یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد ط د جنترۍ جزییات، د مسعود او مزاري د مرګ تر...

د ط د جنترۍ جزییات، د مسعود او مزاري د مرګ تر څنګ يې د ملا عمر او ملا منصور تلین ورځې رخصت کړې

تاند: ( یکشنبه، د کب اتمه) د طالبانو د حکومت له لوري د نوې رسمي کليزې ( جنترۍ) د چمتو کيدو د طرحې جزييات رسنيز شوي، چې ځينې رخصتۍ پکې لغوه شوي او ځينې نورې پکې زياتې شوي دي.

په دې پینځه مخيزه طرحه کې يو لړ رخصتۍ حساسيت زيږونکي ګڼل شوي او مشروط شوي دي.

د‌‌ دغې طرحې چمتو کوونکو د « نوروز» رخصتي لغوه کړې او د دین پر ضد ګڼلې ده.

د حوت ۲۲ مه، چې د طالبانو له لوري د وحدت ګوند د پخواني مشر عبدالعلي مزاري د تلین ورځ ده، د کليزې د طرحې جوړونکو پرې اختلاف ښودلی.

ځینو یې دغه رخصتي تاييد کړې او ځینو نورو يې په اړه نظر نه دی ورکړی.

د متن تنظيمونکو دا هم ویلي، چې د علي مزاري او احمدشاه مسعود د تلين ورځې دې قومي حساسيت ته د نه لمن وهلو لپاره رخصت وي، خو په دې ورځو کې دې د مراسمو د ترسره کيدو اجازه نه ورکول کېږي.

د‌ طالبانو له لوري د نوې کليزې د تنظيم د کميسيون مشر مولوي عبدالواحد د نظرونو په جمع بندۍ کې ویلي، چې د شریعت او افغانستان د مصالحو مخالفې رخصتۍ دې د طالبانو په کليزه (جنترۍ) کې نه ځای پرځای کیږي.

نوموړي ټینګار کړی چې د طالبانو د بهرنيو چارو وزير مولوي امیر خان متقي او احمد مسعود د مذاکراتو د دوام لپاره دې د احمدشاه مسعود د تلين ورځې رخصتي پر خپل ځای پاتې وي.

د ياد شوي کمېسيون مشر د علي مزاري د تلین ورځې په اړه کوم نظر نه دی ورکړی.

 مولوي عبدالواحد د پښتنو او بلوڅانو د پيوستون ورځې په اړه ويلي چې نورو قومونو ته د حساسيت نه جوړیدو لپاره دې دا ورځ«د افغانستان د سره وروڼو قومونو» د ورځې په نوم ونمانځل شي.

ځینې شنونکي بيا فکر کوي، چې په دې اړه طالبان ممکن د پاکستان حساسيت ته متوجه وي، چې د پښتنو او بلوڅانو د ورځې له نمانځلو سره یې لري.

طالبانو د ۱۴۰۱ کليزې په طرحه کې د خپلو دوو پخوانيو مشرانو (ملا محمد عمر مجاهد او ملا اختر محمد منصور) د مړينو ورځې هم رخصت اعلان کړي.

په ۱۳۷۵ کې د طالبانو د واک ته رسېدو ورځ، په ۱۳۸۰ کې د مزار شريف په لیلي دښته کې د طالبانو ډله ییزه وژنه او له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو ورځ چې دوی د « اشغال» د پای ته رسیدو ورځ ګڼلې، هم د رخصتۍ د ورځو په توګه یادې شوي دي.

طالبانو په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ويلي.

4 COMMENTS

  1. د قاتلانو ناموس پلورونکو ورځي لمانځي خو د هيواد په لاره کې د شهيد ډاکتر نجيب الله سي خبيث طالب د پنجاب په لمسون په دار وځړول نه لمانځي. تف لعنت ستاسي په خبيث وجدان. ?تف لعنت ستاسي په طاغوتي هیواد ورانونکي جهاد

  2. فکر نه کوم چې افغانان به په دې مسئله چندان سره جوړ وي. هر څوک خپل شهیدان لري او هر څوک په حق یا نا حقه دا اعزاز او ویاړ خپلو مړو ته ورکوي. د شهادت موضوع دیني ریښې هم لري او یوه ورځ دې د شهید په نامه ونومول شي او هر څوک دې خپل شهیدان په خصوصي توګه ونمانځي. په دولتي لګښتونو دې د دغو ورځو د نمانځلو منخیوی وشي.

  3. په اسلام کی د مړو ورځو نمانځل، د ژوندیو د کلیزو نمانځل حرام، مباح او غیر شرعی دی.
    که شرعی جواز ولری نو بیا به د استشهادیانو ورځ او ورځی به څه وی؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب