ليکنه؛ عبدالوحید وحيد
د طالبانو تر مشرتابه لاندې افغان حکومت لخوا د تهران په هغه سيمهييز کانفرانس کې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر زياتېدونکو تاوتريخوالو باندې تمرکز کوي، د ګډون نه کولو پريکړه د کابل په سيمهييزه ډيپلوماسي کې ژوره نيمګړتيا منعکس کوي. دغه نيمګړتيا په څو اړخيزو پليټ فارمونو کې د رول لوبولو پرځاى د احتياط، محدود تعامل، او پر دوهاړخيزو اړيکو باندي د ټينګار پر بنسټ ولاړه ده. دغې پرېکړې ته د ناستې له اجندا سره د تخنيکي يا تشريفاتي اختلاف له عينکو څخه نه؛ بلکې د سيمې له هېوادونو په ځانګړې ډول له پاکستان سره د افغانستان د اوږدمهالو ترخو تجربو، ناخوالو او نه حل شويو شکايتونو په رڼا کې بايد وکتل شي. د تهران کنفرانس په داسې وخت کې جوړېږي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ تاوتريخوالي، تورونو او سيمهييزو اندېښنو کچه لوړه شوې وه، او په همدې حساس پړاو کې نه ګډون خپله د ديپلوماسي په برخه کې يو ژور سياسي پيغام ګرزي.
د افغانستان له نظره، تر ټولو ژور شکايت د پاکستان لخوا دغه هېواد د اوږدې مودې لپاره د خپلو لنډمهاله ستراتیژیکو موخو او له لويديځ څخه د اقتصادې او سياسي ملاتړ ترلاسه کولو لپاره د نيابتي جګړو په ډګر بدلول دي. د لسيزو په اوږدو کې، بېلابېلې وسلهوالې ډلې د پاکستان او ايران لخوا د سيمهييزو سياليو لپاره روزل شوې، کارول شوې او بيا د افغانستان په خاوره کې خوشې شوې دي. د دغو نيابتي سياستونو پايله يوازې امنيتي بېثباتي نه وه، بلکې د افغان دولت بنسټونه يې ويجاړ کړل، جګړه يې اوږده کړه، او تاوتريخوالی يې د سياست د يوې بريالۍ وسيلې په توګه وکاراوه. د کابل لپاره، هغه سيمهييز فورمونه چې يوازې پر لنډمهاله «امنيتي اندېښنو» تمرکز کوي، خو د پورته ذکر شويو تاريخي واقعيتونو يادونه نه کوي، يو اړخيز او نيمګړی انځور وړاندې کوي، داسې انځور چې افغانستان پکې د ستونځو د قرباني په توګه نه بلکې د سرچينې په توګه پيژندل کېږي.
له دې څخه ورهاخوا، د افغان کډوالو ځورول او سپکول هم د د ګاونډيانو لخوا په افغانستان باندې د مسلط شوي فشار او اوږدمهالو ناخوالو يوه مهمه برخه ده. له نزدې پنځو لسيزو راهيسې ميليونونه افغانان عمدتاً په پاکستان او ایران کې ژوند کوي، ډېر ځله بېثباته قانوني وضعيت، محدودو حقونو، او سياسي فشارونو تر سيوري لاندې وخت تيروي . په ګڼو مواردو کې، کډوال د سياسي فشار د وسيلې په توګه کارول شوي، د شړلو ګواښونه، ډلهييز بنديزونه، او د سياسي اختلافاتو پر مهال له کډوالو سره سخت چلنونه نه يوازې له بشري اصولو سره په ټکر کې دي، بلکې د افغانستان او دواړو ګاونډيانو ترمنځ يې د باور تشه نوره هم ژوره کړې ده.
