تاند (جمعه، د زمريږ اسد ۳ مه) د زابل د اطلاعاتو او کلتور ریاست وايي چې د هیواد د یوه نامتو څېړونکي او لیکوال محمدمعصوم هوتګ په مالي ملاتړ په دې ولایت کې د پټې خزانې د مولف محمد هوتک د مقبرې د جوړولو چارې پیل شوي دي.
د زابل د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ویلي چې دا پروژه د همدې ریاست په هڅو او د افغان لیکوال او څېړونکي محمد معصوم هوتک په مالي ملاتړ پیل شوې، او ټاکل شوې ده چې په یوه میاشت کې بشپړه شي.
د زابل د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د ګرځندوی او اطلاعاتو آمر عبدالولي بشرمل ویلي چې په دې پروژه کې د محمد هوتک د مقبرې شاوخوا د احاطوي دېوال جوړول او د یوه جومات ودانول هم شامل دي.
هغه زیاته کړې چې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت هم ژمنه کړې چې دا مقبره به په اساسي ډول ورغوي.
د زابل اوسېدونکو د دې پروسې هرکلی کړی او ویلي یې دي چې چارواکو باید ډېر پخوا د دې ادبي شخصیت مقبره جوړه کړې وای.
محمد هوتک د پښتو ژبې نامتو لیکوال، شاعر، تاریخلیکونکی او د «پټې خزانې» مؤلف و. هغه د داودخان هوتک زوی او د قادرخان هوتک لمسی و، او د هوتکي دولت په دوره کې یې ژوند کاوه. نوموړی په ۱۰۸۴ هـ.ق. کې د کندهار د کوکران په کلي کې زېږېدلی و.
محمد هوتک د خپل وخت یو لوستی او ادیب شخصیت و. د دیني علومو، فقهې او ادبیاتو له زدهکړې وروسته د شاهحسین هوتک دربار ته ولاړ او د منشي (درباري لیکوال) په توګه یې دنده ترسره کړه. د دربار له باوري او علمپالو کسانو څخه ګڼل کېده.
د هغه تر ټولو مشهور اثر «پټه خزانه» ده، چې په ۱۱۴۱–۱۱۴۲ هـ.ق. کې یې د شاه حسین هوتک په امر ولیکله. دا کتاب د پښتو شاعرانو او ادیبانو یوه تذکره ده، چې د لرغونو او منځنیو پښتنو شاعرانو ژوندلیکونه او د هغوی د شعرونو بېلګې پکې راټولې شوې دي. دغه اثر د پښتو ادبیاتو له مهمو تاریخي سرچینو څخه ګڼل کېږي.
د روایتونو له مخې، محمد هوتک د نادر افشار له خوا د کندهار تر نیول کېدو وروسته د زابل د سیوري ولسوالۍ د ممو کلي ته ولاړ، هلته یې پاتې ژوند تېر کړ او هماغلته خاورو ته وسپارل شو. د هغه قبر اوس هم په همدې سیمه کې موقعیت لري.
د دې خبر په اوریدو زښت زیات خوشحاله شوم. الله پاک دی استاد معصوم هوتک ته لوی اجر او ثواپ په برخه کړی. استادم. هوتک صاحب د دی مالی فداکاری په وړاندې لوی ویاړ ترلاسه کړ، خو زه تعجب او افسوس په دې کوم چې استاد م. هوتک کلونه کلونه د خپلو اعصابو میلیونونه رښتې ستومانه، شپې یې په ویښه تیرې او خپله بشپړه روغتیا یې له لاسه ورکړه، زهیر شو ، علمی سفرونه یی وکړل، دقلم رنګ یې ولګاو، کمپیوتر یی شپه ورځ په کارونو کی استهلاک شو ، آیا همدا فداکاری بس نه وه؟ دا په داسې حال کی چې حکومتونو بودجه، ادرات او تشکیل درلود او لری یې. حال داچی خدای بلا پانګوالی او د پیسو ډک جوالونه یی و. څه کیږی چی یو څو د ګوتو په شمار لیکوال مو په آرام فکر دماغی کار ، څېړنه او لیکنه وکړی، خو ورسره پرله پسې مفسد، مختنق او خوبولی حکږمتی اداری خپل دغه ډول مسئولیت لکه استاد م. هوتک چی ادا کړ، ادا کړی یا دغه د ډکو جوالونو لرونکی سوداګر دغه لاره کې قدم کیږدي. یو ځل بیا استاد ته د زړه له اخلاصه دُعا کوم. استاد چی هر ځل وطن ته تللی لوی کارونه یې کړی دی. کله یی سیمینارونه او کنفرانسونه دایر کړی، کله یی ځوانانو ته لکچر دایر کړی، کله یې تاریخی ځایونه کتلی او نوی څېړنیزه پروژه یی بشپړه کړی ده ، کله یی د ناروغو او بوډا حقدارو پوښتنه کړی ده… دا دی دا ځل یې د میرویس نیکه دپاڅون د۳۲۰ کال د نمانځنې د علمی کنفرانس د علمی لارښوونی ترڅنګ؛ زموږ د تاریخ یوه طلایی پاڼه نوره هم ښکلې کړه. استاده الله پاک دی اوږد، خوشحاله او آرام ژوند نصیب کړه.