پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Home+ولې ځینې ژوي زهر خوري خو بیا هم ژوندي پاتې کېږي؟

ولې ځینې ژوي زهر خوري خو بیا هم ژوندي پاتې کېږي؟

تاند- ځینې ژوي نه یوازې دا چې زهر زغمي، بلکې آن هغه په خپل بدن کې زېرمه کوي او د ځان د دفاع لپاره ترې کار اخلي. یوه تازه څېړنه څرګندوي چې ولې او څنګه ځینې ژوي کولی شي زهر وخوري او ژوندي پاتې شي.

په طبیعت کې «کیمیاوي جګړه» له میلیونونو کلونو راهیسې روانه ده. میکروبونه، بوټي او ژوي د سیالۍ او یا د ځان ساتنې لپاره وژونکي مالیکولونه تولیدوي. په مقابل کې، ښکارکوونکي او ښکار کېدونکي ژوي داسې لارې چارې رامنځته کوي چې د دغو زهرو پر وړاندې مقاومت وکړي.

دا دوامداره سیالي د داسې میکانېزمونو د رامنځته کېدو سبب شوې چې نن د تکامل او د ایکوسیستمونو د جوړښت له پټو خو مهمو ځواکونو څخه شمېرل کېږي.

د زهر پر وړاندې د مارانو مقاومت

د نوې څېړنې یوه برخه د «سلطنتي ځمکني مار» په اړه وه. له لسو سختو وږو مارانو څخه څلورو، یو ډېر زهرجن ژوی چې «کرښې کرښې زهرجنه چونګښه» بلل کېږي، ښکار کړ.

مارانو مخکې تر دې چې چونګښې تر ستوني تېره کړي، پر ځمکه کش کړې، څو د زهر اندازه یې کمه کړي. له دغو څلورو مارانو څخه درې ژوندي پاتې شول، چې دا ښيي د دوی بدن د دې وړتیا لري چې زهر بې‌اغېزې کړي.

څېړونکي باور لري چې د دغو مارانو په ځیګر کې داسې انزایمونه شته چې زهر په لږ خطرناکو مرکباتو بدلوي، یا داسې پروټینونه لري چې د اسفنج په څېر زهر ځان ته نښلوي او د هغه د اغېز مخه نیسي.

دا وړتیا یوازې په مارانو پورې محدوده نه ده

دغه میکانېزمونه یوازې په مارانو کې نه لیدل کېږي. هغه حشرات چې له «Borage flower» بوټي تغذیه کوي، خپل د سوډیم ـ پوتاشیم پمپونه یې داسې بدل کړي چې د بوټي زهر ورباندې ونه نښلي. خو دا بدلون تل بې‌بیې نه وي، ځکه کله ناکله د اصلي پروټین اغېزمنتیا راکموي.

د مسمومیت د مخنیوي هوښیارې لارې

په ډېرو ژوو کې د زهرجنتوب د مخنیوي نورې لارې هم لیدل کېږي. کیشپان د زهرجن سالامندر«poisonous salamander» یوازې هغه برخې خوري چې بې‌خطره دي. همدارنګه، پاڼې‌خوړونکی چینجی د بوټي رګونه ژوبلوي، څو زهرجنه شیره تر خوړلو وړاندې ووځي.

کله چې زهر خپله وسله شي

ځینې ژوي نه یوازې زهر زغمي، بلکې هغه په خپل بدن کې ساتي او د دفاع لپاره ترې کار اخلي.

پایله

په ټوله کې، دا نوې څېړنه ښيي چې څنګه یو زهرجن مالیکول کولی شي د بېلابېلو ژوو ترمنځ د حیرانوونکو سازګاریو یوه اوږده لړۍ رامنځته کړي، او آن په پراخه کچه د ایکوسیستمونو بڼه بدله کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«لفظي عکسونه» کتاب چاپ شو

«لفظي عکسونه» د لیکوال او نقاد ښاغلي نعمت‌الله صديقي نوی د «خاکو» کتاب دی چې اوس اوس په جلال اباد کې له کلاسیک خپرندوی...