یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهنامتو هنرمن استاد ګلزمان وفات شو

نامتو هنرمن استاد ګلزمان وفات شو

تاند (شنبه، د حوت ۷ مه) د افغانستان نامتو سندرغاړی استاد ګلزمان، چې له یوې مودې راهیسې ناروغ و، د ۸۴ کلونو په عمر وفات شو.

استاد ګلزمان په ۱۳۱۶ لمریز کال په خوست ولایت کې زېږېدلی او لومړی پلا یې په ۱۳۴۳ لمریز کال د افغانستان په راډیو کې سندرې پیل کړې.

د ده لومړنۍ سندره (غونډې منډې دا تورې سترګې جوړې کړې په ټنډې) وه.

ویل کېږي چې د افغانستان په ملي راډیو – تلویزیون کې د استاد ګلزمان نژدې ۹۰۰ سندرې ثبت شته.

ده کمپوزونه هم جوړول او ګڼ کمپوزونه یې نورو سندرغاړو ته هم جوړ کړي دي خو ډېر شهرت یې د فولکلوریکو سندرو او حماسي ترانو په خاطر ترلاسه کړی و.

ګلزمان په خپل ژوند کې د ډېرو نورو افغانانو په شان ډېرې لوړې ژورې ولیدې. د مجاهدینو له واک ته رسېدو او د خپلمنځي نښتو له پیلېدو وروسته پېښور ته لاړ خو د حامد کرزي له واک ته رسېدو وروسته بېرته کابل ته راغی خو په نوې دوره کې د دې لپاره چې حکومت د پخوانیو دورو په شان د هنرمندانو ملاتړ نه کاوه، ګلزمان له سختو اقتصادي ستونزو سره مخامخ و.

د استاد ګلزمان په مړینه ډېرو افغانانو خواشیني ښکاره کړې ده.

ځوان او تکړه هنرمن شفیق مرید لیکلي چې «د استاد سندرې او کمپوزونه به زمونږ په زړونو کې تل ژوندي وي.»

ده همداراز استاد ګلزمان د افغانستان د موسیقۍ یوه ستره هستي او په هیواد مین شخصیت بللی دی.

‎د ننګرهار پخواني والي ضیاالحق امرخېل پر خپله فیسبوکپاڼه د استاد کلزمان په اړه کښلي «ارواښاد ټول عمر د پښتو موسیقۍ او سندور کمپوز ته خدمت وکړ، چې نوم به يې له افغاني موسیقۍ سره تل پاتې وي»
ببیرک میاخیل ویلي «استاذ ګل زمان تر نیمې پېړۍ زیات عمر دموسیقۍ هنر ته ځانګړی کړی ؤ او دې خوږ ژبې بلبل د خپل محبوب وطن دمینې ترانې زمزمه کړې ،د ګل زمان د وینا طرز او سبک ځانګړی او زیات مینه وال یې لرل ، د استاذ ګل زمان مړینه د پښتو موسیقۍ لپاره لویه تشه ده چې زر به ډکه نه شي.»

2 COMMENTS

  1. د طالب په راتلو سره پښتو موسیقی له پخوا مړه شوی وه. سږ سلام لوګری هم مړ شو. د افغانستان هنرمندان په ډیره بده اقتصادی وضع کی خپل ژوند له لاسه ورکوی دا ځکه چی د وطن د موسقی نه چی د انسانیت هم احترام نکیږی. دلته حمارت حاکم، دلته لوږه، بیسوادی او جهالت حکومت کوی. حکومت ټول شموله د ملایانو دی چی حتی یو دولسم پاس هم پکی نشته. خلک یی له تدریجی مرګ شره مخامخ کړی دی. الله د دوی تباه کړی.

  2. الله د وبخشی ! ګلزمان د موسیقي خصوصا د پښتو د فولکرولي موسقي تهداب کیشودونکی دی ! خو هیڅوک یې په قدر نه پو هیږي د غلو په منځ کې کلتور فرهنګ کومه مانا نلري ، ټول غله بې فر هنګه انسانان دي او د جنت او دوزخ ټېکه داران دي !!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب