Homeخبرونهد‌ مارشال فهيم اتم تلین، کابل ښاریان نن ورسره په عذاب نه...

د‌ مارشال فهيم اتم تلین، کابل ښاریان نن ورسره په عذاب نه دي

تاند:(چار شنبه، د حوت ۱۸ مه) ‏‏ نن د کب اتلسمه د افغانستان د پرزول شوي جمهوري نظام د يوه پخواني لوړپوړي مقام او د شمال ټلوالې د مشهور مشر مارشال محمد قسیم فهیم د مړینې اتم تلین دی.

مارشال فهيم اته کاله مخکې د ناروغۍ له کبله ومړ، خو له مړينې وروسته يې د تلین ورځ هر کال په پراخو دولتي مراسمو نمانځل کیده.

سږ کال د نوموړي د اتم تلین ورځ په لومړي ځل د طالبانو له واکمنیدو سره برابره شوې، خو په دې اړه د مراسمو او مصرفي مراسمو څرک نه ښکاري.

مارشال فهيم، چې په ۲۰۰۱ کې د طالبانو د واکمنۍ په نسکورېدو کې يې د امريکا په مشرۍ له نړيوال ايتلاف سره د شمال ټلوالې د جنګياليو مشري کوله، د طالبانو له پرزېدو وروسته د شمال ټلوالې تر ټولو جګپوړی او مطرح چارواکی و.

هغه څه موده د افغانستان د دفاع وزیر او اوږده موده د ولسمشر کرزي لومړی مرستیال و.

د مارشال فهيم زوی محمد اديب فهيم پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنیدو په لومړیو ورځو کې په کابل کې و او د ډاکټر عبدالله په ملتيا يې له یو شمېر طالب مشرانو سره لیدلي وو.

د طالبانو د پلویانو تر څنګ د دوی ځینې منتقدان هم د دې ډلې د بیا واکمنیدو یوه مهمه لاسته راوړنه د پخوانيو جنګ سالارانو څنډې ته کول او د ملت په بودجې ید هغوی د ژوند او مرګ د تحمیلي درناوي پای ته رسول ښيي.

د يادونې وړ ده چې سږکال د احمدشاه مسعود،‌ عبدالعلي مزاري او نن د مارشال فهيم د تلین ورځې د تېرو کلونو خلاف خلکو ته له مزاحمتي یادغونډو او مراسمو پرته ترسره کیږي.

څه موده مخکې تاند د طالبانو له لوري د نوې کال د جنترۍ په اړه د جوړ شوي پلان جزییات خپاره کړل، چې له مخې یې طالبان د احمدشاه مسعود او عبدالعلي مزاري د تلین ورځو رخصتي نه غواړي لغوه کړي.

په دې اړه د خلکو غبرګونونه منفي وو او له طالبانو غوښتل شوي وو، چې پر خلکو تپل شويو څېرو ته مشروعيت ورنه کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...