اقتصادي فشارونه، په ځانګړي ډول د ترانزيټ او سوداګرۍ بنديزونه، د افغانستان د شکايتونو بله جدي برخه ده. افغانستان، د يو وچې پورې تړلی هېواد په توګه، پر ازادو لارو، بندرونو او ترانزيټي دهليزونو تکيه لري. خو په تېرو څو کلونو کې په تکراري توګه د سياسي شخړو پر مهال د ډيورنډ په کرښه دروازې د پاکستان لخوا په افغانستان باندې د فشار د وسيلو په ډول تړل شوي، سوداګريزې لارې ځنډول شوې، او د افغان سوداګرو ته سخت اقتصادي زيانونه اړول شوي دي. دغه ډول اقتصادي فشارونه د افغانستان اقتصاد ته اوږدمهاله زيان رسولی او دا تصور يې پياوړی کړی چې سيمهييزه اقتصادي راکړه ورکړه د همکارى پر ځای د فشار د وسيلې په توګه کارول کېږي.
د همدغه تاريخي شاليد له مخې داسې ښکاري چې د کابل لهخوا د تهران په کانفرنس کې له ګډون څخه انکار د تېرو راټولو شويو ناخوالو او بېباوريو انعکاس دي. د طالبانو مشرتابه ښايي اندېښنه ولري چې دغه ډول ناستې د تل لپاره د افغانستان ژورو ستونځو ته د حل لارو کتلو او دغه هېواد ته د پاکستان او ايران د نيابتي سياستونو له مخې د ورته اوښتو ټولنيزو او اقتصادي زيانونو له امله د ترهګري د قرباني په سترګه د ورته کتلو پر ځای، يوازې لنډمهاله امنيتي روايتونه تکراروي، او د نيابتي جګړو، د کډوالو د سياسي استعمال، او اقتصادي محاصرو په څېر اساسي مسايل له پامه غورځوي. خو له دغو ستونځو سره سره هم د ګډون نه کولو پريکړه په خپل ذات کې جدي ستراتيژيکې پايلې لري.
د سيمهييزو فورمونو پرېښودل افغانستان له هغو فرصتونو څخه محروموي چې خپلې مشروع غوښتنې او موجه شکايتونه په ښکاره ډول له پياوړي استدلال سره مطرح کړي، روايتونه وننګوي، او د سيمې پر تحولاتو باندي اغېز وکړي. کله چې افغانستان ددغو ناستو په مېز کې حضور نلري، نور به د ددغه هېواد پر ځای خبرې کوي. دغه ډول سناريو نه يوازې د کابل دريځ کمزوری کوي، بلکې هغه تصور هم پياوړی کوي چې افغانستان له رغنده تعامل څخه هم د خپلو نيمګړتياو له امله ځان شاته کوي، آن که يې شکايتونه تاريخي او په واقعیتونو باندي ولاړ هم وي.
په پايله کې، د افغانستان بريالۍ بهرنۍ تګلاره بايد د شکايتونو او پېښو ته د تصادفي غبرګونونو له احساساتي اړخونو څخه ورهاخوا منظمې ستراتيژي او رغنده فعالې ديپلوماسي ته واړوي. سيمهييزه سياستونه هم بايد د افغانستان لخوا د تېرو وختونو شکايتونو له پامه ونه غورځوي. البته افغانستان هم نشي کولای له هغو ناستو او خبرو څخه لرې پاتې شي چې ددغه هېواد راتلونکی پکې تر بحث لاندې نيول کېږي. ګډون په هيڅ صورت د پړې منل نه دي؛ بلکې يو فرصت دی چې اجنداوې باید له سره تعريف شي. په دغه شان ناستو کې باید وښودل شي چې تلپاتې ثبات هغه وخت شونی دی چې نيابتي سياستونه پای ته ورسېږي، کډوال د فشار له وسائلو څخه وايستل شي، سوداګري او ترانزيټ له سياسي بنديزونو خوندي وساتل شي. د افغانستان لپاره، ګډون تسليمېدل نه دي؛ بلکې يوازينۍ لار ده چې اوږدو بېعدالتيو په يوه منسجمه سيمهييزه حل لاره وموندل شي.