یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+د اوکراین باتور مشر ولادیمیر زیلینسکي

د اوکراین باتور مشر ولادیمیر زیلینسکي

بیا پر مځکه باران اوري د اورونو
مځکه رېږدي له هیبته د ټانکونو

بیا له قهره د تزار سوځي ښارونه
بیا اوتر لېوني ګرځي اولسونه

نړیوال په رډو سترګو ورته ګوري
پر اوکراین د سرو سکروټو باران اوري

ړوند په سترګو عدالت او قضاوت دی
پر مظلوم او بېدفاع وطن قیامت دی

د باتور مشر وینا مي اورېدله
په وجود کي مي رګونه غورځېدله

ویل دغه مي مورچل دی دلته مرمه
وروستی څاڅکی مي د وینو تویومه

چي پر خاوره مي باران دی د بمونو
چي پر مېنه مي غوبل دی د اورونو

زه لا څوک یم چي له اوره ځان ژغورمه
په پردي کور کي جنت به لټومه

چي یې زه یمه قدرت ته رسولی
زه به ولي تر هغو یم نازولی

داسي پلار به ولي نن نه وي ښاغلی
چي زیلینسکي غوندي زوی یې زېږولی

خدایه کشکي یو رهبر خو مو لرلای
چي په نوم یې تاریخونه ځلېدلای

وای په بده ورځ کي مل د اولسونو
وای مرهم زموږ د ناصور د پرهارونو

نه چي خپل ښارونه سوځي په پردیو
وروڼه وژني د پردیو په ګولیو

غلامان یا د اورنګ یا د فرنګ وي
او برېتونه یې د ورور په وینو رنګ وي

بل غمخور نه لرو خدایه تاته ژاړو
خپل مېړه اولس ته خپل مېړونه غواړو

ټول وطن دي وای په خړو اوبو وړی
یو زیلینسکي دي پر موږ وای پېرزو کړی

موږ به څه کول زاړه افتخارونه
د پنځو زرو کلونو تاریخونه

خدایه کله به مو خپل خزان بهار سي
نارنج ګل وي، انارګل وي شالمار سي

خپل پاچا خپل مو وطن خپل مو لښکر وي
خپل مُلا خپل مو آذان خپل مو منبر وي

عبدالباري جهاني
د ۲۰۲۲ کال د فبروري شپږویشتمه، ویرجینیا

5 COMMENTS

  1. ښاغلی جهاني صاحب،
    ما په نويو کلونو کې له کاروان صاحب سره ستا د پايکوب يو شعر چې هغه وخت دې لا کتاب هم چاپ شوی نه وو د وفا اوونيزې لپاره ټايپولو، نو له بده مرغه زموږ خو سياستوال څه ان چې کاشکې چې ځينې ملايان مو هم خپل نه دي. له امان الله خان پسې هم ملايان راپورته شول او له داوود خان سره هم ملايان چپ ول. همداسې له ډاکټر نجيب الله او ډاکټر اشرف غني سره هم.
    رئيس الوزراء خو وويل چې زموږ خو داسې تمه وه چې نړۍ او خلک به مو تقدير کړي، خو هېچا تقدير نه کړو او ان تر دې چې په هغه ټايبي پيغام کې دومره خواشينی، ستومانه او زړه ماتی معلومېده چې هېڅ يو اسلامي هېواد هم په رسميت ونه پېژندل. دا خو لا څه ان هغه چا چې شل کاله د نظام پر ضد د کفر او اشغال د خلاصون په نوم وجنګول، خو نن يې همغوی هم په رسميت نه پېژني او د روسيه، چين، ايران، ترکيه او ماليزيا او قطر سترګو ته ګوري، خو هغوی هم د هاغه دوه مخي ګاونډي ملاتړ ونه کړ. دا زموږ د طالب او د ملا طبقې لپاره يو ښه درس شو.
    تا ته پته ده چې له نن څخه 51 کاله مخکې د مفتي محمود ايالتي حکومت چا ونه شو زغملی، نو نن به طالب هغه هم چې هغه ملاتړی پنجاب يې خپله خپلواک نه دی، نو طالب به څنګه خپلواک شي؟

