دوشنبه, دسمبر 15, 2025
Homeخبرونهکډوالو وزارت: د دوی د حاکمیت له پیله کابو ۲ نیم میلیون...

کډوالو وزارت: د دوی د حاکمیت له پیله کابو ۲ نیم میلیون کډوال هېواد ته راستانه شوي

تاند ( یکشنبه د لیندۍ ـ قوس ۲۳مه) د طالبانو د حکومت ‏د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلي چې، د ۱۴۰۳ تر پایه له پاکستان، ایران او ترکیې هېوادونو په خپله خوښه او په اجباري ډول ټول ۲۴۶ زره او ۱۸۳ کورنۍ، چې د غړو شمېر یې ۲ میلیون ۵۰۸ زره او ۱۸۴ تنه کیږي هېواد ته راستانه شوي دي.

یاد وزارت زیاته کړې چې، د روان کال په اتو میاشتو کې له ایران، پاکستان او ترکیې هېوادونو په خپله خوښه او یا هم په زور ۳۵۱ زره او ۸۸۰ کورنۍ، چې یو اعشاریه ۷ میلیونه غړي لري، هېواد ته راستانه شوي دي.

د طالبانو د کډوالو او بیرته راستنیدونکو چارو وزارت د مالوماتو له مخې، په همدې موده کې له یادو هېوادونو بیا ۸ لکه ۱۶ زره او ۴۴۱ تنه مجردان هم راوېستل شوي دي.

د طالبانو د کډوالو چارو وزارت وایي، دوی د نړيوالو بنسټونو سره په همغږۍ بیا د کډوالو د راګرځېدو دا لویه جوپه په خورا ښه ډول مدیریت کړې او راستانه شوي یې د اړینو مرستو وروسته تر خپلو پلرنیو مېنو انتقال کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

په لغمان کې تر میلاد مخکې دورې لرغونی اثار وموندل شول

تاند (دوشنبه، د لیندۍ/ قوس ۲۴ مه) د لغمان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د یکشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې اعلان...