تاند(جمعه، د زمري/ اسد ۳ مه) د فوډ انډ اګريبیزنس ویبپاڼه وايي، د افغانستان چارواکي غواړي د کرنیزو ځمکو د وېش بهیر پانګهوالو ته چټک کړي، څو د هېواد د چرګانو د روزنې صنعت لا نور هم وده وکړي. چارواکي وایي چې دا سکتور پر له پسې د پراختیا په حال کې دی.
د افغانستان د کرنې او مالدارۍ خونې استازو ویلي چې که د چرګانو د فارمونو پانګهوالو ته کرنیزې ځمکې ژر وسپارل شي، نو هېواد به په نژدې راتلونکي کې د چرګانو د غوښې په تولید کې ځانبسیاینې ته ورسېږي.
د کرنې وزارت هم وایي چې د چرګانو د غوښې، هګیو، د چرګانو د خوراک (دانې او نورو) او یو ورځنیو چرګوړو (Day-old chicks) د تولید ظرفیت د پام وړ لوړ شوی او لا هم د پراختیا په حال کې دی.
د چارواکو په وینا، د دې صنعت دوامداره وده به د کورني بازار اړتیاوې پوره کړي او پر وارداتو به د هېواد تکیه کمه کړي.
ایا ځانبسیاینه نژدې ده؟
له هغه وخت راهیسې چې طالبان په ۲۰۲۱ کال کې واک ته رسېدلي، د افغانستان د چرګانو د صنعت په اړه ډېر باوري معلومات نه دي خپاره شوي.
د افغان چارواکو په وینا، اوس مهال په افغانستان کې شاوخوا ۱۴ زره د چرګانو فارمونه فعال دي، دغو فارمونو شاوخوا ۱۰۰ زره کسانو ته مستقیم کار برابر کړی دی او کابو ۳۰۰ زره نور کسان په غیر مستقیم ډول ترې عاید ترلاسه کوي.
چارواکي وایي چې افغانستان د چرګانو د غوښې او د چرګانو د خوراک په تولید کې ځانبساینې ته نژدې شوی، خو دقیقې شمېرې یې نه دي خپرې کړې.
د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون د معلوماتو له مخې، افغانستان هر کال شاوخوا ۲۱۹ زره ټنه د چرګانو غوښه تولیدوي. په داسې حال کې چې کلنۍ اړتیا کابو ۲۹۵ زره ټنه اټکل شوې ده.
پوهنتون وایي چې د کورني تولید اندازه د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) له سپارښتل شوې سرانه اړتیا څخه یوازې شاوخوا ۴۶ سلنه پوره کوي.
شته ستونزې
څېړونکي وایي چې د چرګانو صنعت لا هم له ګڼو ستونزو سره مخامخ دی، لکه؛ د روزنې دودیزې او غیر پرمختللې طریقېؤ کمزورې زیربناوې، د مسلکي او تخنیکي مهارتونو کموالی، د چرګانو ناروغۍ، د انټيبیوټیکونو بېنظمه کارول او د ټیټ کیفیت موادو تولید.
سره له دې، د پوهنتون څېړونکي اټکل کوي چې په راتلونکو کلونو کې به د چرګانو تولید هر کال په اوسط ډول ۱۳ سلنه زیات شي او تر ۲۰۳۰ کال پورې به تر ۴۰۰ زره ټنو واوړي.
نوې پانګونې
د چرګانو د صنعت د پراختیا لپاره وروستي اقدامات د لویو پانګونو په دوام ترسره کېږي.
د روان کال په پیل کې په مزارشریف کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ارزښت د چرګانو د یوه ستر تولیدي کمپلکس د جوړولو چارې پیل شوې، چې افغان او ازبک پانګهوال یې تمویلوي.
دا پروژه د بلخ ولایت په شاوخوا ۴۰۰ جریبه (نږدې ۸۰ هکټاره) ځمکه کې جوړیږي.
ټاکل شوې چې له بشپړېدو وروسته به دغه کمپلکس هر کال تر ۴۵ زره ټنه د چرګانو غوښه او شاوخوا ۳۶۰ میلیونه هګۍ تولید کړي.
ټاکل شوې ده چې دا کمپلکس په راتلونکو دریو کلونو کې فعالیت پیل کړي، او تمه کېږي چې د چرګانو د غوښې او هګیو په تولید کې له افغانستان سره په ځانبسیاینه کې مرسته وکړي.