یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+امریکايي لیکوال جان شټاین بک

امریکايي لیکوال جان شټاین بک

تاند- له نن څخه ۱۰۰ کاله پخوا د ۱۹۰۲ د فبرورۍ په ۲۷ مه نامتو امریکايي ناول لیکوال جان شټیاین بک، چې د (The Grapes of Wrath) ناول په خاطر یې نړیوال شهرت ګټلی، زېږېدلی دی.

د ده بشبړ نوم جان ارنیست شټاین بک جونیر دی. د نوبل د ادبي جایزې د ګټونکي شټاین بک اثار په شلمه پېړۍ کې د امریکايانو په منځ کې خورا ډېر مینه وال لرل. پلار یې د مالي چارو مسوول و او مور یې ښوونکې.

د کلیفورنیا په سټانفورډ پوهنتون کې یې زده کړې په نیمه کې پرېښودې، نیویارک ته لاړ. هلته یې خبریالي پیل کړه خو دوه کاله یې لا تېر نه و چې بېرته کلیفورنیا ته لاړ. هلته یې د ګوزارې لپاره هر کار ته لاس واچاوه لکه یوه موده یې کارګري وکړه، بیا یې په یوه درملتون کې کار پیدا کړ، یوه موده یې په دې اجوره ترلاسه کوله چې له ونو مېوې راوشکوي. په دې موده کې د کارګرو او بزګرو له ستونزو سره بلد شو. وروسته یې د یوه کور پیره داري ومنله او دا هغه وخت و چې ده ته یې د مطالعې او لیکلو لپاره موقع برابره کړه.

په داسې حال کې چې نړۍ په سرعت د عصري کېدو خوا ته روانه وه؛ د بېل، ګولنګ او د غواوو د یوې ځای د کرنې نویو او مدرنو وسایلو نیوه، شټاین بک د کروندګرو په کړاوونو فکر کاوه.

ده لومړنی ناول چې (Cup of Gold) نومېږي په ۱۹۲۹ م کال ولیکه. ورپسې یې په ۱۹۳۳ کې (To a God Unknown) ناول وکیښ خو یو هم بریالی نه و یعني د لوستونکو پام یې ځان ته وانه ړاوه. خو په لومړي ځل یې په ۱۹۳۵ د (Tortilla Flat) په خاطر شهرت وموند چې د مکسیکويي امریکایانو په مینه بیان شوې کیسه ده. دا ناول د دې سبب شو چې شټاین بک په ۱۹۳۶ کا بل ناول (In Dubious Battle) چاپ کړي. دا ناول د کروندګرو او مکسیکويي کارګرو کیسه ده. له دې یو کال وروسته یې (Of Mice and Men) ولیکه چې فلم ورڅخه جوړ شو.

د ده (The Grapes of Wrath) (د غوسې ورېښکی) ناول پولیټزر (Pulitzer Prize) او د کتاب ملي ( National Book Award) جایزې وګټلې. له دې ناول څخه په ۱۹۴۰ کې یو ښه فلم هم جوړ شو. دا ناول د اوکلاهما له ډست بول څخه کلیفورنیا ته د یوې بې ځایه شوې کورنۍ کیسه ده چې بې رحمانه سیستم یې کرنیز اقتصاد استثماروي.

د دغه ناول له ډېر پلورل کېدو وروسته شټاین بک مکسیکو ته لاړ چې له بیالوجیست ایدورډ ایف. ریکیټس سره د سمندري ژوند په اړه کار وکړي. دوی د یو بل په همکارۍ په ۱۹۴۱ کې (Sea of Cortez) ولیکه چې د کلیفورنیا خلیج د ژوو په اړه څېړنه ده.

د دوهمې نړیوالې جګړې په لړ کې شتاین بک د حکومت لپاره ځینې تبلیغاتي شیان ولیکل چې ډېر اغېزمن و . د هغو په منځ کې یو هم (The Moon Is Down) و چې په ۱۹۴۲ کې خپور شو. ده په دې موده کې د خبریال په توګه هم کار وکړ. خو له جګړې وروسته یې لومړنی ناول (Cannery Row) و چې په ۱۹۴۵ کې چاپ شو. له دې دوه کاله وروسته یعني په ۱۹۴۷ کې یې (The Pearl) چاپ کړ چې د مرغلرې په نوم په پښتو هم ژباړل شوی دی. په همدې کال یې (The Wayward Bus) خپور کړ چې پر ټولنه یو ډول نرم او غیر احساساتي تنقید و.

د شتاین بک شخصي ژوند

په ۱۹۳۰ م کال یې له کارول هنینګ سره واده وکړ خو په ۱۹۴۳ کې سره جلا شول. وروسته یې له ګروی اندولین سره واده وکړ. له دوهمې مېرمنې یې دوه زامن لرل چې یو توماس میلس او درېیم شټاین بک نومېدل. خو له دوهمې ماندینې هم په ۱۹۴۸ کې جلا شو. په ۱۹۵۰ کې یې له ایلین سکاټ سره واده وکړ چې دې واده یې د ۱۹۶۸ کال د دسمبر تر شلمې پورې یعني د شتاین بک تر مړینې پورې دوام وکړ.

شټاین بک په ۶۶ کلنۍ کې د نیویارک په منهټن کې مړ شو. د ده له وصیت سره سم یې مړی وسوځول شو او هیرې یې د ۱۹۶۹ د مارچ په ۴ مه د کلیفورنیا په سالیناس (د زوکړې ځای) کې د همیلټن د کورنۍ په قبر کې کېښودل شوې.

له شتاین بک څخه ځینې اثار ناچاپه پاتې شول خو په ۱۹۷۶ کې چاپ شول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب