یکشنبه, دسمبر 14, 2025
Home+د تجربې او فکش اعتراف نامه| لیکنه:ع ارمان

د تجربې او فکش اعتراف نامه| لیکنه:ع ارمان

 ځوانه لیکواله!

تصور وکړه یوه شپه ده. ته یوازې ناست یې. کاغذ دې مخې ته پروت دی، قلم دې په لاس کې دی، مګر الفاظ نشته. داسي نه ده چې په ذهن کې دې څه نه شته، بلکې ډېر څه شته. یادونه، دردونه، ناکامۍ، بربادۍ، هغه خبرې چې ونه ویل شوې، هغه شېبې چې هېرې شوې نه دي. ته فکر کوې دا ټول که ولیکم، خلک به ووایي دا خو د ده شخصي ژوند دی، دا خو اعتراف دی، دا خو فکشن نه دی. همدلته  لیکوال خطا کېږي.

فکشن د له ژونده انکار دی؛ د ژوند بدل نوم دی.

زه غواړم دا خبره درته ورو، په احتیاط، او په خاموشۍ کې ووایم: هغه لیکوال چې تجربه نه لري، فکشن نه شي لیکلی؛ او هغه لیکوال چې تجربه هماغسې، لوڅه، بې‌ لاس وهنې ولیکي، هغه فکشن نه لیکي، هغه یوازې ځان تشریح کوي.

په همدې فاصله کې ادب زېږي.

یو وخت مې د مېلان کوندرا دا جمله ولوستله:

“The novel is not the author’s confession; it is an investigation of existence.”

ناول د لیکوال اعتراف نه دی، بلکې د وجود پلټنه ده. دا جمله که ته یوازې ولولې، ښکلې ښکاري، خو که پرې فکر وکړې، دروند مسوولیت درباندې ږدي.

په لومړیو کې لیکوال اکثراً فکر کوي چې که ما درد ولیدی، نو هماغه درد به مستقیم ولیکم. خو ادب له مستقیمو لارو سره مینه نه لري. ادب تا اړ باسي چې د درد چاپېره وګرځې، زاویه بدله کړې، فاصله وساتې. ځکه فاصله فکر زېږوي، او فکر فکشن ته ساه ورکوي.

مثلاً: یو سړی د بسونو په اډه کې ناست دی. د ده لاسونه رپېږي. ته نه پوهېږې ولې. که ستا د لیکوالۍ لومړۍ شپې وې، شاید ولیکې: “هغه خفه و، ځکه ناکام شوی و.”  دا راپور دی. دا فکشن نه دی.

خو که ته فکشن ستا د مسلسل لیکلو تجربه وي نو به ووایې:

هغه سړی ټکټ درې ځله تاو کړ، بیا یې جېب ته واچاوه، بیا یې راوایست. اورګاډی ناوخته و، خو د ده حوصله تر اورګاډي مخکې ختمه شوې وه.

دلته تجربه شته، خو خامه نه ده. درد شته، خو اعلان نه دی. لوستونکی فکر کوي، نه دا چې ته ورته نتیجه ورکړې.

ځوان لیکوال ته دا پوهه ډېره ضروري ده چې تجربه خام مواد دي، نه تیار اثر. لکه څرنګه چې لرګی میز نه دی، تجربه هم کیسه نه ده. تر منځ یې هنر ولاړ دی.

اکیډمیک ادب هم همدا خبره کوي. د روسي فارمالسټانو له نظره، ادبیات هغه وخت ادبیات کېږي چې واقعیت “نااشنا” کړي. یعنې هغه څه چې موږ ئي هره ورځ وینو، ادب یې داسې وړاندې کوي چې موږ یې بیا ووینو. که ته خپله تجربه هماغسې ولیکې لکه څنګه چې پېښه شوې، نو لوستونکی به یوازې خبر شي، حیران به نه شي.

او فکشن حیرانتیا غواړي.

ته شاید وپوښتې: نو تجربه څنګه بدله کړم؟

ځواب ساده دی، خو عملي کول یې حوصله غواړي.

لومړی، خپله تجربه له ځانه جلا کړه. ځان ته داسې وګوره لکه یو کرکټر. له ځانه وپوښته: که دا سړی زه نه وای، نو ما به پرې څه ویلي وای؟ همدلته فاصله پیدا کېږي. همدلته ادب شروع کېږي.

دوهم، د تجربې میان مه لیکه، د څنډې صحنه یې ولیکه. که تا جدائي لیدلې، د ژړا صحنه مه لیکه؛ د هغه سهار صحنه ولیکه چې ته یوازي له ځایه را پورته شوی وي. که تا ناکامي لیدلې، د ناکامۍ صحنه مه لیکه؛ د هغې ورځې صحنه ولیکه چې ته بریا ته ډېر نژدې وې.

دا تخنیک یوازې فکري نه دی، بلکې اکیډمیک اساس هم لري. هنري متن تل د “غیر مستقیم بیان” له لارې ژور اغېز کوي. ارنسټ همنګوې د “Iceberg Theory” خبره همدا ده: اوبه لږ ښيي، خو وزن یې لاندې وي.

درېیم، خپله تجربه له نورو تجربو سره ګډه کړه. یوازې خپل درد مه لیکه، د بل چا درد ورسره واچوه. فکشن شخصي وي، خو فردي نه وي. کله چې تجربه یوازې ستا پاتې شي، لوستونکی ځان پکې نه ویني. خو کله چې تجربه د انسانیت په کچه بدله شي، بیا ادب کېږي.

او دلته زه یو مهم خبرداری هم درته لیکم:

ځوان لیکوال باید له دې وېرې ونه ډاریږي چې “دا زما کیسه ده، خلک به ما وپېژني”. لوی ادب تل له شخصي ځایه راوتلی، خو هلته نه دی بند پاتې شوی. دوستویفسکي، وولف، کافکا—ټولو خپل ځانونه لیکلي، خو داسې یې لیکلی چې ځان یې له منځه وړی.

فکشن د ځان ورکولو هنر دی، نه د ځان ښودلو.

ته به ځینې وخت احساس کړې چې تجربه کړې لیکنه دې ډیره ښه ده، زړه به دې نه غواړي چې ایډټ ئي کړي. دا طبیعي ده. په همدې وخت کې، لیکل مه پرېږده؛ خو لیکنه دې د خپرولو لپاره مه ساته. دا د ذهني تمرین لپاره ده. کله چې وخت پرې ووزي، بیا هماغه مواد بېرته راواخله، وئي لوله، ایډیټ یې کړه، او کیسه ترې جوړه کړه.

ګوره،

فکشن د زړورتیا هنر دی، خو دا زړورتیا په چیغو نه، په کنټرول کې ښکاري. هغه لیکوال چې خپل احساس مهار کړي، هماغه یې لوستونکی ولړزوي.

په پای کې دا درته وایم:

که ته غواړې اکیډمیک هم اوسې او فکشن هم ولیکې، نو د فکر انضباط له لاسه مه ورکوه، او د احساس تودوخې مه وژنه. علم به درته لار وښيي، فکشن به درته ساه درکړي. یو بې له بله نیمګړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میرمن قمرګلې د تلین په مناسبت د هغې هنر ته کتنه| اسیه محرابي

د ارواښادې مېرمن قمر ګل د درېیم تلین په مناسبت د اغلې محرابي دا لیکنه بیا خپروو. تاند مېرمن قمرګلې له ماشومتوبه د خپلې هنرپالې...