شنبه, نوومبر 23, 2024
Home+د ثواب او عذاب نیمګړی تفسیر / زبیر افغان

د ثواب او عذاب نیمګړی تفسیر / زبیر افغان

د دیني تفسیر له زاويې زموږ د ثواب او عذاب تفسیر خورا ډېرې نیمګړتیاوې لري. زموږ واعظین د وینا لپاره مناسب کسان نه دي، نه يې د وینا طرز د ویناوال دی نه يې معلومات د دې دي چې د وینا پر سټېج/منبر دې ودرېږي، نه د وخت او حالاتو موافق موضوع انتخابولای شي، نه د ثواب او عذاب په بیان کې انډول ساتلای شي او د ګڼو نورو ستونزو ترڅنګ د ثواب او عذاب تفسیر يې له بې انډولۍ سره سخت نیمګړی هم وي.

نیمګړتیا يې دا وي چې د ثواب او عذاب په اړه راغلي نصوص یو د بل تر څنګ نه ږدي، د دې نصوصو په تفسیر کې د دین اوشریعت عمومي محتوا ته پام نه کوي، د اسلام اساسي پيغام له نظره وباسي او که د ثواب په اړه یوه جمله په درست ایت یا حدیث کې راغلې وي یا د عذاب، دوی يې سیاق و سباق نه ورسره ګوري، بس د همدې یوې جملې مفهوم بیان کړي او پسې ټاپه يې کړي. که دغه کار دې وکړ جنت ته ولاړې او که دې هغه کار وکړ، بېرته راووتې دوزخ ته ولاړې!!!

خطیب صاحب مبارکه! دغه ایت یا حدیث یوازې یوه کړۍ ده؛ یوه کړۍ له درست ځنځير پرته بې معنا ده، کړۍ خپل ښه کار هغه وخت کوي چې له نورو کړیو سره وتړل شي، نو پوره ځنځير ځنې جوړېږي او خورا ډېر کارونه ترسره کولای شي.

دغه هر ایت او حدیث به هم وړل کېږي، له خپل ځنځیر سره به یوځای کېږي؛ لکه یوه کړۍ چې د تړلو لپاره کار نه شي ور کولای، همدغه ډول یو ایت یا حدیث د جنت او دوزخ په پرېکړو کې هم کار نه شي کولای. په شریعت کې اصولي او اساسي موارد باید له جزي او فرعي مواردو څخه بېل کړل شي. له جزیاتو او فروعاتو سره تړلي نصوص په یوازې سر نه تفسیرېږي، که يې تفسیر کړي ناسم تفسیر به يې وړاندې کوي. د شریعت اصول به هر ویناوال و خطیب ته معلوم وي، که د فروعاتو یا جزیاتو خبرې کوي هيڅ نص به داسې نه تفسیروي چې له اصولي موضوعاتو سره ټکر وي، زموږ د یناوالو یوه لویه غلطي همدا ده چې خلک يې په وړو شیانو خوشاله کړي وي، بیا نو د بل حق دی نه ګڼي لکه تنزیهي مکروه. بل لور ته يې د ټلویزیون پر کتلو دومره سخت عذاب بیان کړی وي چې د خلکو يې هیلې ور مړې کړې وي خو د اخلاقیاتو، انسانیت او په ورین تندي له خلکو سره مخامختوب به يې نه وي ور ښودلی. تسبیح ویل د یوه سړي شخصي کار دی، اما په معامله کې ناغېړي يې ټولنې ته زیان دی، تر تسبیح زدکولو لومړی د بل حق ور ښودل او ګنا يې بیانول اړین دي، عینن د ټي وي او اخلاقیاتو مسله ده؛ که یو څوک ټي وي ګوري خپل کار يې دی ټولنې ته يې زیان نه دی رسولی، په خپل کور کې په خپل مصرف يې له خلکو پټ ګوري، اما د بده اخلاقه او بد خویه انسان خو ټولنې او ځان دواړو ته غبرګ تاوان رسېږي.

