، نه په قاچاقو کې ککړ شو نه يې را کيټونه وشغول ، نه يې قتلونه کولاى شواي او نه جنګونه
نه يې دډوډۍ دپيدا کولو لپاره له کوم سفارت سره جاسوسي وکړه او نه يې دګمرکونو دلالي وکړه
سندرې يې وويلي
داوطن ودان وطن دادلوى افغان وطن
بې بې شيريني زيړې ګلي
پر ګل غونډۍ دارغوان جوړي ميلې دي
نن وفات شو ممکن دقرضو په کفن کې ښخ شي
ځکه ډم وو او دوطن دشتمنۍ قرضداره نه وو
هندوانو دخپل فرهنګ غږ له لاسه ورکړ ملي ماتم يې ورته اعلان کړ
کيداى شي نن ډير پښتانه دګلزمان دوفات دخبر په اوريدو ووايې
ځه دده هغه دغه غيۍ دډم
داد تاريخ جبر دى او جبر نازولى دى
دهغه وخت په هيله چې جبر ونه نازول شي بلکه پرشاه وتمبول شي.»
محبوب شاه محبوب:
«یو ملنګ هنرمند
ارواښاد استاد ګلزمان د پښتو موسیقۍ یو نه هېرونکی نوم دی، د ژوند لویه برخه یې د پښتو موسیقۍ بډاینې ته وقف کړې وه.
پښتانه هنر خوښوي خو هنرمند یې نه خوښیږي ځکه خو زموږ هنرمندان د ژوندانه وروستۍ ورځې په لوی کړاو تېروي، استاد یې غوره مثال دی، ما یې د غربت او بې چاره ګۍ یو تصویر په یوه تلویزوني پروګرام کې کتلی و لا یې هم اوښکې نه شم هېرولی.
نه به بیا د ګل غونډۍ د ارغوان د میلې سندره زمزمه شي او نه به د تمبل له خواږه غږ سره د یوه سوي غږ یاقربان پورته شي.
روح یې ښاد»
همایون سخي:
«انا لله و اناالیه راجعون
از شنیدن در گذشت هنرمند خوش قلب و دوست داشتنی جناب استاد گل زمان عمیقاً متاثر و متأ سف شدم.
درگذشت ایشان ضایعه ی بزرگ فرهنگی و هنری برای کشور و هنردوستان است و جایش برای همیشه خالی خواهد ماند.
من در گذشت استاد گل زمان را به خانواده محترم و گرامی ایشان و تمام هم وطنان و هنر دوستان تسلیت می گویم از خداوند متعال برای ایشان رحمت واسعهٔ الهی و بهشت برین خواهانم
یاد و نام او در خاطر هنرمندان و هنر دوستان ماندگار خواهد بود.
همایون سخی»
فرهاد دریا:
«این مرد بزرگ را بیبهانه دوست میداشتم و برایم یکی از عزیزترین انسانهای بود که میشناختم. اما او دیگر با ما نیست. صدای او، اما هر بار که ارغوانهای گلغندی موج میزنند، در گوش جان ما طنین انداز خواهد بود … “په گُلغنډی د ارغوان جوړی میلې دي …”
دیروز “مُخی” ترک مان کرد و امروز استاد. نمیدانم این جاهای خالی را – این خالیهای پر درد را – چگونه میتوان پر کرد.
سوگمندانه
فرهاد دریا»
د استاد گلزمان روح دې ښاده وي،
جنت الفردوس يې ځای