  2. د یوکریان مشر دنثار احمد پښتون لمسی دی چی یونیم سل کاله مخکی د پاکستان له مومندو هلته تللی اوس یی لمسیان دی او ټول مجاهدین دی موږ د دوی د جهاد ملاتړ کوو او د انصارو په ډول یی مهاجر دلته قبلوو دا د یوکراین مشر لکه د شهید ضایالحق او شهید احدشاه مسعود او شهید مولوی خالص او شهید مولوی جلالالدین حقانی او شهید مولوی محمدی لوی مجاهددی او د پښتو ن لمسی دی نثاراحمد پښتون یووخت مصر ته هم تللی و او بیرته یوکراین او روسیی ته راغی هلته یی داسلامی معارف تهداب کیښود او تاجکستان کی یی مسلمانان تربیه کړل ټوله بیووګرافی یی تیره هفته نشر شوی هیله ده ویی لولی

  3. سلامونه ټولو ته بیا دوحید جان په ځواب کې داوکراین مشر (ولادیمیر زلنسکی ) زما سکه تربور دی – هغه سره موڅو واری داوبو او پولۍ پټی په سره ژبه هم وهلې – خو نامرده دجنایتکارې امریکې غلام وخوت – دی جاسوس (دلقک) یعنی کومیدی هنرمند وو خودامریکې په ډالرو ایمان راوړ اوډمګری یې پریښوده او اصلاٌ دپلار او خپل دین يې ترې هیر شو

  4. وحید ته:
    او د پښتو ن لمسی دی نثاراحمد پښتون یووخت مصر ته هم تللی و او بیرته یوکراین او روسیی ته راغی هلته یی داسلامی معارف تهداب کیښود او تاجکستان کی یی مسلمانان تربیه کړل ټوله بیووګرافی یی تیره هفته نشر شوی هیله ده ویی لولی

    وحید وروره دغه بیوګرافی د روسانو لخوا د تبلیغاتی جنګ په ډول نشر شوی. روسان غواړی چه د اوکراین ولسمشر مسلمان وښایی تر څو د نړی د غیر مسلمانانو فکر بلی خواته واړوی.
    الله ج دیی پوه کړه چا چه څه ولیکل سمدلاسه قضاوت مکوه. تحلیل، تجزیه او فکر کوه.
    بل دا چه ته پنجابی ضایالحق او د کی جی بی ورانکاری احمدشاه مسعود ته څرنګه د شهید خطاب کوی. شرم او عزت هم ښه شی دی.
    ستاسی وجدان، مغز او فکر ماته داسی ښکاری چه د اعصابو ډاکتر ته عاجل ضرورت لری.

  5. په کی جی بی کښی روزل شوۍ وحشی پوتین بیا د اتحادی جماهیری شوروی خوبونه وینی او په بی شرمانه شکل سره ئی په مستقل مملکت وحشیانه حمله تر سره کړه او اوس ورته ښکاره شوه چی اوکراین پخوانۍ غلام اوکراین ندی بلکه ملت ئی د استقلال او ازادی ساتلو لپاره هر ډول قربانی ته اماده دی او د او کراین رئيس جمهور سیلنکی جهان ته وښوده چی یا به همدلته خپل ژوند له لاسه ورکوی او یا به روسان د خاوری څخه شړی افرین دده په شهامت او د اوکراین ملت سره د صادقانه مینه درلودل او نه د بی غیرته بی همته او د چورکوونکیو دوهم متفکر په شان د غله په څیر تیښته کوی!!!!

    وحشی پوتین د افغانستان خرڅ شوو تربیه شوو غلامانو غلط سنجش کړۍ دی او څرګنده هم شوه چی په اوکراین کښی د افغانستان فورمول کار ورنکړ او د اوکراین ملت بی له اروپا ممالکو هوائی ملاتړو چیغو او امریکا کاؤ بائيی بابولانو په غیرت سره مقاومت کښی په تنهائی سره لګیا دی ، افسوس چی د شهید محمد داؤد کمونیستی کودتا د افغان ملت راتلوونکی ارمانونه تر پښو لاندی کړل او افغان ملت ئی سره اور کښی اچولۍ دی او راتلوونکۍ ئی نامعلوم دی !!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب