تاند (جمعه، د زمري/ اسد ۳ مه) په منځني ختیځ کې د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سینټکام) په ایران کې د خپلو عملیاتو د یوې بلې شپې جزییات اعلان کړل. ایران هم د خپلو بریدونو خبرونه ورکړي دي. تقصیل یې په لاندې خبرونو کې ولولئ.
د امریکا د مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) په یوه نوې اعلامیه کې ویلي چې دوی د تېرې شپې پوځي عملیات د ایران په وخت د سهار په ۴:۳۰ بجو بشپړ شوي دي.
د اعلامیې له مخې، دې عملیاتو شاوخوا دوه ساعته او پنځلس دقیقې دوام وکړ او په ترڅ کې یې د ایران لاندې پوځي هدفونه په نښه شول:
پوځي قوماندانۍ او د قوماندې مرکزونه
د بېپیلوټه الوتکو (ډرونونو) د زېرمه کولو او ساتنې تأسیسات
د پوځي مخابراتو او اړیکو شبکې
د رادار او ساحلي څارنې مرکزونه
سمندري پوځي تأسیسات
سنتکام، لکه د تېرو ۱۲ شپو په څېر، ویلي چې د دغو بریدونو موخه په هرمز تنګي کې د سوداګریزو بېړیو او ملکي سمندري تګ راتګ پر وړاندې د ایران د ګواښونو کمول دي.
اعلامیه زیاتوي، سره له دې چې سپاه پاسداران پر بېړیو بریدونه کړي، د هرمز نړیوال تنګی لا هم د تګ راتګ پر مخ پرانیستی دی او بېړۍ د امریکا د پوځ په ملاتړ او ملتیا خپل تګ راتګ ته دوام ورکوي.
سنتکام: د ایران پر هدفونو د بریدونو نوې لړۍ پیل شوه
د امریکا د مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) د ایکسپانې له لارې اعلان وکړ چې د ایران پر ځینو هدفونو یې د شپنیو بریدونو نوې لړۍ پیل کړې ده.
سنتکام په خپل پیغام کې ویلي:
«د امریکا ځواکونو د جمعې په ورځ سهار وختي (د ایران پر وخت د سهار په ۲:۱۵ بجې) د دغو بریدونو نوې مرحله پیل کړه.»
سنتکام همدارنګه ویلي چې دا پرلهپسې دیارلسمه شپه ده چې د ایران پر هدفونو بریدونه ترسره کېږي.
د اعلامیې په وینا، د دغو عملیاتو موخه دا ده چې ایران د خپلو کړنو مسؤل وګرځول شي او د سپاه پاسداران هغه ګواښونه له منځه یوړل شي چې د سوداګریزو بېړیو پر ضد رامنځته شوي دي.
د ایران د کنګل شوو شتمنیو د کارولو په اړه د ټرمپ پرېکړه
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې د ایران له لوري په سیمه کې بېړیو ته د اوښتو زیانونو تاوان به له هغو ایراني شتمنیو څخه ورکړل شي چې د امریکا له خوا کنګل شوې دي.
ټرمپ په خپله ټروت سوشل خواله رسنۍ کې لیکلي:
«تر بلې خبرتیا پورې به د ټولو بېړیو، بارونو او ورته نورو شیانو د زیان جبران له هغو کنګل شوو ایراني شتمنیو څخه وشي چې د امریکا په واک کې دي.»
هغه زیاته کړې:
«ښايي دا تاوانونه ډېر لوی وي، خو په هر صورت دا یو عادلانه او متناسب اقدام دی.»
کویت د ایران د توغندیو او بېپیلوټه الوتکو نوې څپه شنډه کړه
د کویت پوځ اعلان کړی چې د ایران د توغندیو او بېپیلوټه الوتکو یوه بله څپه یې شنډه کړې ده.
د کویت وسلهوالو ځواکونو په خپله رسمي اېکسپاڼه (X) کې ویلي، هر هغه غږ چې اورېدل کېږي د دغو توغندیو او ډرونونو د مخنیوي له امله دی، نه د هغوی د لګېدو.
په همدې حال کې، د ایران سپاه پاسداران ته نژدې تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی چې د کویت پر علي السالم هوايي اډې یو ځل بیا برید شوی؛ دا هغه اډه ده چې د امریکا هوايي ځواک هم ترې کار اخلي.
د خلیج همکارۍ شورا او اردن د ایران بریدونه وغندل
د پنجشنبې په ورځ د خلیج همکارۍ شورا غړو هېوادونو، له اردن سره په ګډه، د ایران پر بریدونو اعتراض وکړ.
په ګډه اعلامیه کې دغو اوو هېوادونو هغه بریدونه وغندل چې د دوی په وینا، ملکي وګړي او ملکي بنسټونه، لکه د اوبو د مالګې ایستلو فابریکې او هوايي ډګرونه، یې هم په نښه کړي دي.
سعودي عربستان، بحرین، قطر، کویټ، متحده عربي امارات او عمان د خلیج همکارۍ شورا غړي هېوادونه دي.
کویټ: د ایران توغندي او ډرونونه مو شنډ کړل
د کویت پوځ د پنجشنبې په شپه اعلان وکړ چې ایراني ځواکونو یو ځل بیا د دغه هېواد خاوره په نښه کړې ده.
د ایران دولتي رسنیو ویلي، د دغو بریدونو هدف د کویت علي السالم هوايي اډه وه.
په همدې تړاو، د کویت پوځ په اېکس او نورو ټولنیزو شبکو کې اعلان وکړ چې د ایران توغندي او بېپیلوټه الوتکې د دغه هېواد د هوايي دفاع سیستمونو له خوا شنډ شوي دي.
سپاه: په بریتانیا کې هوايي اډه «مشروع هدف» بولو
سپاه پاسداران د پنجشنبې په ورځ ادعا وکړه چې په بریتانیا کې هغه هوايي اډه، چې د امریکا B-1 ستراتیژیکې الوتکې ترې د بریدونو لپاره پورته کېږي، د دوی له نظره «مشروع هدف» ګڼل کېږي.
تر دې وړاندې اکسیوس وېبپاڼې، د امریکايي چارواکو په حواله، راپور ورکړی و چې د امریکا پوځ د ایران پر ضد د وروستیو بریدونو پر مهال، د سې شنبې په ورځ په لومړي ځل د B-1 اوږد واټن بمبار الوتکه د سپاه پاسداران اړوندو هدفونو د بمبارولو لپاره کارولې ده.