Homeخبرونهاقتصادي خبرونهافغانستان بانک نن ۱۲ میلیونه ډالر لیلاموي

افغانستان بانک نن ۱۲ میلیونه ډالر لیلاموي

تاند: ( یکشنبه، د کب اتمه)د افغانستان بانک چارواکي وايي، چې نن به ۱۲ ميليونه امريکايي ډالره په بازار کې اعلان کړي.

دغه بانک په یو لړ ټويټونو کې هغه شرايط اعلان کړي، چې له مخې ېې بانکونه او د صرافۍ شرکتونه د یادو ډالرو په لیلامۍ او پېرلو کې برخه اخیستی شي.

څو اونۍ مخکې هم د افغانستان بانک له لوري شاوخوا ۱۰ ميليونه ډالره ليلام شوي وو.

د ډالرو د لیلام اصلي دلیل په بازار کې د بهرنيو اسعارو پر وړاندې د افغانيو د ارزښت ساتل ښودل کيږي.

افغانستان بانک له پخوا څخه د ډالرو د لیلام دغه لړۍ لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ځپلی وطن او ښاغلي مخونه

د ملي بانک باغ ته ور داخل سوو، پر وجود مي د پغمان خوږه هوا نرمه او پسته ولګېده، یو څو قدمه نور هم...