تاند (سې شنبه، د وري/ حمل ۱۱ مه) د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي، له خپل امريکايي ساري ډونالډ ټرمپ څخه وغوښتل چې په سيمه کې جګړه پای ته ورسوي او ټينګار يې وکړ چې دا کار بې له ده بل څوک نه شي کولی.
السیسي د مصر د انرژۍ د نړیوال نندارتون «ایجبس 2026» د پرانيستې پر مهال وويل:
«زه د امريکا له ولسمشر څخه غواړم چې په خليج کې جګړه ودروي.»
هغه زياته کړه:
«د خپل ځان او د هر سولهخوښي انسان په استازيتوب، له ډونالډ ټرمپ څخه غوښتنه کوم چې دا جګړه پای ته ورسوي، ځکه چې يوازې دی کولی شي دا کار وکړي.»
د مصر ولسمشر وويل چې نړۍ اوس مهال د انرژۍ له دوو بحرانونو سره مخامخ ده، لکه د عرضې کمښت او د بيې لوړوالی. هغه څرګنده کړه چې د جګړې دوام کولای شي يو لوی اقتصادي ټکان رامنځته کړي، په ځانګړي ډول که هرمزتنګی وتړل شي، يا د انرژۍ پر تاسيساتو بريدونه وشي.
السیسي د خپلو خبرو په دوام کې د غزې د جګړې په ترڅ کې خپلې پخوانۍ غوښتنې ته اشاره وکړه او ويې ويل چې هغه وخت يې هم له ټرمپ څخه غوښتي و چې جګړه ودروي. د هغه په وينا، هماغه مهال د سولې غونډه ترسره شوه او جګړه پای ته ورسېده.
ده ټينګار وکړ چې د متحدو ايالتونو ځواک او رول د يو نړيوال قدرت په توګه تر پوښتنې لاندې نه شي راتلای، او هيله يې وښوده چې دا کړکېچ به ژر او په سولهييز ډول پای ته ورسېږي او سيمه به د جګړې له ويرې وژغورل شي.
په همدې تړاو، د مصر د ولسمشرۍ وياند محمد الشناوي وويل چې السیسي د منځني ختيځ د روان کړکېچ په اړه د نړۍ حساس وضعيت ته اشاره کړې ده.
هغه زياته کړه چې سيمه په تېرو پنځو کلونو کې له سختو حالاتو سره مخامخ شوې، لکه د کرونا وبا، د روسیې او اوکراین جګړه، د غزې جګړه او اوسنی کړکېچ، چې د انرژۍ پر بازار او د عرضې پر لړۍ يې ژور اغېز کړی.
وياند وويل چې دا بحرانونه د سون توکو، سرې او کرنيزو محصولاتو بيې لوړې کړي، چې دا کار په تېره بیا پر هغو پرمختيايي هېوادونو ناوړه اغېز لري چې اقتصادي حالت يې کمزوری دی.
دا څرګندونې د «ایجبس 2026» کنفرانس پر مهال وشوې، چې د شمالي افريقا او مديترانې سيمې د انرژۍ له مهمو غونډو څخه ګڼل کېږي.
په دې غونډه کې د قبرس ولسمشر نیکوس کریستودولیدس هم ګډون کړی، او ورسره يو شمېر وزيران، د نړيوالو سازمانونو استازي او د انرژۍ سکتور مشران هم حاضر وو.