پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Home+نوې څېړنه: د پوست د نسواري کولو وسایل د پوستکي د سرطان...

نوې څېړنه: د پوست د نسواري کولو وسایل د پوستکي د سرطان خطر درې برابره زیاتوي

تاند (یکشنبه، د لیندۍ/ قوس ۲۳ مه) د یوې نوې څېړنې پایلې، چې په «Science Advances» علمي مجلې کې خپرې شوې دي، ښيي چې په مصنوعي ډول د پوستکي نسواري یا تسواري بخونه کولو (Tanning machine) وسایلو (سولاریوم) کارول د پوستکي پر سرطان د اخته کېدو خطر نژدې درې چنده زیاتوي.

په لوېدیځو هیوادونو کې ډیری نجونې او ښځې د ښکلا لپاره د سولاریوم په نوم په ماشین کې د خپل پوست رنګ نسواري کوي.

په دې اړه پخوا هم د پوستوکي د سرطان (Melanoma) د احتمال د زیاتېدو په اړه ډېر خبرداري ورکړل شوي وو.

دا تازه څېړنه د امریکا د نارت ویسترن پوهنتون د پوستکي ناروغیو د متخصصانو تر څارنې لاندې ترسره شوې او د لومړي ځل لپاره یې روښانه کړې چې د دغو وسایلو مصنوعي وړانګې څنګه د پوستکي د حجرو په DNA کې بدلون رامنځته کوي او د «ملانوما» د رامنځته کېدو احتمال لوړوي؛ هغه سرطان چې د پوستکي تر ټولو وژونکی ډول بلل کېږي.

د روغتیا نړیوال سازمان اړوند د سرطان د څېړنې نړیوالې ادارې (IARC) د معلوماتو له مخې، د ملانوما له ۸۰ سلنې څخه زیاتې پېښې له الټرا وایلیټ (UV) وړانګو سره د تماس له امله رامنځته کېږي—که دا وړانګې له لمر څخه وي او که له مصنوعي نسواري‌کوونکو وسایلو څخه.

یوه شخصي تجربه چې په علمي خبرداری بدله شوه

د فرانس پرېس اژانس د راپور له مخې، د شیکاګو ښار یوې ۴۹ کلنې مېرمنې، هایدي تَر، ویلي چې د ځوانۍ پر مهال به یې هره اوونۍ څو ځله له خپلو ملګرو سره د نسواري بخونه کولو وسایل کارول، ځکه هغه مهال «تور او ځلیدونکی پوستکی د فېشن برخه وه».

(لاندې ویدیو سولاریم یا هغه ماشین چې د وړانګو په ذریعه د پوستکي رنګ بدلوي)

خو کله چې هغه د ژوند درېیمې لسیزې ته ورسېده، د شا پر برخه یې یو غیرعادي خال ولید. ډاکترانو تشخیص ورکړ چې دا ملانوما ده—د پوستکي تر ټولو خطرناک سرطان.

که څه هم د هغې ناروغي پر وخت تشخیص شوه، خو تر دې دمه یې له ۱۲ څخه زیات جراحي عملیات او بیاوپسي ازموینې تېرې کړې دي.

اوس د هغې ۱۵ کلنه لور، اولیویا، په ټیک‌ټاک کې د هغو کسانو ویډیوګانې ویني چې خپل پوستکي یې نسواري بخونه کړي او له خپلې مور پوښتي چې څنګه کولی شي همداسې ښکاره شي.

همدا خبرې وې چې هایدي تَر یې وهڅوله چې د خپل پوستکي یوه نمونه د نارت‌وېسټرن پوهنتون د دې نوې څېړنې لپاره ورکړي. د ساینسپوهانو په وینا، دا څېړنه په مصنوعي ډول د پوستکي د رنګ د نسواري کولو د خطرونو په اړه تر ټولو پیاوړي علمي شواهد وړاندې کوي.

په مصنوعي رڼا کې پټ خطر

د څېړنې مشر، ډاکټر پدرام ګرامي وايي، د دې څېړنې د پیل انګېزه هغه مهال رامنځته شوه چې په «غیرعادي ډول» ډېرو ځوانو ښځو، چې څو ځله په ملانوما اخته شوې وې، د هغه کلینیک ته مراجعه کوله.