د جنت اسباب دي که د دوزخ دا یو له بل سره قوي یا نسبتن ناقوي ارتباط لري؛ که یو څوک لمونځ کوي خو د یتیم حق نه ور کوي، دا ښه سړی دی؟ که یو څوک غل وي، خو پایڅې يې تر نیمايي پنډۍ پورته کړې وي، دا جنتي دی؟ یو څوک نفلي روژې نیسي، اما په کور کې یوه خبره سمه نه کوي، تل يې سوټی په لاس کې وي او خپل کورنیان ډبوي، دا بزرګ دی؟ بل سړی په جګه غاړه حج ته روان دی، له حجه چې راشي له کور سره مسجد جوړ کړي، کله ناکله د یوه ګاونډي کره یو خیرات هم ور لېږي، خو پیسې او ګټه يې ټوله د قاچاقو ده؛ دا د جنت مستحق دی؟!

یوه بله ستونزه په ټولنه کې د لومړیتوب د نه رعایت ده، همدغه د ثواب او عذاب ویناوال چې له یوې خبرې سره يې د جنت کیلي په لاس کې وي، له بلې سره يې د دوزخ هغه تیاره درته نیولې وي، دا نه فهموي چې اخلاقیات مهم دي که دغه د جنت او دوزخ کیلیانې؟ معاملات لومړیتوب لري که سبحان الله خلکو ته ورښودل؟ له قتل او غلا خلک رامنعه کول د ټولنې په خیر دی که له ټي وي کتلو؟ د کرکیټ بدي خلکو ته بیانول ډېر اړین دي که د یوه ملت د عامه شتمنیو د ورانولو، غلا و چور د بدۍ بیان؟

د اختر او جمعې خطبې تر ډېره حده سیاسي بڼه لري، رسول الله صلی الله علیه وسلم پکې د سیاست او ادارې په اړه خبرې کولې، د وخت امیر او امیرانو به دا کار کاوه، ورو – ورو د امیرانو چارې زیاتې شوې، یو څه يې اعمال هم داسې شول چې خلکو يې تر شا لمونځ کول نه خوښول او بل يې پوهه هم دومره نه شوه پاتې چې خلکو ته بیان وکړي؛ نو منبر له سیاسته ازاد شو او د ناسیاسي اشخاصو لاس ته ورغی چې د امیرانو تر ستونزو يې ډېرې ستونزې وزېږولې. اوس يې حل دادی چې خطیب باید د دولت له لوري معرفي شي، تنخوا او منفک کېدل يې په دولت اړه لري، د بیان لپاره به یا لیکلې خطبې ور کوي یا به حدود و چوکاټ ورته ټاکي چې له دې حدودو به د خپلې وینا مهال نه وزي.

زموږ بدمرغي داده چې دولتونه مو پر هغه ځای نظارت نه کوي چې د ټولنې د خرابۍ او د ښه والي اساسي مرکز دی؛ پر یوه سنتي مذهبي ټولنه د منبر او مسجد اغېز دومره زیات دی چې بل هيڅ شی ورسره پرتله کېدلای نه شي. د مسجد امام او د منبر خطیب که د یوې ټولنې په خیر کار وکړي، هغه ټولنه به نیکمرغه کړي او که يې بدبختۍ ته لاس واچاوه، بدمرغه کوي يې. دومره مهم ځای بې څارنې او ارزونې ایله کول نه بشري اخلاق ایجابوي، نه قانون او نه هم شریعت.

حالات، ځای، وخت، نظام او ټولنه د خپلو ګټو او زیانونو لوری بدلوي را بدلوي، مثلن: کله یوه ټولنه بشري قوې ته اړتیا لري او کله يې تر اړتیا زیاته وي؛ که دولت او ټولنه ورته اړتیا لري باید خلک دې ته وهڅول شي چې اولادونه ډېر کړي او که په سرخوږي ورته بدلېږي، بیا دې د کمولو توصیه ورته وکړي.

