Homeخبرونهبدخشان؛ طالبان وايي، بغاوتګر یې ځپلي، د ازادۍ جبهه وايي، په صفري...

بدخشان؛ طالبان وايي، بغاوتګر یې ځپلي، د ازادۍ جبهه وايي، په صفري نطقه کې یې څو څوکې نیولي

تاند (جمعه، د زمري/ اسد ۳ مه) په داسي حال کې چې د طالبانو د حکومت یوه مخالفه جبهه ادعا کوي چې د بدخشان ولایت د زیباک ولسوالي په سرحد کې څو ځوکې نیولي دي، طالبان وايي چې «له پاکستان څخه راتلونکي ٥ تنه بغاوتګر په صفري نقطه کې وژل شوي دي.»

د ازادۍ جبهې ادعا کړې چې د بدخشان ولایت په زیباک ولسوالۍ کې یې پر طالبانو په برید کې لږ تر لږه ۲۱ طالب جنګیالي، چې د دې ډلې څو قوماندانان هم پکې شامل دي، وژل شوي او ۳۷ نور ټپیان شوي دي.

جبهې ویلي چې د زیباک د سرحدي کندک شاوخوا په لوړو سیمو کې یې د طالبانو پوستې او مورچلونه نیولي او طالبان یې شا ته تګ ته اړ کړي دي.

جبهې نه دي ویلي چې دا برید یې له کومې خوا کړی او یا یې وسله وال له کوم هیواده د افغانستان خاورې ته داخل شوي دي. خو دا سیمه پر دیوردند کرښه صفري نقطې ته نژدې ده.

د ازادۍ جبهې د جمعې په ورځ په خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې د دوی عملیات د پنجشنبې د ورځې سهار وختي، پیل شوي دي او لا هم دوام لري.

د جبهې په وینا، د دوی ځواکونو طالبان د زیباک د یوې سرحدي اډې په شاوخوا لوړو سیمو کې له خپلو پوستو او مورچلونو شاتګ ته اړ کړي دي.

خو له بلې خوا د طالبانو حکومت وايي، «یو شمېر بغاوتګرو، چې د پاکستان د پوځ له خوا ورته د چترال په سیمه کې اډه ورکړل شوې وه، غوښتل یې د چترال د شاه سلیم سیمې له لارې د بدخشان ولایت د زیباک ولسوالۍ خاورې ته داخل شي. دوی د فرضي کرښې په صفري نقطه کې د توپخانې په سیمه کې د پنځلسمې سرحدي لوا د ځواکونو له سخت مقاومت سره مخ شول.»

طالبان همداراز وايي، په دې نښته کې  ۵ تنه «بغاوتګر» وژل شوي او څو نور ټپیان شوي، پاتې نور کسان بېرته د پاکستان چترال لوري ته وتښتېدل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

کترینه کیف د ۳۵۰۰ میلیون هندي روپیو د سینګار محصولات پلورلي

تاند (شنبه، د چنګاښ/ سرطان ۲۷ مه) د بالیووډ مخکښې اداکارې کترینه کیف له سینمايي بریاوو وروسته د سوداګرۍ په ډګر کې هم د...