هغه فرانس پریس ته ویلي:
«د پام وړ دا وه چې سرطان د بدن په هغو برخو کې څرګندېده چې عموماً د لمر له رڼا خوندي وي.»

د هغه څېړنیز ټیم د درې زره هغو کسانو طبي سوابق وڅېړل چې د نسواري کولو وسایل یې کارولي وو، او له هغو کسانو سره یې پرتله کړل چې د ورته عمر لرونکي وو خو دا وسایل یې نه وو کارولي.

پایلې ښيي چې د نسواري کولو د وسایلو له کاروونکو څخه پنځه سلنه په ملانوما اخته شوي وو، په داسې حال کې چې دا کچه په بله ډله کې یوازې دوه سلنه وه.

کله چې عمر، د لمر سوځېدو سابقه او کورنۍ سابقه هم په پام کې ونیول شوه، څېړونکو وموندله چې د نسواري کولو د وسایلو کاروونکي ۲.۹ برابره زیات د ملانوما له خطر سره مخامخ دي.

دا سرطان ډېری وخت د بدن په هغو برخو لکه د ملا ښکتنۍ برخه او کوناټیو کې څرګندېږي چې عموماً د لمر له مستقیمې رڼا سره تماس نه لري.

د پوستکي په حجرو کې جنټیکي بدلون

څېړونکو د مصنوعي وړانګو د مستقیم اغېز د معلومولو لپاره له جنیټک پلوه د پوستکي ۱۸۲ نمونې وڅېړلې، چې د هایدي تَر د پوستکي نمونه هم پکې شامله وه.

پایلې ښيي چې د پوستکي د رنګ جوړوونکي حجرې (ملانوسایتونه) د نسواري کولو د وسایلو د کاروونکو په بدن کې نژدې دوه برابره زیات جنیټکي بدلونونه لري.

ډاکټر ګرامي وايي:
«که د پوستکي DNA له مخکې لږ زیانمن شوی وي، نو یوازې لږه نوره وړانګه بسنه کوي چې حجرې سرطاني شي.»

د هغه همکار، بیشال تاندوکار، زیاتوي چې حتی د ۳۰ او ۴۰ کلونو عمر لرونکي کاروونکي هم داسې جنټیکي بدلونونه لري چې د ۷۰ او ۸۰ کلنو کسانو له پوستکي سره پرتله کېدای شي.

ایا باید بند شي؟

د سرطان د څېړنې نړیوالې ادارې د معلوماتو له مخې، یوازې په ۲۰۲۲ کال کې شاوخوا ۶۰ زره کسان په ټوله نړۍ کې د ملانوما له امله مړه شوي دي. دغه اداره د نسواري کولو وسایل د سرطان تر ټولو د لوړې کچې خطر لرونکو عواملو په کتار کې راولي—د سګرېټو او سبېسټوس ترڅنګ.

ځینې هېوادونه لکه استرالیا او برازیل د دې وسایلو کارول په بشپړه توګه منع کړي دي. په فرانسې او بریتانیا کې تر ۱۸ کلونو کم عمره کسانو ته دا اجازه نه ورکول کېږي. خو په متحدو ایالتونو کې قوانین له ایالته تر ایالته توپیر لري.

ډاکټر ګرامي ټینګار کوي:
«لږ تر لږه باید د تنکیو ځوانانو لپاره د دې وسایلو کارول بند شي.»

روغ پوستکی تر هر څه ښکلی دی

هایدي تَر، چې خپله تجربه یې اوس د عامه پوهاوي په یوه غږ بدله کړې، وايي:
«که مو نسواري پوستکی خوښیږي، له سپرې یا لوشن څخه استفاده وکړئ، نه له هغو وسایلو چې سرطان‌زېږوونکې وړانګې تولیدوي.»

هغې والدینو ته خبرداری ورکړ:
«مه پرېږدئ چې ماشومان مو د خطرناکو فېشنونو او اعلانونو ښکار شي. هېڅ ډول ځلیدنه د پوستکي د روغتیا په بیه نه ارزي.»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...