Homeخبرونهد تهران غونډه؛ عراقچي: د افغانستان امنیت د سیمې د ټولو هیوادونو...

د تهران غونډه؛ عراقچي: د افغانستان امنیت د سیمې د ټولو هیوادونو له ګټو سره تړلی

تاند (یکشنبه، د لیندۍ/ قوس ۲۳ مه)  د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي نن (یکشنبه، د ۲۳ قوس) په تهران کې د «افغانستان د ګاونډیو هېوادونو او روسیې د ځانګړو استازو په غونډه» کې وویل، چې په افغانستان کې ثبات د ټولې سیمې لپاره یو ستراتیژیک ضرورت دی.

عراقچي ټینګار وکړ چې د افغانستان امنیت «په مستقیم ډول د ټولو ګاونډیو هېوادونو له ملي ګټو سره تړلی دی».

په دې سیمه‌ییزه غونډه کې د روسیې، پاکستان، چین، تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان ځانګړو استازو ګډون کړی، خو د طالبانو حکومت له ګډون څخه ډډه کړې ده.

منظم سیمه‌ییز ډیالوګ؛ یوه ستراتیژیکه اړتیا

د ایران د بهرنیو چارو وزیر په خپله وینا کې وویل چې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو ترمنځ منظم او دوامدار ډیالوګ یو ستراتیژیک ضرورت دی.

هغه زیاته کړه:
«دا ډول ناستې نه یوازې د سوء تفاهمونو مخه نیسي، بلکې د اقتصادي، سرحدي او بشري سیاستونو او پروګرامونو د همغږۍ زمینه برابروي، متقابل درک پیاوړی کوي، د هېوادونو لیدلوري نژدې کوي او د تاوتریخوالي د کمېدو او رغنده همکاریو لپاره مناسب چاپېریال رامنځته کوي.»

عراقچي بې له دې چې د امریکا یا کوم بل هیواد نوم واخلي، وویل:
«هیڅ نسخه، چې د سیمې له هیوادونو پرته له نورو خواوو وړاندې شي، نه شي کولی د سیمې ستونزې او بحرانونه حل کړي، او وارداتي حللارې او له سیمې بهر پرېکړې په هېڅ هېواد کې ثبات نه شي ټینګولای.»

افغانستان؛ د سیمې د نښلولو احتمالي محور

د ایران د بهرنیو چارو وزیر له افغانستان سره د سیمه‌ییزو اقتصادي همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ او ویې ویل چې د افغانستان د شرایطو ښه کېدل کولی شي دا هېواد د مرکزي او جنوبي اسیا، او همدارنګه د لوېدیځې اسیا او اسیا-پاسفیک ترمنځ د اتصال په یوه مهمه کړۍ بدل کړي او د انرژۍ د ترانزیت او سوداګرۍ لپاره زمینه برابره کړي.

عراقچي د علامه اقبال شعر ته چې افغانستان د اسیا زړه بولي، اشاره وکړه ویې ویل چې «اقبال مبالغه نه ده کړې زموږ د سیمې راتلونکې له افغانستان سره غوټه شوې ده.»

د دې غونډې هدف

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند، اسماعیل بقايي، د جمعې په ورځ وویل چې دا غونډه د ګاونډیو هېوادونو او نورو سیمه‌ییزو لوبغاړو سره د مشورو پایله ده، او تهران هیله لري چې دا نوښت به د همکاریو د پیاوړتیا او د تاوتریخوالي د کمېدو لامل شي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ټینګار وکړ، چې تهران د خپلې سیمې امنیت او ثبات ته «بنسټیز اهمیت» ورکوي او هڅې به روانې وساتي څو سیمه‌ییز تاوتریخوالی راکم او د هېوادونو ترمنځ متقابل تفاهم ته وده ورکړي.

د غونډې په تړاو یوه ایراني چارواکي د طالبانو او پاکستان ترمنځ وروستیو ترینګلتیاوو ته په اشارې وویل:
«هیله لرو چې دا غونډه وکولای شي د همغږۍ د پیاوړتیا او د تاوتریخوالي د کمېدو په لور اغېزمن رول ولوبوي.»

طالبانو ولې په غونډه کې ګډون ونه کړ؟

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د افغانستان په اړه د تهران په سیمه‌ییزه غونډه کې به ګډون ونه کړي. د دې وزارت د ویاند مرستیال، ضیا احمد تکل، وویل چې طالبانو د ګډون رسمي بلنه ترلاسه کړې، خو پرېکړه یې کړې چې په دې غونډه کې برخه وانخلي.

د ضیا احمد تکل په وینا، د ګډون نه کولو لامل دا دی چې افغانستان دا مهال د سیمه‌ییزو سازمانونو او شته همکارۍ چوکاټونو له لارې له ګاونډیو او د سیمې له هېوادونو سره فعالې اړیکې لري او په دې برخه کې یې د پام وړ پرمختګونه کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...