تاند (سې شنبه، د وري/ حمل ۱۱ مه) ډونالډ ټرمپ افشا کړې چې امریکا د ایران د پارلمان له اوسني ريیس محمدباقر قالیباف سره په خبرو بوخته ده.
د نیویارک پوسټ يوه خبريال د دوشنبې په ورځ په ایکس کې په يوه پيغام کې وليکل چې د امريکا ولسمشر له ده سره په مرکه کې د هغه کس نوم افشا کړی چې د ايران له لوري په خبرو کې برخه لري.
په دې پيغام کې راغلي چې ډونالډ ټرمپ څرګنده کړې چې د امريکا حکومت د پارلمان له رئيس محمدباقر قالیباف، سره خبرې کوي.
ټرمپ دغه خبريال ته ويلي چې «تر شاوخوا يوې اوونۍ پورې» به روښانه شي چې ايا قالیباف هغه څوک دی چې امريکا ورسره کار کولی شي که نه.
دا خبر وروسته له هغه خپور شوی چې د ایران اسلامي شورا (پارلمان) رئيس دوې ورځې وړاندې په يوه ټويټ کې متحد ايالتونه تورن کړل چې په ښکاره د خبرو یادونه کوي، خو په پټه د ايران په خاوره کې د ځواکونو د ځای پر ځای کولو هڅه کوي.
محمدباقر قالیباف همداراز څو ځله په ایکسپاڼه کې دا رد کړې چې د ايران حکومت دې له امريکا سره خبرې وکړي.
د ایران د پارلمان رئيس له هغو لږو جګپوړو چارواکو څخه دی چې په تېره يوه مياشت کې د اسرائيل له هدفي بريدونو څخه ژوندی پاتې شوی دی.
له بلې خوا، ځينو شنونکو د قالیباف د سابقې له امله، چې هغه د ايران د سختدریځو اصولپالو له پېژندل شوو څېرو څخه دی، دا احتمال کم بللی چې هغه به له امريکا سره خبرې وکړي.
قالیباف په ۱۳۹۶ لمریز کال کې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د اصولپالو سا سختدریځو کاندید و. ده د تهران د ښاروال په توګه هم کار کړی او په فساد تورن شوی دی.
د قالیباف پلار په خټه کورد (کرد) خو شیعه او مور فارسه ده. ده د ایران او عراق په جګړو کې برخه اخیستې او یو ورور یې په دې جګړه کې وژل شوی دی.