Homeخبرونهشهباز شریف: له افغانستان سره ښې اړیکې غواړو خو خاوره یې باید...

شهباز شریف: له افغانستان سره ښې اړیکې غواړو خو خاوره یې باید د پاکستان پر ضد ونه کارول شي

تاند (جمعه، د زمري/ اسد ۳ مه) د پاکستان صدراعظم شهباز شریف یو ځل بیا د افغانستان د طالبانو له حکومته وغوښتل چې د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد د بریدونو مخه ونیسي.

هغه ټینګار وکړ چې اسلام‌اباد له افغانستان سره ښې اړیکې غواړي، خو تمه لري چې طالبان به وسله‌والو ډلو ته اجازه ور نه کړي چې د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد فعالیت وکړي.

شهباز شریف دا خبرې نن (جمعه) په اسلام‌اباد کې وروسته له دې وکړې چې طالبانو وویل، د دوی یو شمېر بغاوتګرو، چې د پاکستان د پوځ له خوا ورته د چترال په سیمه کې اډه ورکړل شوې وه، غوښتل د چترال د شاه سلیم سیمې له لارې د بدخشان ولایت د زیباک ولسوالۍ خاورې ته داخل شي. خو د فرضي کرښې په صفري نقطه کې د توپخانې په سیمه کې د پنځلسمې سرحدي لوا د ځواکونو له سخت مقاومت سره مخ شول.

شهباز شریف د بلوچستان د امنیت په اړه یوې غونډې ته وویل، «موږ له افغانستان سره دوه زره کیلومتره ګډه پوله لرو. موږ ګاونډیان یو او باید یو د بل ترڅنګ ژوند وکړو، خو بیا هم د افغانستان له سرپرست حکومت څخه غواړو چې اجازه ور نه کړي د دې هېواد خاوره د پاکستان پر ضد د ترهګرۍ لپاره وکارول شي.»

طالبانو په ځلونو د پاکستان دا ادعا رد کړې چې د افغانستان خاوره د بل هیواد پر ضد کارول کېږي. دوی ټینګار کوي چې د افغانستان له خاورې به د هېڅ هېواد پر ضد د کار اخیستلو اجازه ور نه کړي.

شهباز شریف په پاکستان کې د وسله‌والو بریدونو د بیا زیاتېدو په اړه وویل چې له ترهګرۍ سره د مبارزې په ترڅ کې تر ۹۰ زره ډېر پاکستانیان، پوځیان او امنیتي سرتېري وژل شوي دي.

د پاکستان صدراعظم زیاته کړه چې پاکستان د ۲۰۱۷ او ۲۰۱۸ کلونو ترمنځ تر ډېره بریده ترهګري کنټرول کړې وه، خو اوس باید وڅېړل شي چې دا ګواښ څنګه یو ځل بیا پراخ شوی دی.

هغه همداراز هند د ترهګرو ډلو په ملاتړ تورن کړ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

کترینه کیف د ۳۵۰۰ میلیون هندي روپیو د سینګار محصولات پلورلي

تاند (شنبه، د چنګاښ/ سرطان ۲۷ مه) د بالیووډ مخکښې اداکارې کترینه کیف له سینمايي بریاوو وروسته د سوداګرۍ په ډګر کې هم د...