د اولاد زیاتولو مطلقې توصيې زموږ ټولنې ته په زیان هم تمامېږي، د زیات اولاد راوړلو په اړه راغلي احادیث دوی نه دي کتلي چې دا په کومو شرایطو کې ویل شوي دي؟ داسې خو امکان نه لري چې رسول الله صلی الله علیه وسلم دې له ټولنې سره تړلې دومره مهمه موضوع له هر ډول ارتباط، مخکې او وروسته کلام پرته ویلې وي؛ نو د دې وینا نوره برخه چېرې ده؟ ولې يې کړې ده؟ په دې اړه نور نصوص څه وايي او اصحابو کرامو په نبوي دوران کې له دې موضوع سره څه ډول چلند کړی دی؟ د دې حدیث سند په کوم حال کې دی؟ ایا دا خبره په همدې سند تر رسول الله صلی الله علیه وسلم پورې رسېږي؟

بل اړخ يې دادی چې اوس زموږ د ټولنې په خیر د زیاتوب توصیه ده که د کمي؟ حالات کوم ډول توصیه ایجابوي؟ دولت او ټولنه د دې لپاره څه کوي؟ که ټولنه او نظام دې د زیاتو کسانو بوج نه شي پورته کولای، د تعلیم غم يې نه خوړل کېږي، خوراک ورته نه رسېږي، کار يې نه پيدا کېږي، د یوې ګولې لپاره یا نړۍ والو ته زارۍ کوو چې موږ له لوږې مرو کومک راسره وکړئ یا هم د کډوالو سیلابونه نورو هیوادونو ته روان وي، دا اولاد چې ډېر شي مور و پلار، ټولنې، وطن، نظام، دین، شریعت او بالاخره په قیامت کې به يې رسول الله صلی ته څه ګټه ورسېږي او هغه به يې په کومه کارنامه ویاړ وکړي؟ د نورو امتونو په نسبت خو یوازې ډېرښت د ویاړ لپاره کافي نه دی، که ډېر وي او قاتلان وي، غله وي، خدای ناترسه وي، له دینه لرې وي، بد اخلاقه وي، بې تعلیمه و تربیې وي، کار نه لري، ژوند يې په فقر تېر شوی وي، جنت ته د تلو لپاره ورسره هيڅ نه وي خو د دوزخ لپاره يې ښه ډېره تیاري کړې وي؛ په دې امت به رسول الله صلی الله علیه وسلم د تېرو امتونو مخ ته ویاړ وکړي که به د امت پر حال افسوس؟!

اولاد ډېر کړئ! ثواب وګټئ که بند يې کړئ ګنهګار به شئ؛ نور د ټولنې ظرفیت په پام کې نه نیسي، حالات نه سنجوي، د نصوصو روایت او درایت ته نه ګوري، د تعلیم، خوراک، جامې، کار، روزنې، ګټې او بالاخره دنیا کې د بري اسباب او د اخرت د بریا اسباب يې نه سنجوي، راوړل يې پر دوی دي نور دې پر لار خدای برابر کړي، په داسې حال کې چې د هدایت، ګمراهۍ، ګټې وټې، زیان، تعلیم، روزنې او هر څه په اړه د خدای اصولو بیخي واضح دي، تر دومره وضاحت وروسته د خپل اولاد روزي، تعلیم، کار، اخلاق، ګټه وټه، په دنیا ا اخرت کې بری د الله لور ته حواله کول د هغه له دینه ناخبري ده، زموږ خلک دغې ناخبرۍ ته د توکل نوم ور کوي په داسې حال کې چې د خدای په دین کې د دغه توکل یوه نمونه او یوه لارښونه هم نه شته.

۲۰۲۲۰/۲/۲۵

1 COMMENT

  1. دا ټول نیمګړی تفسیر وو؛خو کامل تفسیر یا په ټوله کی داسی تفسیر ،تحلیل ،توضیح او بالاخره سالم دینی تربیت کوم چې د دین مقصد دی؛هغه به اوسنی دور کی څوک تر سره کوی ؟ اصلاح څنګه راتلی شی ؟او د دی مسائلو کامل حق څوک اداء کولی شی ؟؛تر څو دا ملت او امت ، حلاوت د دین وڅکې ؛ او موجبات رحمت الهی زموږ په ژوند کی زیات شی ۰
    دی مهمی موضوع کی ډیر څه لیکل پکار دی ،ترڅو له نیمګړی نه، کامل ته ورواوړو۰
    په درنښت

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب