تاند (جمعه، د زمري/ اسد ۳ مه) له بدخشان ولایت څخه ناتایید شوي راپورونه وايي چې پاکستاني ځواکونو د بدخشان ولایت د توپخانې ساحې پر شاوخوا سیمو حمله کړې ده.
د توپخانې سیمه د بدخشان په زیباک ولسوالي پورې اړونده ده او د پخواني شوروي اتحاد پر ضد د مجاهدینو د جهاد په کلونو کې د شمال مجاهدینو ته له پاکستان څخه وسلې او مهمات له همدې لارې وړل کېدل.
په بدخشان کې ځینې سرچینې وايي چې په توپخانه کې، چې په صفري نقطه کې موقعیت لري، له پرون (پنجشنې) ماسپښینه جګړه نښتې ده خو په دې اړه کره معلومات نه لري چې دا نښته د افغانستان د سرحدي ځواکونو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ ده او که پاکستان هغه افغانان دې سیمې ته د جګړې لپاره انتقال کړي چې ویل کېږي په وروستي یو کال کې یې په خپله خاوره کې روزلي دي. یوې بلې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي، ویلي چې د افغان او پاکستاني سرحدي ځواکونو ترمنځ نښته شوې ده.
تر دې وړاندې د دیورند کرښې په اوږدو کې په بېلابېلو سیمو کې نښتې شوې وې خو دا لومړی ځل دی چې دا ډول نښته د بدخسان ولایت په پوله کې کېږي.
طالبانو ته نژدې سرچینو ویلي چې افغان او پاکستاني ځواکونه د بدخشان په پوله کې پر یو بل د درنو او سپکو وسلو ډزې کوي. د طالبانو ځینو مخالفانو بیا ادعا کړې چې د دوی ځواکونو د طالبانو پر پوستو پراخ بریدونه پیل کړي او د توپخانې پوسته یې نیولې ده.
پاکستان او طالبانو په دې اړه تراوسه رسماً څه نه دي ویلي.